زیمبابووي د پاکستان په وړاندې له سخت مقاومت وروسته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۴ل): د زیمبابووي او پاکستان ملي لوبډلو تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسیده خو زیمبابووي هم غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. دغه لوبه کې زیمبابووي لوبډلې توپ وهوونکو غوره او پیاوړی توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

د زیمبابوي لوبډلې د ویلیمز او سېباندا غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د زیمبابووي لوبډلې لپاره سېباندا په ۴۶ توپونو د دوه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ او مساکادزا په ۳۲ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

ویلیمز دغې لوبې کې په ۳۲ توپونو د اووه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شو.

د پاکستاني لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې محمد سمیع، شاهد افریدي او شعیب ملک یوه یوه ویکټه واخیسته.

د زیمبابووي لوبډلې د توپ وهنې په څیر غوره او پیاوړی توپ وهنه وکړه خو بیا هم پاکستاني لوبډلې د وروستۍ اوور په څلورم بال ټاکل شوی هدف پوره کړ.

پاکستاني لوبډلې د زیمبابووي لخوا ټاکل شوی هدف د مختار احمد غوره توپ وهنې په مرسته اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستۍ اوور کې پوره کړ.

د پاکستان لپاره مختار احمد او عمر اکمل غوره توپ وهنه وکړه. مختار احمد په ۴۰ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ او عمر اکمل په ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې او دوه شپږیزو په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ایمپوفو او ویلیمز دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. ایمپوفو خپل څلور اورونو کې ۲۵ او ویلیمز خپل څلور اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې.

که څه هم دغه لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسیده خو د لوبې اصلي ګټونکی د زیمبابووي لوبډله ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د