افغانستان

کندوز: زور واکي د دولت له ملاتړه په ګټې ولس لوټي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې غیر مسوول وسله وال او زور واکي د دولت له ملاتړه په ګټې د خلکو کورونه، جېبونه او ان عزتونه لوټي.

د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي چې د کندوز سیمه ییز چارواکي له وېرې له ځان سره لسګونه ساتونکي ګرځوي او د کندوز په ښار کې ډاډه نه شي ګرځېدلی، له ولسوالیو خو بېخې حال نه لري.

 د دوی په خبره یوازې په خان اباد ولسوالۍ کې څلور داسې قومندانان دي چې ځانونه د تېر جهاد دعوه داران بولي، لسګونه مسلح ملګري لري او د دولت په ملاتړ د ولس ځورونې لړۍ پر مخ وړي.

د خان اباد مشهور ټوپکی قومندان سید اسدالله،
د خان اباد مشهور ټوپکی قومندان سید اسدالله،

د خان اباد ولسوالي اوسېدونکي وايي چې قومندان سید اسدالله، قومندان قدير، قومندان بصير او قومندان نويد هر یو د ملي امنيت، پولیسو او ځايي دولتي نظامي مسوولینو له ملاتړه برخمن دي او بېغمه د خلکو په چور بوخت دي.

دوی وايي چې دغه قومندانان په سیمه کې د عشر، ذکات او خراج په نامه له خلکو پیسې ټولوي او پر ټولو دوکاندارانو يې معلومه اندازه پیسې ټاکلې دي، چې که ترې انکار وکړي سزا به يې مرګ وي.

د دوی په قول د دې هر قومندان تر لاس لاندې ټاکلې سیمې دي، چې که يې څوک په سیمه کې واده وکړي تر هغو ناوې خپل کور ته نه شي وړلی چې د دوی سلګونه زره افغانۍ شيريني ورنه کړي، په ورته توګه د هر قومندان تر لاس لاندې سیمه کې که څوک ځمکه یا واخلي یا خرڅه کړي بايد دېرش سلنه پیسې يې دوی ته ورکړي.

دوی وايي چې هر قومندان پخپله سیمه کې پاټک لري او له هر تېرېدونکي موټر نه دوه سوه افغانۍ «حق العبور» په نامه پیسې اخلي او ورسره جوخت د دوی ټوپکيان د خلکو په موټرو کې بې کرايې تګ راتګ کوي.

د خان اباد ولسوالي اوسېدونکي له دې حالته ځورېږي او وايي چې که يې دولت غږ وا نه وري، نو د خپل ځان د خونديتوب له وېرې به هم طالبانو ته پناه ور وړي.

د خان اباد دغه سیمه ييز ټوپکيان له هرو دریو میاشتو وروسته له هر ځمکه وال نه یو میل کلاشنکوف په زور وړي، چې دوی يې خپل حق بولي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د کندوز په ګډون تخار او ځينې نور ولایتونو کې له اربکیانو او نا مسووله کسانو شکايتونه شوي ديو خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د خلکو په وينا دولت د دې ټوپکيانو تر شا ولاړ دی، ځکه خو د دوی غږ تر چارواکو نه رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x