
ممبۍ انډینز د ۲۰۱۵ز کال انډین پریمیر لیګ اتلولي وګټله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ سیالیو پایلوبه د ممبۍ انډینز او چنای سوپر کینګ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې د چنای لوبډلې سخته ماتې وخوړه.
چنای لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچوونې پریکړه وکړه چې دغه پریکړه غلطه ثابته شوه او د چنای لوبډلې د ماتې لامل شو.
ممبۍ انډینز لوبډلې د سایمېنس او شرما غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې.
د ممبۍ لوبډلې لپاره سایمېنس په ۴۵ توپونو د اته څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۶۸ او شرما په ۲۶ توپونو د شپږ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې رایډو هم په ۲۴ توپونو د درې شپږیزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د چنای لوبډلې لپاره براوو تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. براوو خپل څلور اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.
د چنای لوبډلې توپ وهوونکي د ممبۍ لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم چنای لوبډلې د سمېت غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې د چنای لوبډلې لپاره سمېت په ۴۸ توپونو د نهه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې او د هربجن په توپ يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
د ممبۍ لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې میککلینګن درې، ملینګا دوه، هربجن دوه او وینې کمار یوه ویکټه واخیسته.