ورزش

کاسیاس: ریال ماډرېډ باید ډیوېډ ده خیا وپیري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۴ل): د ریال ماډرېډ ماتې خوړلی لوبډل مشر له خپلې لوبډلې غوښتی چې د مانچستر یونایټډ پیاوړی دروازه ساتوونکی ډیوېډ ده خیا وپیري.

د راپورونو پر بنسټ ایکر کاسیاس د ریال ماډرېډ لوبډلې لوبډل مشر او دوازه ساتوونکی د دغې لوبډلې علاقمندي د ډیوېډ ده خیا جذبولو لپاره ستایلی او تاکید کړی چې ریال ماډرېډ باید دغه لوبغاړی جذب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال ځینې کارپوهان وایي چې ریال ماډرېډ لوبډله غواړي ایکر کاسیاس له لوبډلې وباسي خو بیا هم کاسیاس د ریال ماډرېډ لوبډلې له مشرانو غوښتي چې ډیوېډ په جذبولو کې کوم چې له مانچستر یونایټډ سره قرارداد نه دی امضاء کړی خپلې هڅې ګړندي کړي.

د ځینې کارپوهانو په وینا کاسیاس هم پوهیږي چې نوموړی نور نشي کولی د دروازه ساتوونکی په صفت لوبې ته ادامه ورکړي نو له همدې امله غواړي د ریال ماډرېډ لوبډلې ته یو پیاوړی او غوره دروازه ساتوونکی په جذبولو کې مرسته وکړي.

ایکر کاسیاس رسنیو ته ویلي چې ډيوېډ یو پیاوړی لوبغاړی دی او د ریال ماډرېډ لپاره به ډیرې لاسته راوړنې ولري. کاسیاس همداراز وویل چې ریال ماډرېډ لوبډله باید دغه لاسته راغلی چانس په هیڅ ډول له لاسه ورنکړي.

په همدې اونۍ کې ځینې راپورونه خپاره شول چې ډیوېډ د ریال ماډرېډ له لوبډلې سره یو ځای شوی خو وروسته بیا دغه راپورونه د لوییز فن خال لخوا رد شو.

هیره دې نه وي چې ایکر کاسیاس په پرلپسې ډول څو کاله د نړۍ غوره دروازه ساتوونکی په ډول انتخاب شوی و خو دغه لوبغاړی اوس خپل وړتیا له لاسه ورکړی او ریال ماډرېډ هم غواړي د نوموړی پر ځای کوم بل غوره لوبغاړی وپیري.

په نړیوال جام کې هم د هسپانيي ملي لوبډلې د ایکر کاسیاس تیروتنو له امله د هالینډ لوبډلې په وړاندې د ۵-۱ له توپیر سره شرموونکی ماتې وخوړه خو بیا هم نوموړي ته د انچلوتي په مرسته یو ځل بیا د ریال ماډرېډ لوبډلې کې د لوبیدو چانس ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x