نړۍ

فلسطین: د اسرائیلي الوتکو په بمبار کې ۱۲ تنه شهیدان شوي

zuhair-alqaisiنن ټکی آسیا: د اسرائیلي الوتکو په بمباریو کې چي دتیري ورځي راهیسي د فلسطین په غزه تړانګه کې شروع دی، تر اوسه ۱۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، چي په شهیدانو کې د ولسي مقاومت د عسکري برخي مسئول او مشر شیخ زهیر القیسي هم شامل دی.
د الجزیره تلویزون د راپور سره سم شیخ زهیر القیسي د یوه بل مشر تر څنګ هغه وخت شهید شو، کله چي ددوی موټر د غزې تړانګې په غربي سیمه تل الهوا کې د اسرائیلي الوتکو تر بمبار لاندي راغلی.

 

ددې تر څنګ د غزې تړانګي په نورو سیمو کې هم بمباری ترسره شوې چي له کبله يې لږ تر لږه لس تنه نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
ویل کیږي چي د پنځو میاشتو راهیسي دا لومړی ځل دی چي په دومره لویه کچه د اسرائیلو له خوا پر غزه باندي بریدونه تر سره کیږي، او دومره مرګ ژوبله را منځته کیږي.
د ولسي مقاومت ډلو ویلي چي دوی به خپل د مشر غچ اخلي، او خپل ټولو جنګالیو باندي يې ږغ کړی چي ژر تر ژره خپل د مشر د غچ اخیستلو لپاره پر اسرائیلو مرګوني بریدونه وکړي.
ددغه پرمختګ سره سم پر اسرائیل باندي هم لږ تر لږه ۱۲ توغندی ویشتل شوي، چي له کبله یې ځیني اسرائیلیان (یهودان) ټپیان شوي هم دي، او ویل کیږي چي لږ تر لږه د یوه روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د فلسطین مقاومت کوونکو ډلو ویلي چي دوی به خپل توغندیوی بریدونه جاري ساتي.

د الجزیره تلویزون راپور:

{flvremote}http://www.aljazeera.net/file/Get/256b60fe-7846-497e-aad7-20e9b3846d38.flv{/flvremote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x