fbpx

زما خوري ! د دکتور فاروق اعظم لیکنه

sister-and-brotherزه او ته د یو موروپلار اولاد یو. زما و ستا په پیدایښت او لوئیدو کی یو ډول تکلیف ګالل سویدی او د یوې کورنۍ په فضاء کی راغټ سوي یو. د انساني ټولنی د جوړښت او ودي لپاره زه او ته دواړه یو شان ضرور یو. که ته نه یی، زه هم نه یم او زما په بقا کی ستا بقا نغښتې ده. د اسلام له لحاظه، ته زما پرده او عزت او زه ستا حیا او حرمت یم (هن لباسکم و أنتم لباس لهن۞). او ته د ټولني سکون، الفت او رحمت یې

.  (وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ۞). خوري، زه اوته دواړه د دین په حکم آزاد او حر پیدا سوی یو او د الله (ج) په وړاندی هم د مسؤلیت له مخی یو برابر یو.

موږ دواړه یوشمیر حیوانی خواص لرو لکه خوراک، څیښاک، شهوت،غضب او داسي نور.  زموږ دغه بهیمیه خصوصیات اکثره موږ هڅوي چی د ځنګل په قانون وچلیږو چیری چی د زورور برخه غټه ده. زما وستا د بدن جوړښت توپیر لري او دغه توپیر زموږ دواړو سرنوشت هم بیل کړیدی. زه ترتا په تن نسبتا غټ او په جسم قوی یم نو ځکه له درندګانو څخه د کور د حریم چی ته یی مهمه برخه یې د ساتلو دنده زما ده. داسی واقعات ډیر راغلی دي چی که زه نه وای تا له ځناورانو څخه ځان په یوازی سر په مشکل ساتلای شو. ما به ستا د هوسایي او خوښۍ لپاره تر کور بهر سختي ګاللې او ستا د عزت د ساتلو لپاره که به ضرورت وو د سر قرباني ته هم تیار وم.  زما دغه دندی زما اهمیت په کورنۍ کی وځلاوه او ماته یې د کور د مشرتوب دنده رادغاړي کړه. هو، زه د کور مشر شوم خو ددې دا معنی نه وه چی زه ترتا ښه وم بلکه د کور په کالبد کی روح ته وې. 

څرنګه چی ستا د ژوند د وسائلو په تأمین او پت ساتلو کی زما مثبت کردار وو، نو تا به زما د مزید توفیق دعاوي کولې او زما په میړانه او بهادري به دي هروخت فخر کاوه. ته پرما ډیره مهربانه وې. ځینی وخت به دي د خواخوږۍ له کبله له خپلي برخي خوړو څخه هم ماته راکړه چی ګویا زه د بهر شاقه کار کوم او پالني ته ضرورت لرم. دغه حالت ستا برخه کرارکرار په کور کی ترما کمول او ماته دغه امتیاز خوند راکاوه.  بالآخره مي داسی وانګیرله چی دا امتیاز زما طبیعی حق دی او زه رشتیا ترتا ښه یم.  پیغمبران، دعاة او مصلحین راغلل چی زموږ ټولنه بیرته تعادل ته راولی او ما بیرته پرخپل ځای کښینوي. هغوی ویل چی انسانان ترحیواناتو لوړ یوشمیر معنوی ارزشونه لري چی باید ویې ساتی او د هغوی پر بنیاد وچلیږي.  د ځنګل قانون یوازي د حیواناتو لپاره دی او انسانان باید پرهغه ولاړ نسي. خو تر څه وخت تیریدو وروسته د هغوی تعلیمات هیر سول او ټولنه بیرته د ځنګل په قانون روانه سوه.

