
جنرال دوستم هم عربي اماراتو ته په سفر لاړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د جمهوري رياست لومړی مرستیال د یو پنځلس کسيز پلاوي په مشرۍ نن د عربو متحده اماراتو ته ورسيد.
جنرال عبدالرشيد دوستم نن د عربي متحده اماراتو د لومړي وزیر سلطان بن خلیفه بن زاهد آل نهیان په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې له هېواده بهر په دومره شمېر پلاوی د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ سفر کوي.
د دوستم د رسنیو د برخې سلاکار سلطان فیضي رسنیو ته ويلي چې نوموړی به د عربي متحده اماراتو او افغانستان پر اړیکو د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د فیضي په خبره نوموړی به د متحده اماراتو او افغانستان پر اقتصادي، پوهنیز او سوداګریزو اړیکو هم خبرې وکړي.
جنرال عبدالرشيد دوستم چې په دې وروستیو يې کې نوم خورا کم رسنیز کېږي، د خپلو جناياتو له بښنې غوښتلو وروسته د اشرف غني مرستيال شو.
ویل کېږي د ګډ حکومت په ځينو مسائلو کې له نوموړي سره د نه مشوري له امله د هغه او حکومت تر منځ ژور درز ليدل کېږي.
زما په خیال چی دا سفر له هغو ۵۰۰ شعیه افغان سوداګرو سره تړون لری کوم چی له امارتو وتو ته مجبوره شوی دی
السلام علیکم و رحمت الله و برکاتو
په دی دوه سری حکومت کی خو بل داسی څوک نشته نو خود به دا پروفیسر صاحب جنرال د پوهنیزو اړیکو به اړه خبری کوی
وایی ، په اخون ښوروا هم ډیره ده ، دوستم او بارنی هیوادو ته د یو سیاسی لوړ پوړی چارواکی ( د جمهوری ریاست لمړی معاون یا د هیواد دوهم یا دریم سړی ) ؟ لکه له پیشو چه پړانګ او یا له ګیدړه چه څوک زمری جوړ کړی . مګر که د نړی اوسنی حالاتو ته وګورو ، ځانله دوستم نه دی چه په دی نااهله موقف کی قرار لری ، د نړی بدو ، وحشی او ظالمانو د نړی سیاسی قدرت تر لاسه کړی ، هر چیری چه ځی دوستمان او دجالان دی یعنی دوستم په دی چابیریال… نور لوستل »