نظــر

سوله څه ډول سوله؟

لیکوال: قاري سعید

سوله انساني غوښتنه ده چې هر انسان ورسره طبیعتا علاقه لري، الله تعالی د انسانانو لپاره خپل د اطعام او امن کولو نعمتونه په سورة قریش کې په ځانګړي ډول یاد کړي دي.

خو باید دې ته متوجه و اوسو چې دغه ډول سوله چې زموږ عقیده، سر، مال، عزت او نور ارزښتونه امن کړي یوازې د اسلامي نظام په سیوري کې متصوره ده.

که سولې ته یوازې د اوربند او یو اړخیز تنزل په نظر وګورو نو ضرور به د تاجکستان د اسلامي نهضت ټوکه راکیږي.

د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته په تاجکستان کې اسلامپالو د استاد عبدالله نوري په مشرۍ جهاد پیل کړ او په دې خاوره د اسلامي حاکمیت د اعادې هڅه یي وکړه، له دوی سره د شهید عبدالحنان جهادوال غوندې افغان او د شهیدخطاب غوندې عرب مجاهدین هم همکار شول، څو کاله یي جهادي عملیاتو ته ادامه ورکړه، د تاجکستان د بدخشان او غرم ډیرې سیمې یي په ولکه کې راوستې خو څو کاله وروسته روسي استخباراتو په ډیر مهارت ددغه خوځښت د ناکامولو لپاره د قومیت کارت وکاراوو، د احمدشاه مسعود او رباني په توسط یي استاذ نوري د سولې مذاکراتو ته دعوت کړ او ورته تلقین یي کړه چې جګړه یوازې له دواړو خواوو تاجکان وژني او په سوله کې خیر دی.

تاجک مجاهد استاد نوري بله ورځ په ماسکو کې له بوریس یلڅین سره د مذاکراتو په سټیج په داسې حال کې راښکاره شو چې په شونډو یي فاتحانه موسکا وه.

استاذ نوري دده په اصطلاح د تاجکانو خپل منځي جنګ پای ته ورساوو، همدا یې خپله بریا بلله، او خپل ازبک ملګري شهیدجمعه نمنګاني ته یي هم د همداسې سولې دعوت ورکړ.

خو استاذ نوري شاید اوس په قبر کې پوهیدلی وي، چې هغه فاتحانه موسکا یي بې ځایه وه، ده د تاجکانو وینه وساتله خو ددوی تر وینې لویې سرمایه عقیده یي بایلوده.

له تاجکستانه چې داسلامي نهضت غړي یي د پارلمان وکیلان دي، تازه خبرونه وایي چې د مساجدو له نړولو او په حمامونو بدلولو وروسته اوس هلته په ږیره هم سرکاري بندیز لګیدلی،په حجاب بندیز نور هم سخت او پراخ شوی دی، تر ۱۸ کاله کم عمره تاجکانو ته جومات په نه تللو او تر ۳۵ کاله کم عمرو ته حج ته په نه تللو امر شوی دی

له دې څخه معلومه شوه چې د استاذ نوري سوله نیمګړې وه، داسې چې د تاجکانو نفسونه یي وساتل خو ددوی مهمې سرمایې دین،عقیده او عزت یي تضمین نه کړای شو .

د لیکوال فیسبوک ادرس:

https://www.facebook.com/zigafghan?fref=nf

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx