ادبي لیکني

په کيسه کې کرکټر کښنه – درېيمه برخه

بصيرالحق عادل

 کرکټر کښنه

 وړاندې برخو کې په دې وپوهېدو چې کرکټر څه شی دی او په کيسه کې د کرکټر شتون څومره اړين دی، اوس په اساسي او د کيسې په بنسټيزه برخه خبرې کوو چې کرکټر کښنه ده.

يوه کيسه هغه وخت بريالۍ کېدلی شي چې کرکټر مو په تمامه مانا سم کښلی وي. کله کله موږ يوه کيسه لولو، يا پر يوه کيسه جوړ شوی فلم، سريال ګورو هيڅ خوند نه راکوي او ډېر ژر مو ستړي کوي، په وچ زور يې پر ځان لولو، يا يې اورو او يا يې ګورو، له لوستلو، کتلو او اورېدولو وروسته هم داسې فکر کوو چې خپل وخت مو پرې بې ځايه تېر کړی دی، شايد کيسه نوره سمه وي، ښه منځپانګه او پېغام به لري، ټوله ستونزه به د کرکټر په ناسم لوبېدو کې وي، ليکوال به د کيسې ليکلو پر وخت د کرکټر د کښلو په تخنيکونو نه وي پوه شوی او ناسم به يې کښلی وي.

دا چې کرکټر څنګه کښل کيږي او کوم مهم ټکي بايد د کرکټر کښنې پر وخت په پام کې ونيول شي دلته يې روښانه کوو.

د هر کرکټر کښنه په کيسه او د کيسې په موضوع پورې اړه لري، څنګه چې کيسه وي په هماغه ډول ورته کرکټر ټاکو.

ځينو ليکوالو او کيسه ليکوونکو د کرکټر کښنې په اړه په زړه پورې لارښوونې کړي دي او کيسه ليکوالو ته يې په زړه پورې مشورې وړاندې کړي دي چې د کرکټر کښنې پر وخت بايد پام ورته وشي.

مخکې له دې چې کيسه پيل کړو، د ښه کرکټر لپاره بايد د خپل کرکټر نوم، عمر، دنده، رواني، ظاهري او ټولنيزې ځانګړنې دا ټول شيان بايد په يو جلا کاغذ ياداښت کړو، ترڅو کرکټر سم درک کړو او د بېلابېلو اړخونو د کښنې او انځورونې پر وخت بيا له ستونزو سره مخ نه شو. د کرکټر تر کښلو مخکې بايد د کرکټر روح ته ورننوځو، ښه يې مطالعه کړو او بيا يې په کښلو پيل وکړو.

اېمل پسرلي راته د يوې پوښتنې په ځواب کې د کرکټر کښنې په اړه داسې وويل: ((زه به له خپلو تجربو درته وغږېږم، زما لپاره هر کرکټر يا څېره له بلې توپير کوي او په همدې دليل يې د مهمو توکو خبره هم ښايي فرق وکړي. مهمه دا ده چې له پش نه پشم خان جوړ نه کړو. ما ډېرې پښتو کيسې ليدلي، چې څېرې يې يا تر سپکو سپکې او يا له درنو دروند، لکه هندي فلمي ستوري. په رښتيني ژوند کې داسې څېرې نشته که وي هم داستاني منطق يې ښايي ونه مني. که د بزګر څېره انځوروم او په هغه د پوهنتون د استاد خبرې کووم نو طبعاً ناسم کار دی. د څېرې، خوی، خبرې، عمل او لباس دی راپېژني ددوی ټولو ترمنځ انډول پکار دی. مثلاً: يو سړی چرس څکوي که د ده په کميس کې د سوکو له امله سوري وي دا دده له عمل سره وايي، که يو سړی سترګې ژر ژر رپوي، خبرې ژر ژر کوي او ژبه يې بنده بنده کيږي، پوزه په لمن يا لستوڼي پاکوي دا خوی يې د رواني تکليف ښکارونديي کوي، که دی خپله مېرمن وهي دا عمل يې له نورې څېرې سره سم دی. خو که برعکس يو سړی ارام دی، نشه نه کوي، خنده رويه دی، جامې يې پاکې دي، په خبرو کې محتاطه دی او بيا هم په لستوڼي يا لمن پوزه پاکوي او مېرمن وهي دا داستاني منطق راسره نه مني، ال
بته په رښتيني ژوند کې شايد داسې نمونه وي. ())

د کرکټر کښنې په وخت کې بايد کرکټر ښه مطالعه شي او بيا وکښل شي.

مثلاً: زه خپلې کيسې ته کرکټر يو ماشوم ټاکم، ماشوم ته د ګل نوم ورکووم، ګل ډېر بې وسه وي، پلار يې په يو بريد کې له لاسه ورکړی وي. د کور د نفقې پيدا کولو لپاره بل څوک نه لري. يوه ځوانه مور او دوه پېغلې خويندې لري، دا ماشوم خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو لپاره کرۍ ورځ بازار کې هر چا پسې د بابا او کاکا نارې وهي.

