فکري پوهنه؛ د پښتۍ په لومړي مخ يې د بحث مهم توکي داسې یاد شوي دي: «فکري جګړه، پردي معيارونه، ډيموکراسي کفر ده، که اسلام، امريکايي اسلام، معاصر فکري ارتداد، د کابل مسیحي پوهنتون»

طالبانو په يو ځوان د ناروا فلمونو په سزا کې «فکري پوهنه» کتاب بشپړ ولوست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د یو تن په کمپیوټر کې د ناروا فلمونو په سزا کې په نوموړي کس د «فکري پوهنه» کتاب بشپړ ولوست.

د پکتيکا په سروبي ولسوالي کې د وسله والو طالبانو مسوول حذیفه د دې ولسوالي د یو تن محصل په کمپيوټر کې د ناروا فلمونو د نیولو په سزا کې په نوموړي د استاد عبدالهادي مجاهد کتاب « فکري پوهنه » بشپړ ولوست.

دغه کس چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو له ځان سره پنځلس ورځې بندي کړی و او په دې ورځو کې يې د نورو کتابونو تر څنګ « فکري پوهنه » کتاب بشپړ ولوست.

هغه وايي چې طالبانو ورسره سم چلند کاوه، خو د کتاب په لوستلو کې ډېر جدي و، د ده په خبره کله به مې چې په کومه ورځ کمه مطالعه کړې وه، حذیفه به ورته ډېر غوسه کېده.

دغه محصل وايي چې له پنځلس ورځې دې عجیب زندان نه وروسته، اوس له نوموړي سره هغه پخوانی فکر نشته، په کمپيوټر کې يې د فاحشو فلمونو پرځای، نبوي سيرت، د قرآن تفسیر او ديني تقريرونه اچولي دي.

هغه په توصيوي شکل وویل چې « فکري پوهنه » کتاب، د سړي فکر حق ته ور اړوي، ځکه خو د ده په خبر باید هر ځوان په تېره بیا محصلين دغه کتاب څو ځلې ولولي.

دی وايي چې طالبانو د بند په وروستۍ ورځ د نورو کتابونو تر څنګ دغه کتاب هم ورته ډالۍ کړ او اوس يې هم پخپل کور کې مطالعه کوي.

avatar
15 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بریال
میلمه

دا نو اوس کله خبري ارزښت لري؟ هسې د نورو خلکو او خپل وخت هم ضایع کوئ. اول خو دا کار امکان لري او که یې کړی هم وي، نو دا کله خبر دی؟

گوربت
میلمه

دا واقعا ھمداسی کتاب دی.سترخصوصیت یی دادی چی ٹول مستند او اتفاقی واقعتونہ دی.مبالغہ .تعصب اوبی دلیلہ خبری بکے نستہ لیکوال پہ محتاط ڈول اتفاقی وافعتونہ پہ ڈیرمسلکی بنیاد لیکلی دی مطالعہ ڈیرہ گٹورہ دہ.البتہ پہ کابل کے ورباندی بندیزدے

محمد شریف
میلمه

ډېر ښه کار یې کړی هم یی سړی اصلاح کړی هم یی د هغه د بدوکارو مخه نیولی. نن ټکی اسیا زنداباد چی داسی خبرونه هم تر موږ رارسوي. ددی خبر اززښت په دې کی دی چی د نورو طالبانو هم دی کارته ور پام کوی او هم خلکو ته ور ښيي چي طالبان داسی تکتیکونه هم کاوري.

محمد نبی
میلمه

سلام. ډیر په زړه پوری او د پند څخه ډک خبر دی . خو څنکه کولای سو چی دا داونلود کړو.

احمد
میلمه
احمد

ډیر په زړه پوري کار شوی دا کتاب ما څو ځله لوستی ډیرعلمي او خوندور کتاب ده که يي د نوي چاپ په اړه څوک معلومات لري هیله ده چی شریک يي کړي پاته شوه د انجنیر صاحب حذیفه خبره که يي نوم او شهرت نه وای ذکر شوی غوره به وای ځکه چي اوس ورته تکلیف رسیږي مونږ ته هم درس په کار ده چي له خپل رب نه وویریژو او له خپلو موبایلونو او کمپیوټرونو څخه سمه استفاده وکړو هومره زیان له خوږاو خرسه نه رسیږی لکـه څوک په اد میانو کـی بد خوی شی سـړی هـوښ چی… نور لوستل »

ګهیځ
میلمه
ګهیځ

د استاد مجاهد د کتاب لینک… هر څوک یې کمپیوتر ته ښکته کولای شئ. هیله ده فیسبوک کې ملګرو سره یې شریک کړئ.

http://archive.org/download/FikriPohnah/FikriPohnah.pdf

کندهار
میلمه
کندهار

خبر ډیر په زړه پوری
د پاکو او مسلمانانو لیکولانو څخه یوه نړی مننه الله عزوجل مو تل بریالی ولره .
دښاغلی ګهیځ څخه مننه چی د کښته کیدو لپاره یی لینک پریښی دی الله دی اجر ورکړی .
ګرانو وړونو زمومږ او ستاسو ټولنه دناروا یرغل دلاسه ډیره په کږه روانه ده ، هرسړی باید د سپیڅلی چو پړ ګامونه پرته کړی

