
پېریس ژرمن لوبډله غواړي رونالډو په ۱۲۵ میلیونه یورو وپیري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۴ل): د تازه خپاره شوي راپورونو پر بنسټ پېریس ژرمن لوبډله غواړي د نړۍ مشهور پرتګالي لوبغاړی کریسټیانو رونالډو وپیري.
د ځینې باوري سرچینو په وینا په دې وروستیو کې کریسټیانو رونالډ خپل او د ریال ماډرېډ لوبډلې راتلوونکی په اړه اندیښمن دی چې له همدې امله دغه نوې لوبډلې غواړه نوموړی خپلې لوبډلې ته جذب کړي.
د راپورونو پر بنسټ پېریس ژرمن چې د فرانسې یوه پیاوړی لوبډله ده غواړي راتلونکی اوړی رونالډو خپلې لوبډلې ته جذب کړي او تر دې مهاله د رونالډو د جذبولو لپاره يي د ۱۲۵ میلیونه یورو وړاندیز کړی.
دغه فرانسوي لوبډله د ناصر الخلیفي پانګې په مرسته توانیدلی په دې وروستیو څو کلونو کې ځينې پیاوړي لوبغاړي جذب کړي او اوس غواړي د فوټبال د نړۍ ستوری کریسټیانو رونالډو هم جذب کړي.
مارکا د راپورونو پر بنسټ د رونالډو پریکړه د ریال ماډرېډ لوبډلې راتلوونکی پلان پورې اړه لري او نوموړی د نوی روزوونکی او د راتلوونکي کال ورزشي پروګرامونو معرفي کیدو ته منتظر دی.
تیره ورځ د مارکا ویب پاڼې راپور ورکړ چې د رونالډو او ریال ماډرېډ لوبډلې مشرانو تر منځ روابط مخ پر خرابیدو دی. رونالډو سره د دې چې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو بیا هم ریال ماډرېډ لوبډلې د لالیګا په وروستیو لوبو کې ماتې وخوړه. رونالډو د ریال ماډرېډ لوبډلې له مشرانو غوښتي چې راتلوونکي سیالیو لپاره غوره پلان جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې که چیرې رونالډو وغواړي د ریال ماډرېډ لوبډله پریږدي نو مانچستر یونایټډ به له دغې فرانسوي لوبډلې سره د رونالډو جذبولو لپاره سخت رقابت وکړي.