افغانستان

کندهار: په پنجوايي کې امریکایی عسکر ۱۶ ملکي وګړي په شهادت رسولي

warcrimes1نن ټکی آسیا: یوه امریکايي عسکر نن د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل.
د تفصیلاتو سره سم نن د کندهار والي توريالي ویسا رسنیو ته وویل چي نن سهار وختي د درو بجو په شاوخوا کې یوه امریکايي عسکر د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې پر ملکي وګړو ډزي وکړي چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله رسیدلې.
نومړي ویلي چي د نورو تحقیقاتو لپاره یې سیمي ته هیئت لیږلی تر څو نور معلومات تر لاسه کړې.

د بلي خوا په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي دوی په کندهار کې یو تن امریکايي تبعه نیولی چي د ملکي وګړو پر وژلو تورن دی.
هغوی نور معلومات نه دی ورکړي.
خو د طالبانو ویاند وايي چي امریکایانو په ډله ایزه توګه د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په (پلمبي) سیمي کې پر دریو کورونو باندي برید وکړ، چي په ترڅ کې محمد وزیر د خپلي ټولي کورنۍ د غړو سره ووژل شو، او همداسي یو بل کور چي د محمد داؤد وو، هم د امریکایانو د برید سره مخ وو، او په ترڅ کې نومړی په شهادت رسول شوی دیو، او ددریم کور په اړه نومړي ویلي چي مرګ ژوبله په کښي اوښتې، خو دوی یې تر اوسه په اړه پوره معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x