افغانستان

ملي امنيت رياست:‌ له آی ایس آی سره تړون نه دی نهايي شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت عمومي ریاست له آی ایس آی سره د توافقنامې له لاسلیکه انکار کړی او ويلي يې دي چې پر دې تړون کار روان دی، خو لا هم نهايي شوی نه دی.

ملي امنيت ریاست رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې تړون اړوند را پورته شويو اندېښنو ته په کتو د دوی په خبره دوی روښانه کوي، چې د دې تړون اړوند به ملي ګټي په پام کې نیول کېږي.

دغه رياست وايي چې دوی د تړون پر تخنیکي برخو بوخت دي او په خبره يې تر پنځو پړاونو تېرېدو وروسته به د لاسلیک وړ شي.

دغه تړون چې تېره اوونۍ يې د لاسلیک خبر ورکړل شو، پر اساس به يې د پاکستان څارګره اداره د ملي امنیت ریاست کارکوونکو ته روزنه ورکوي، دواړه به د ازادي غوښتونکو ، چې ښايي بلوڅ ترې مراد وي، پر وړاندې مبارزه کوي او هم به د دوی په خبره د خپل «ګډ دښمن» پر وړاندې هم سنګره وي.

د تړون د لاسلیک په مهال د ارګ د جمهوري رياست ویاند اجمل عبيد عابدي د دې تړون د لاسلیک هر کلی وکړ او پر دې يې ټینګار وکړ، چې په دې تفاهم لیک کې داسې څه نشته چې د ملي ګټو خلاف وي.

ملي امنیت وروسته له هغه د دې تړون د لاسلیک د رد خبر خپور کړ، چې د هېواد په سطحه يې توند غبرګونونه ولیدل.

د مشرانو جرګې، ولسي جرګې، مدني بنسټونو، کارپوهانو او عام ولس د دې تړون کلک مخالفت وښود او ټولو په يوه خوله د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر دا د هېواد ملي ګټو خلاف اقدام وباله.

د دې تړون اړوند د ملي امنیت د شورا او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مشرانو تر منځ هم د اختلاف ناندرۍ تر وهلو ډبولو ورسېدلې.

ولسي جرګې د دې توافقنامې د متن غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي چې دوی د ملت د استازو په توګه د دې حق لري چې د داسې موضوعاتو اړوند جدي واوسي، خو د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي مسوول نجیب منلی بیا د داسې سند افشا کول ناسم حرکت بولي او وايي چې دغه ډول تړونونه باید پټ پاتې شي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې تړون اړوند د خلکو، سیاسيونو او د خلکو د استازیو څرګندونې او اندېښنې خواشينونکې وبللې او پر دې يې حيرانې څرګنده کړه چې ځینې افغان سیاسيون پر موضوع تر پوهاوي وړاندې د هغې په اړه غبرګون ښيي.

منلي وویل چې داسې اسناد باید سري پاتې شي، ځکه چې د هېواد امنیت ورسره تړلی، او په خبره يې هغه څوک چې د دې اسنادو د افشا او ښکاره کولو هڅې کوي بې مسوولیته حرکت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x