زه په تدریج د انسانی قوانینو پرځای د حیوانی چلند مرغوب سوم؛ دا ځکه په چور کی زما ګته وه او د لویی برخی څښتن کیدم. کرار کرار می د کور مقررات چی پخوا اخلاص پکښي حاکم وو هم بدل کړل. اوس ته زما ترحق ډیر زما مراعات کوی خو زه هغومره ستا نکوم. په یوه کاسه کی ډوډۍ نه درسره خورم چی زما رعب، هیبت او دبدبه کمه نسي. ستاسره د ژوند په کاروکی مشوره عیب بولم او په تا می هم دامنلې ده چی باید داسی وکړم. ته زما مادي متاع یی چی څنګه کار درڅخه اخلم، اخلم یې؛ ستا ډیر څه ندي په وس پوره. که دي خرڅوم یا پخپلو بدیو کی دي ورکوم څه نسې ویلای. او که ږغ هم وکړې، څوک به یی نه اوري؟ داځکه د اوریدو څوک دي هم زه یم. که دي لوڅه پر ستېج راباسم، که خپله شهواني غریزه درباندي تسکینوم او یا محض تجارتی اعلان درڅخه جوړوم؛ نه یوازی خفه باید نه سې بلکه شنه خوله د خندا باید تللې هم یې. ته دا حق نلرې چی زما څخه پوښتنه وکړې چی: تا خپل ځان سرترنوکه پټ کړیدی او حتی ګریوان دي هم په نیکټائي تړلې دی خو ما لوڅه غواړې ووینی؛ دا ولي؟ ته دا نسې راته ویلای چی زه ولي ستا د بدن د لوڅ لیدو حق ځانته ورکوم خو تاته بیا دا حق نسته چی ما لوڅ ووینې. زه به ولی سرترنوکه ستا د بدن هراندام ګورم او په تاسو کی به انتخاب کوم چی څوک ښکلی دی او څوک زما غرائز ښه اشباع کولای سي خو تاسی به دا امتیاز نلری.  ته به ولي ماته دومره قدري هم نسې ویلای چی سړیه تاته ولي د نورو همنوعو ښکیلاک او زبیښاک دومره خوند درکړیدی چی اوس دي پر خپله خور مخ راګرځولی دی؟

خوري !   ما پرتا د ژوند ساحه دومره تنګه کړیده چی اوس ستا لباس هم باید زما په خوښه دی. پخوا لوڅ مخ وې. ما درته وویل مخ پټ کړه، تا پټ کړ. بیا می په اماني دوره کی درته ووې چی لوڅ مخ راووزه، تا چادري ته اور واچاوه او لوڅ مخ راووتې او حتی زما د خوښۍ لپاره دي لینګي او مړوندونه هم لوڅ کړل. په سقاوي کی درته په قهر سوم چی بد دي کړي چی مخ دي لوڅ دی، پټ یی کړه؛ پټ دي کړ خو جرئت دي ونکړ چی راته ووایې چی: تا راته ویلي وه چی لوڅ مخ راووزه. په ظاهرشاهی کی مي بیا درته وویل چی لوڅ مخ راووزه. ته راووتې. په خلقی نظام کی درته وویل سوه چی مجردو او وږسترګو عسکرو ته په سنګر کی لوڅ مخ او سپین مړوندونه ودریږه او په سرو شونډو د سره انقلاب ستاینی وبوله. ساعتونه ساعتونه به هر ورځ د ښار په یو چوک کی په زور درول شوې وې چی مفت (هنر دخلکو په خدمت کی) په پلمه موږ ته غزلي ووایې. تا بیچارې همداسی وکړه.  مجاهدین راغله، بیرته یی پوړنی پر سر درواچاوه او استاد ربانی خو د ښځو د تعلیم ځایونه د فحاشی مرکزونه وبلل؛ طالبانو بالکل پر کور کښینولې چی مه راوزه. تا همداسی وکړه – داځکه ته ترما په بدن کمزوره یی او د لاس اچولو نه یې چی زما سره یی معلومه کړې چی زه ولی ستاسره داسی کوم.  اوس د ډیموکراسی په دوران کی مي درته وویل چی لوڅ مخ راووزه او ونڅییږه. ته هم راووتې او تر دې حده زما د خوښۍ لپاره مخته پکي ولاړې چی اوس داسی ځوان غزلچی (هنرمند) ډیر کم دی چی ته یې پخپل بغل کی نه یې نڅولې. پوهیږم، د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندي به زما د خوښۍ لپاره نوره هم لوڅه راوتلې وای خو له سبا ویریږې. کوچنی زړوکی دي لدې ویري پر سر نیمبند اچولی دی چی مبادا سبا به دي بیا په شلاقو وهم چی چادري پر سر کړه او له کوره مه راوزه.

