افغانستان

افغاني هیئت په ګونتنامو زندان کې له طالب بندیانو سره وکتل

نن ټکی اسیا/ دترلاسه شویو راپورنو لمخې  تیره  هفته دافغان حکومت دوو لوړ پوړو چارواکو کیوبا ته سفر کړی ،او هلته یې په ګونتنامو زندان کې  دطالبانو له پنځو مهمو بندي قومندانانو سره لیده کاته کړي.

درویتر دخبري اژانس دخبر په حواله  دافغان حکومت  دوو لوړ پوړو چارواکو،دامنیت شورا مرستیال  انجینر محمد ابراهیم سپین زاده ،او شیدا محمدابدالي  لومړی امریکا ته او له هغه ځايه  کیوبا ته سفر کړی، د طالبانو له هغو پنځو مهمو بندي کسانو سره یې لیدلي چې امریکایانو غواړي په نیژدې راتلوونکې کې یې دطالبانو درضامندي لپاره خوشي او دقطر هیواد ته یې انتقال کړي.

دکرزي ویاند ایمل فیضي تاید کړې چې افغاني هیئت په ګونتنامو کې له طالب بندیانو سره کتلي ،نوموړی زیاتوي  افغانی هیئت له طالب بندیانو غوښتي چې له خوشي کیدو وروسته له دوي سره دسولې په خبرو کې مرسته وکړي  او همداراز دطالبانو مشران  مذاکراتو ته اماده کړي،افغان پلاوي ویلي طالب بندیانو منلې چې دسولې خبرې وکړي او دقطر په هیواد کې له خپلو کورنیو سره یو ځاي ژوند اختیار کړي.

فیضي زیاتوي  په ګونتنامو زندان کې له طالب بندیانو سره دافغان پلاوي لیده کاته ددې لپاره وو ترڅو دا معلوم کړې چې نوموړي بندیان دې ته تیار دي چې  دقطر په هیواد کې له خپلو کورنیو سره وګوري ،نوموړي زیاتو له بندیانو سره له خبرو وروسته هغوي دې ته چمتولاي وښود چې په قطر کې هیواد کې له خپلو کورنیو سره واوسي.دده په وینا دافغانستان حکومت اوس موافق دی چې امریکایان داپنځه کسان قطر ته انتقال کړي.

دامریکا حکومت تراوسه پوري ددې موضوع په ارتباط هیڅ تبصره نه ده کړې  ،دا نه ده معلومه شوې چې امریکا یي چارواکي  به  دیادو پنځو کسانو په خوشي کولو موافقه وکړي او کنه.

په تیره میاشت کې طالبانو په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې دامریکا له حکومت سره یې لومړني تماسونه نیولي ولي مذاکراتو تراوسه پوري صورت نه دي نیولي ،په اعلامیه کې ویل شوي وو ،په لومړیو تماسونو کې دبندیانو دتبادلې په اړه وړاندیزونه شوي .

اوس مهال له طالبانو سره  یو امریکايي پوځي ،چې درې کاله وړاندي دپکتیکا په ولایت کې نیول شوی  وو او همداراز څو نور خارجي اتباع په بند کې دي.

تراوسه پوري نه ده په ډاګه شوې چې دطالب بندیانو دخوشي کیدو سره به یاد خارجي اتباع هم دطالبانو له بنده خوشي شي او که یا .

په راپورونو کې ویل شوي دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر زلمي رسول  له طالبانو سره دخبرو لپاره دقطر هیواد ته په سفر روان دي ،تردې وړاندي طالبانو دکرزي له حکومت سره مذاکرات کول رد کړي وو ،اودکرزي حکومت یې بې واکه بللی وو.

په خبر کې ویل شوي هغه پنځه کسان چې دقطر هیواد ته به انتقال شي ،دملا فضل ،ملا نورالله نوري،ملا خیرخواه ،ملا عبدالحق وثیق او حاجي ولي محمد نومونه یادشوي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x