افغانستان

طالبانو چین ته د سفر په اړه د پژواک راپور تایید نه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د پژواک خبري اژانس د سولې شورا ته نږدې د یوې سرچینې په حواله نن راپور ورکړی وه چې د طالبانو یو څلور کسیز پلاوي چین ته سفر کړی او د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي سره یې کتلي دي.

د پژواک په راپور کې راغلي وه چې دواړو لوریو د چین په سوداګریز ښار ارومچي کې خبرې کړي دي. خو ذبیح الله مجاهد وايي چې هیڅ ضرورت نه لري چې د سولې له جعلي شورا سره پټې ناستې وکړي.

نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې نوموړي د کومې رسنۍ یادونه نه ده کړې خو دا خبر یې اوازه، غلط شائعات او افواهات بللي.

ښاغلي مجاهد په دې خبرپاڼه کې رسنیو ته هم توصیه کړې چې د بې اسناده راپورونو په خپرولو سره د چا آله ونه ګرځي.

هیره دې نه وي چې د پژواک اژانس په راپور کې ټینګار شوی وه چې د خبر سرچینه یې کره ده او زیاته کړې يې وه چې نوم یې ځکه نه اخلي چې سرچینې د خپل نامه د پټولو غوښتنه کړې.

پژواک دا هم زیاته کړې وه چې د طالبانو په استازیتوب ملا حسن رحماني، ملا جلیل، ملا عبدالرزاق او ملا نور الدین ترابي چین تللي دي، خو مجاهد وايي چې له یادو کسانو سره یې تماس نیولی او هغوی ټول په خپلو خپلو ځایونو کې دي.

مجاهد د ورته راپورونو تر شا هدف دا په ګوته کوي چې، په خبره یې، تر څو دښمن خپلو مورال پریوتو امنیتي کسانو ته روحیه ورکړي.

مجاهد وايي چې د سیاسي تعاملاتو او اقداماتو په اړه واضحه او روښانه پالیسي لري او هيڅ ضرورت نه ویني چې په پټه له چاسره ناسته وکړي او یا اړیکي ونیسي.

تېره اونۍ ایران ته د طالبانو سیاسي استازو سفر درلود چې مجاهد یې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x