زه او ته دواړه یو جنس او له یوه موروپلاره پیدا یو. خو ته د خپل نازک بدن قربانی او زه پخپلو غټو مټو غره یم.  ته ما ډیره په حقارت کی ساتلې یې، تردې چي ډیر کم وخت زما دغه تحقیر تا زوروي؛ زما تبلیغات ستا احساسات دومره متأثر کړي، ځبلي او په کنترول کی راوستلي دي چی ته اوس زما تحقیر عین توقیر ګڼې. داځکه زه اوس د نورو په خطا ایستلو او استعمالولو کی ماهر سوی یم. ما ستا په حق کی ډیر تیری کړیدی؛ ظالم یم – دومره چی د خپل ظلم بخښنه هم ستا څخه نه غواړم.  دابه ترهغو کوم چی بیا کوم مصلح راپیدا سي؛ ما پرخپل ځای کښینوي او اوسنی د ځنګل حاکم قانون چی زه یی چلوم په انسانی لیرلید او طرزالعمل بدل کړي او زه همدغه ته کار کوم.

و ماذالک علی الله بعزیز.

دکتور فاروق أعظم

د بي مسئوليته ليكنو مسئوليت د چا په غاړه دی
 يقينا زما په ټول افغان او ځینو نورو ویبسایټونو کی د يو شمير ليكوالو وروڼو تبصري، او ليكني خوښیږي خو نه د مجاهيدينو پر ضد، او زما دغه ليكنه د بحث د پرانیستلو په منظور نه ده وړاندي شوی، زما د دي ليكني نه مقصد نفاق اچول او د چا په ګټه د چا نه دفاع کول هم نه ده، ما هيڅكله په افغاني انترنتي ويب پاڼو كی ليكني نه دي كړي خو له لوستلو نه يي ډير بي برخي هم نه يم پاتي شوي.
هغه يوازيني وجوهات ما به كله چی د نفاق او د مسلمانانو د وحدت ضد ليكني ليدلي نو زه به توبه ګار شوم نو به مي ويل داسي نه چی په دغه بهير كه لاهو نه شم نو تيښته به مي سلامتي وبلله او دا حديث د رسول صلى الله عليه وسلم به مي په غوږونو كي انګازه شو چی فرمايي (من كان يؤمن بالله واليوم الاخر فليقل خيرا او ليصمت.) نو په دي عقيده شوم چی زه به ددغه وړ ليكنو د ګډون لپاره دغه سايټونو ته نه راځم، مګر كله ناكله به ځینو ملګرو د ګډون له پاره بلني راكولي خو زه به دغه و‌ړ ليكنو په مخ وتښتولم نو دا ځل هم د يوه ورور په بلنه راغلم نو مي وليدل چی هماغه زوړ ملا صاحب دي او هماغه زړي تراوي دي ) دا ځل وخت لږ څه حساس راته ښكاره شو نو، و مي وغوښتل چی د څه احساس په اساس یو څه وليكم او دا حديث د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم را په ياد شو چی فرمايی ( الدين النصيحة…) او بل مي دا را په ياد شو چی جناب رسول صلى الله فرمايی : ( من رآى منکم منكرا فليغيره بيده …..الحدیث) نو زما يوازيني هدف دا دي چی الله مه كړه چی ځیني مخلص وروڼه خپل اساسي هدف هير نه كړي كوم چی د كفر او د امريكائي كفري يرغل ختمول دي ، او زمونږ د مبارزي اصلي ماهيت وساتي مونږ بايد دغه مسخر وسايل بايد د حق د پلوي په لاره كه استعمال كړو او يقينا دا به موغټ جهاد كړي وي ځكه چی كومه كلمه چی په دغه انترنيتي صفحو او يا د خبري رسنيو له لاري نشريږي كيداي شي د زرګونو انسانانو له خوا وكتل شي او كيداي شي د زرګونو وګړو په مغزونو كي ثابته پاتي شي او كيداي شي په سلګونه انسانان یی تر منفي او يا مثبت اغيز لاندی راشی او ددوي د عمل او عكس العمل سبب وكرځي .
نو د مثال په ډول كه تاسو يوه كلمه د الله او د هغه د رسول د لاري سره سمه نشر كري نو يقين ولري چی الله به تاسو ته د يو ځل په نشرولو د هر هغه وګړي په مقابل كه چی ستا دغه نشريه ورته رسيزي او په هغه لار مومي تر زرګونو حسناتو پوري او د 100 كسانو په مقابل كه تر ميليونو حسناتو( نيكي) خاوندان شي او دغه به جارية حسنات وبلل شی ( والله يضاعفها لمن يشاء ) او همدارنګه كه بر عكس ځوك وغواړي چی داسي چيزونه خپاره كړي چی كفر، نفاق او فساد ته لمن وهي نو رب دي پری ورحميزي او د دوي دغه ليكني د لسګونو كلونو لپاره پاتي كيداي شي او د خپل څښتن لپاره (سيئات جارية ) جوړيږي.نو عربي شعر وايي :
وما من كاتبٍ إلا سَيُفنى * * * ويُبقِي الدَهرُ ما كَتبَت يداه
فلا تكتُب بكفكَ غير شيءٍ * * * يَسُرَكَ في القيامةِ أن تراه
 