پورته بېلګه ګل چې يو ماشوم دی موږ خپلې کيسې ته کرکټر ټاکلی دی، د دغه ماشوم ټول خصوصيات بايد په يو کاغذ وليکو او له مخې يې خپله کيسه انځور کړو.

مثلاً: پورته بېلګه چې موږ په ذهن کې جوړه کړې ده، په فکر کې له جوړلو وروسته يو کاغذ را اخلو او د ماشوم ځانګړنې چې کرکټر دی په لاندې ډول ليکو:
ــ د کرکټر نوم (ګل)
ــ پلار يې په يو بريد کې شهيد شوی
ــ عمر (۷ کاله)
ــ شلېدلې جامې، ببر سر، غټې اوښلنې سترګې، غمجنه او معصومه څېره، خېرنې پښې او . . .

شايد موږ کرکټر پورې نور بېلابېل تړلي خصوصيات هم وليکو. دا کار دا ګټه کوي چې موږ د کرکټر په کښنه نه سربداله کېږو، داسې کرکټر انځورو لکه ژوندی انسان.

که پورته کار مو وکړ، کاغذ مو مخې ته پروت وي، د کرکټر ځانګړنې مو پکې ليکلي وي او وخت په وخت ورته ګورو نو دغه ماشوم چې موږ خپلې کيسې ته کرکټر ټاکلی دی هيڅ وخت د نورو ماشومانو په ليدو چې ښوونځي ته روان وي او خاندي ونه خندوو، بلکې موږ به د نورو ماشومانو په ليدو د خپل کرکټر له سترګو اوښکې روانوو، ځکه موږ د خپل کرکټر له رواني حالت سره اشنا يو تر کښلو مخکې د کرکټر روح ته ورننوتي يو، له هر پلوه مو مطالعه کړی دی، دغه ماشوم بې وسه او سوالګر دی، خپله بې وسي يې خندا ته نه پرېږدي.

د کرکټر د کښنې لپاره يوه بله مهمه لار دا هم ده چې موږ بايد کرکټر خپل نږدې ملګری چې د خوی او عادت سره اشنا يو وټاکو، يا هم د خپلې کيسې لپاره شوی کرکټر په ځان کې هضموو، نور د خپلې ټاکلې کيسې لپاره کرکټر خپله زه يم، زه ګورم چې د خپل برياليتوب لپاره څومره هڅې کووم او څومره خوشالېږم او په خپلې ناکامۍ څومره خپه کېږم، له يوې ستونزې د خلاصون په موخه څومره هڅې کووم. دا ټول د خپل عادت له مخې او ځانته په کتو انځورووم نو دغه وخت به ما بريالی او ژوندی کرکټر کښلی وي.

اېمل پسرلي راته د کرکټر په اړه وويل: ((ماته کيسه لکه په محکمه کې د بريالي څارنوال وړاندې کړې قضيه داسې ده، که ليکوال په منطق او استدلال خپله قضيه وړاندې کړي او قانع مې کړي چې يو کس څرنګه يو عمل کوي، دا د بريالي کرکټر بېلګه ده. فرض کړئ يو سړی دی کار يې له لاسه ورکړ، زوی يې موټر وواهه، مېرمن يې له چا سره جوړه شوه او پوروړو په عذاب کړ، که دغه سړی د کيسې په پای کې ځان ووژني خو تر هغه وړاندې ليکوال راته دغه ټول تصوير په قانع کوونکي ډول تشريح کړ، ماته ددې کرکټر د ځان وژنې عمل منونکی دی او کرکټر يې سم دی.))

پورته بېلګې ته په کتو سره کيسه ليکوال تاکيد کوي چې په کيسه کې هره پېښه د داستاني منطق له مخې رامنځته شي نو لوستونکي د منلو وړ وي.

نصير احمد احمدي د کرکټر کښنې په اړه ليکي: ((بريالی ليکوال په کرکټر کښنه کې زيار باسي، دی کرکټر تر هغو پورې په ذهن کې اړوي را اړوي، چې له خيالي کرکټر څخه ژوندی موجود جوړ کړي، د هغه ظاهري او باطني جوړښت سره اشنا شي او وروسته يې په داستان کې ولوبوي.()))

نصير احمد احمدي وړاندې ليکي: ((لومړی کرکټر ژوندی کړه، له هغه سره خبرې وکړه، په خوی او عادت يې پوه شه، وروسته که بيا په کيسه کې ستاسې له خوښې سره سم لوبېدای شوای او ټاکلي رول ته مناسب وي ځای ورکړه.(۲)))

هرې کيسې ته بايد د اړتيا له مخې کرکټر وټاکو. په کيسه کې يو مرکزي کرکټر وي او نور فرعي وي، فرعي کرکټرونه د مرکزي کرکټر د ستونزو څخه پيدا کيږي. په کيسه کې بې اړتيا کرکټر انځورول کيسه بې خونده کوي، لوستونکي ستړي کوي او بلې خواته يې بيايي او د کيسې ربط او تسلسل ورڅخه ورکيږي او بالاخره کيسه ورته خيال ښکاري.

نور په بله برخه کې. .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x