نړۍ

نيپال کې د ځمکې ښويدو له امله زرګونو کسان بې کوره شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د نيپال لويديځ کې د ځمکې ښوديدو له امله د يو سيند اوبه ډب شوي، چې امله يې د زرګونو کسانو ژوند ګواښ سره مخ دی او زرګونو کسان د ځمکې ښويدو له امله خوندي ځايونو ته رسېدلي دي.

د نيپال پلازمېنې کټمنډو شمال لويديځ ۱۴۰ کيلومټرۍ مياګدي ولسوالۍ کې د کالي ګنډکي سيند ته ځمکه ښوويدلې او د سيند اوبه ډب شوي، چې له امله يې د زرګونو کورونو د ويجاړيدو وېره موجوده ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي او سيمې ته د ژغورنې لپاره پوځيان لېږل شوي دي.

د تېر اپرېل په ۲۵مه نيپال کې ۸-۷ درجې زلزلې له اتو زرو زيات کسان وژلي او همدومره يې نور ټپيان کړي وو.

له دغې زلزلې وروسته نيپال کې د ځمکې ښوويدو پېښې زياتې شوي او د روانې مې پر ۱۲مه نېټه هم نيپال۳-۷ درجې زلزلې له امله ټوله سيمه له ګواښ سره مخ شوې وه.

نيپالي چارواکي وايي، چې تېره شپه يو ځل بيا ځمکه وښويده او دوی د سيند پر غاړه پرتو کليو ته ويلي، چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته له خپلو کورنيو سره ولاړ شي.

رويټرز خبري اژانس د نيپال کورنيو چارو وزارت چارواکو له قوله وايي، چې د ځمکې ښويدو له امله دغه سيمه کې د يو بريښناکوټ د ويجاړېدو وېره هم شته او دوی هڅه کوي، چې د خپلو لېږدول شوو عسکرو په مرسته د ډب شوو اوبو مخه پرانيزي.

بايد وويل شي، چې د کالي ګنډکي سيند اوبه له نيپاله هند ته راځي او له هغه ځايه ګنګا سيند ته ننوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x