 ليـــــكوالان به د دنيا شي ټول فنا
 تري نه پاتي به اثر شي يك تنها
 نصيحت دي هر ليكوال ته دا زما
ليكه هغه چی رڼا كړى ستا عقبى

هر ځوك د خپلي ليكني په همدغه تله وتلي بيادي قضاوت وكړي چی دي (شقي دي كه سعيد)
نو ګرانو وروڼو دا وينا زما چا ته په خاصه توګه متوجه نه ده بلكه ړومبي مي خپل ځان ته ده بيا ټولو هغه وروڼو ته ده چی دوي ځان مسلمان او مجاهدين او يا د دوي پلويان بولي او كله کله د دوي قلم له خپلى ارادي څخه ووزي نا آكاهانه ځیني مضامين لیکی او خپروی یی او وروسته پری بحثونه كوي ، د دوي داسی لیکنی له يوي خوا كيداي شي زمونږ په افغاتي مجاهد پروره ټولنه كی د تاوتريخوالى، كدورتونو، او مزيدو مشكلاتو سبب وكرځی او له بلي خوا هغوي مغرض او مسلمان ضد انسانانو ته د لا خوشي او فتنه اچولو موقع برابره وي.
زه هغو وروڼو ته د يو مسلمان ورور په صفت دا وينا كوم چی خپل سجلونه د الله په وړاندي مه خرابه وي، بي مسئوليته ليكني او غير اصلاحي ګوتنیوكي چی زمونز خلكو ته د خير زيري نه راوړي د انترنت أخبارونو او نور نشراتي لارو نه مه خپروي چی تباهي راولى (هسى خو مونږ يو تباه) كه ستاسو ليكني د نفاق سبب شي نو ( الله مه كړه ) منافق به وګڼل شي، او دا بعيده نه ده چی دغه ليكني په غير مستقيم شكل څوك د چا د قتل دروا كولو ته او يا يي قتل ته وه هڅوي او ( الله مه كړه) تاسو به په ورځ د آخرت د انترنيتي قاتلينو له جملی څخه وشميرل شي، او مونږ بايد هغه اختلافونه چی د مسلمانانو د وحدت او يوالي د ټوټي كيدو باعث ګرځي، په اسلام كي مردود رټلي وګڼو، ځكه چی وحدت او يوالي پر مونږ فرض دي (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) بايد څوك دغو اختلافاتو لكه چی په نني نړي كه صورت نيسی تقليد ونه كړو، نن نړيوال په شبه ځنګل نړي كه اوسيږي مونږ په مځكه كي د اسلامي حكومت د جوړولو او د شريعت د نفاذ مدعيان يو او دا زمونږ دنده ده چی نړيوالو ته د اسلام حقيقي څيره وښیو، او كه په دغه هدف نائل نه شو نو عكسي نتيجه به مو لاس ته راشي، رب العالمين خپل د جهاد نعمت يي مونز ته به برخه كړي دي ولله الحمد مونږ يي د دی جوګه بللی يو خو دا ټکی مو هير نه وي چه اسلامي حكومت هم بي مثاله نعمت دي او دا نعمت هغه چا ته وركول كيږي چی اهل يي وي او اسلامي حكومت په نني نړي كي به خوشو خبرو نه جوريږی او د