
حساب راځي اخر
یوسف سلیم
عرش ته د تللو زګیرو ځواب راځي اخر
حجاب له منځه ځي حساب راځي اخر
فرعون د زماني به شي ډوب پدي څپو کې
د دي مظلومو وینو سیلاب راځي اخر
مات که کنډولي شول ساقي به بیرته راشي
دي وراني میکدي له شراب راځي اخر
د ژوند پاڼي ټولي توري د دردونو په قیصو
بل تقدیر به لیکو بل کتاب راځي اخر
زاړه شول امیدونه د ارزو غوټۍ ته ګوري
د دي تنکې ارمان شباب راځي اخر
که کلونه خونړي دي د پوهي وچکالي ده
د رحمت باران به اوري سحاب راځي اخر
خلاصه به کشتۍ شي د ګرداب د حادثونه
د رڼو رڼو څپو دریاب راځي اخر
سلیمه ظالمان یو ځل دنیا کې سزا ګوري
بیا محشرکی حسا بونه عذاب راځي اخر