نعمان
میلمه
نعمان

کاری خوبی کرده اند کاش در هر جا طالبان این چنین میکردن در یکجا تادیب میکنند و در چای دیگر اگر کسی به چای بیرق سفید سیاه یا سبز یا رنگی دیگر را بلند کنند آن را میکشند

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

باید داسلامي امارت مسؤولین دغه مشر ته چې په ځوان یې کتاب کتلی او هغه یې په مټ له بدي لاري راګرزیدلی یو ستره جائزه ورکړي ،

عمران غښتلی
غړی

ماشاء الله د عبد الهادي مجاهد صیب کتاب اګر که ما پوره لوستلی نه دی خو تر کومه حده مې چې لوستلی ښه او جالبه دی، دلته باید یوه خبره په نظر کې ونیول شي چې که طالبان په زوره پر چا دغسې کارونه عملي کوي نو دا بیا بې ګټې دي، په زور یو کار عملي کول تر زوره محدود وي چې زور ختم شي کار هم ختم شي، خو چې یو سړی له زړه په یو کار وپوهول شي او هغه دا کار په پوره اخلاص تر سره کړي بیا دایمي او ګټور وي.لکه یو ځوی د پلار… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

عماره ته ‌‌ډیر پوهیږی که رسول کریم(ص) چی وایی چی کله مو اولادونه ۷ کلنی ته ورسیدل نو لمونځ وروښیی او لمونځ پری وکړی او کله چی ۱۰ کلن شول نو د خوب په ځای کی یی بیل والی راولی او که لمونځ نه کاوه نو په نه کولو سزا ورکړی او توبیخ کړی ستا دا خبره سمه ده چی مسلمانانو ته باید د ښه کارونو توصیه وکړل شی او ورته تشویق شی ولی که ددی باید وجود چا نه کول نو حتما باید توبیخ شی سزا ورکړل شی او په زوره باید یو مسلمان د اسلامی احکامو اجرا او… نور لوستل »

عمران غښتلی
غړی

خالده وروره ستا د دې خبرو نه د طالبیزم بوي راځي او دې ته یې اړ کړی یې چې زما په تبصره دې سوچ ونکړ. خبره بې طرفه که وکړو ډیره به ښه وي. زه ستا خبرې سره موافق یم چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر کړی. خو له دې مخکې یې د ښې تربیې امر کړی. تاته زمونږ ټولنه ښه معلومه ده چې د اولې ورځې نه پر ماشوم راباندې کیږي پر یوه ټکي غلطۍ شل ټکه وهل خوري که مونځ ترې په څه وجه پاتې شوی وي بې له پوښتنې اول وهل خوري او بیا ترې پوښتنه… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترم عمار صاحب ما کله دا ویلی چی ښه تربیه به نه ورکوی زه وایم کله چی ماشوم مکلف شی او ستا د توصیی او زده کړی باوجود یی اسلامی احکام بغیر له کوم شرعی عذر نه په ځان نه عملی کول نو به توبیخ او سزا ورکوی ترڅو یی دیته اړ کړی چی اسلامی احکام په ځان عملی کړی ولی له سزا نه می مراد دا ندی چی خدای مکړه پښی او لاسونه یی ورمات کړی او یا یی معیوب کړی بلکه سپکه سزا به ورکوی چی ماشوم دیته اړ شی چی اسلامی احکام په ځان عملی کړی او… نور لوستل »

عمران غښتلی
غړی

خالده وروره ستا د ټاپو لګولو دا انداز مې نه خوښیږي. چې د ماشوم تربیه له شروع سهي وشي دې ته نه اړ کیږي چې وهلو ته ځان پریږدي، زما اصل مقصد دادی، (باید په اولني کمنټ لږ سوچ وکړې). دویمه دا چې: د (لا اکراه في الدین) مسئله ما په ۳،۴ تفسیرونو کې کتلی، ځیني یې منسوخ بولي ځیني یې په اهل کتابو پورې خاص بولي او ځینې یې بیا وایي چې یواځې عقیدې پورې تړل یې د دین د دعوت حقیقت بدلوي، معنا دا چې مسلمان باید په دین کې هم له اکراه څخه ځان وساتي. خو زه… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترم عمار صاحب ما د ارتداد ټاپه نده لګولی زه دا وایم چی کله مونږ زما په شمول په یوه مسله کی نه پوهیږو نو باید له ځانه خبری په کښی ونه کړو چی سخته ګناه لری اول ځان پوه کړو بیا خبره وکړو د لا اکراه فی الدین آیت دتفسیر په باره کی دی دمنسوخ والی او اهل کتابو خبره صحیح ده ولی دادریمه خبره چی یواځې عقیدې پورې تړل یې د دین د دعوت حقیقت بدلوي دا صحیح نده د اسلام دلومړنیو دری قرنو سلف صالح علماو او ایمه اریعه نه هیڅ داسی تفسیر نده نقل نه یی… نور لوستل »