دا اهل غواړي نو مونږ بايد جد وجهد وكړو تر څو لومړی دا اسلامي حكومتونه په خپلو ځانونه كي قائم كړو په خپل يويز او ټولنيز ژوند كه له پلی كولو نه وروسته په خپله ځمكه او په عامو وګړو پلي شي، د تاريخ په اوږدو كي زمونز اسلامي حكومتونه د وينو به بيه جوړ شوي او ډير په وړيا توګه د اختلاف، نفاق او د فتنو له امله نړيدلي دي دا وجه ده چی الله جل جلاله په خپل عظيم كتاب كي داسي فرمايلي دي (والفتنة أشد من القتل) نو دا وواياست چی كه الله مه كړه مونږ د اسلامي حكومت د جوړولو نه مخكى اختلاف وكړو، فتني جوړي كړو نو نتيجه به يي څه وی؟
 مونږ او تاسو ته ښایي چی د خپل منطق او استدلال قوتونه او مهارتونه د خپلو ويناګانو، ليكنو، او د انترنتی صفحو له لارو يوازي د دين د دښمنانو په مقابل كي بايد استعمال كړو نه په نفاق او شقاق كی، او ځان ته په استدلال كی قرآن او سنت خپل اصلي معيار وكڼو.
 محترمو مجاهدو ليكوالو :
ټول هغه كسان چی د كفر پر ضد دغي مبارزی ته راوتلی دی هغه ټول زمونږ وروڼه دي، او كه كوم اختلاف لرو او يا پیدا کیږی باید زمونږ د رحمت په درجه كه وي نه د نفاق، او قتل او فساد په درجه كی، هيڅوك معصوم نه دي مونږه ټول مقصره او ګناهګار يو او په حقیقت کی له هغه چا خطاګاني صادريږي كوم چی عمل كوي څوك چی جامد لكه ډبره پر ځاي پراته وي هيڅ كله خطا نه تري صادريږي، نو همدغه وجه ده چی الله پاك جل جلاله مونږ ته ډير غټ نعمت را پیرزو كړي دي هغه زمونږ د توبه اود ده مغفرت او بخښنه ده، كه مونږ د يو بل تيروتنو ته د بخشش او عفوي اسلوب غوره نه كړو زمونږ مشكلات به لا نور هم زيات شی، او كيداي شي الله مه كړه چی زمونږ دغه جهادونه یو ځل بیا په فسادونو بدل شی .
الله د مونږ ته هدايت وكړي او الله دي نور مونږ له نفاق نه وساتی په آخر كی زه خپله معافي غواړم چی زما په ليكنه دا مخلص وروڼه خوابدى نه شي (اللهم هل بلغت اللهم فاشهد).
غزاوي وايي:
قلـــمه ليكه ليــــكه د الله په ليــكه د ليك ليـــــكه
ته اوچــت كړه زمـــونږه شــــان په دغه ليكــــه
رب لـــوړ كړي ستـــا شـــــان په خپل قســم دي
نو ځكه ماتوي د ظلـــم زولني په خپــــله څـوكه
 ته به ليكي ټولي هيلي ارمانونه افغان بچي ته
 په فرياد دكونډي د شهيد په وينو د يتيم په اوښكه
حبیب غزاوی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د