افغانستان

کندهار: ميوند کې دوو عسکرو خپل اته ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په ميوند ولسوالي کې نن سهار وختي د يوې پوستې دوو عسکرو خپل اته ملګري ووژل او په تېښته بريالي شول.

پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د میوند ولسوالي په سره بغل سیمه کې شوې ده.

د کندهار ځايي مسوولینو تر اوسه د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو يې په اړه څرګندونې کړې دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې پر عسکرو بريدګر د دوی «نفوذي ملګري» و، چې نن سهار خپل هدف ته ورسېدل.

د دوی خبرپاڼې له مخې دغه دواړه بريدګر تر دوی روغ رسيدلي دي او دوی ته له یادې پوستې نه ځینې مهمات هم ور رسولي دي.

د ګډ حکومت په امنیتي ځواکونو خپل منځي بريدونه پوځي کارپوهان د دې ځواکونو د ځپلو لپاره ډېره کارنده وسیله بولې او په اړه يې اندېښمن دي.

د پوځي کارپوهانو په وينا په عسکرو کې خپل منځي بريدونه د دوی تر منځ د باور یو څه پاتې ارزښت هم له خاورو سره خاوري کوي او په وينا يې چې د عسکرو تر منځ باور موجود نه وي، د مقابل لوري د بريا چانس ډېرېږي.

د طالبانو دعوې ته په کتو دا د دوی د سږنیو عملیاتو په لړ کې په ميوند ولسوالي کې لومړی هغه بريد دی، چې دوی يې د خپلو «نفوذي ملګرو» کار بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x