د مالک بن دینار د اینځرو کیسه

حامد افغان

په زړه پوري کیسه، مهم عبرت او پایله

ابو يحى مالك بن دینار (مړ: 127هـ) مشهور تابعي او کره عالم دی، د حسن البصري، سعید بن جبیر، سعید بن ابي عروبه رحمهم الله او.. په څیر امامانو استاد و، د ده د ژوند حالات لیکونکو مؤرخینو لیکلي چې ده به قرانونه لیکل او له دې لاري به یې روزي ترلاسه کوله، ده به د خپل لاس د روزي په اهمیت ډېر ټینګار کاوه او ویل به یې: په تورات کې مې لیدلي دي څوک چې د خپل لاس په ګټه ګذاره کوي د هغه به ژوند او مرګ دواړه ښه وي.سیر الاعلام النبلاء للذهبي

کیسه کا: یوه ورځ مالک بن دینار رحمه الله په بازار کې روان و یو سړی یې ولید اینځر یې خرڅول، د ده اینځرو ته ډېره مينه پیدا شوه خو دا وخت یې په جیب کې پیسې نه وې، اینځرخرڅوونکي ته یې وویل: په پور یو څه اینځر راکړه وروسته به پیسې درکړم، هغه ونه منله او نغدي یې غوښتلې، لیږ وروسته مالک بن دینار ورته وویل: خپل بوټونه به ګرو درته کیږدم وروسته به پیسې درته راوړم، سړي بیا هم ونه منله او مالک ولاړی.

وروسته اينځر خرڅوونکي ته چا وویل: دا سړی څوک و پیژانده دي؟ هغه وویل: نه، ورته ویې ویل دا مالک بن دینار و! ، اينځر خرڅوونکی ډېر خپه شو، خپل غلام ته یې وویل: د اینځرو ټوله عربۍ هغه ته وروله، او غلام ته یې شرط ولګاوه چې د اینځرو دا عربۍ دي که په هغه ومنله نو ته مې ازاد کړی یې.

غلام عربۍ د هغه په لور روانه کړه، له ځانه سره یې کړه چې ټول کوښښ به کوم څو اينځر په هغه قبول کړم، کله چې ورغی مالک بن دینار ته یې کیسه وکړه او ورته ویې ویل اوس مهرباني وکړئ دا اینځر واخلئ، مالک بن دينار رحمه الله ورته وویل: ورشه بادار ته دي ووایه چې مالک بن دینار د دین په بدل کې اينځر نه خوري او هغه ته ووایه چې مالک تر مرګه پوري اينځر په ځان حرام کړي دي او قسم یې کړی دی. غلام ورته وویل: د دې اینځرو په قبلولو کې زما ازاديدل دي نو زما له پاره یې ومنه، هغه ورته وویل: سمه ده خو د دې اینځرو په اخیستلو کې زما غلامي ده نو زما د غلامي په بیه ازادي ته زړه مه ښه کوه.

پایله:

مالک بن دینار رحمه الله پوه شو چې د نفس غوښتنو او خواهشاتو له سپکاوي سره مخامخ کړ، نو د نفس د تربیې په نیت یې له اینځرو توبه کړه، اينځر خرڅوونکي چې کله مالک نه پیژانده نو په پور او ګروي کې یې لیږ اينځر هم نه ورکول، له پیژندلو وروسته یې پوره عربۍ اينځر ځکه ورولیږل چې د مالک بن دینار علم او تقوا ورته معلومه وه او د متقي عالم درنښت، احترام او خوشالول یې ضروري بلل، خو مالک بن دستار دا ورکړه د دین او تقوا په بیه وشمیرله ځکه یې هغه په کلکه رد کړه، ډېر داسي خلک شته چې خپل علم، عبادت او مسؤلیت د دنیا ترلاسه کولو ذریعه ګرځوي لکه یو څوک چا ته وایي: زه عالم یم او د علم خدمت کوم مرسته راسره وکړئ، زه دعوتکر یم او داسي نور، په دې توګه له خلکو مرسته او کومک غوښتل غلط او ناسم کار دی او په دین سره د دنیا ګټل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmadyar
میلمه
ahmadyar

صحيح ده خو دا ليكنه تا د كوم زاي نه كري ده ؟ د كتاب مرجع وليكه او دا هم جي دا قصه حقيقت لري او كنه؟ او كنه د cut paste طريقه دي كري ده كتاب البطن نه؟

حنيف
میلمه
حنيف

كه دا كيسه ريشتيا وي نو مالك بن دينار دقرآن دهغه آيت مخالفت كري جي وايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ…. [المائدة: 17], او بل آيت: … لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ… [التحريم: 1].

hamid afghan
میلمه
hamid afghan

حنیف وروره یو د شي حرام بلل دي او بل یې نه خوړل دي، دې توپیر ته مو توجه غواړم، زه مثلا د چرګ غوښه ټول عمر نه خورم دې کې څه مشکل ده؟
او احمد یار لالا که په ادب سره پوښتنه کړې وی نو ځواب مې ورکاوه خو…

احسان الله همت
میلمه
احسان الله همت

په ډیریبښنی سره زه مو هم یو څو ټکو ته توجه غواړم: اول داکیسه که رښتیا وی یا نه وی ، ولی د مسلمانانو دعبرت له پاره بهترین مثال دی او دا ددوی لباره دعبرت نه یو ډکه کیسه ده یعنی مسلمان باید داسی وی لکه: دا ،بورته کیسه کی چی ذکرشوی ده ځکه مسلمان باید له خپل علم نه نادرسته استفاده ونه کړی یا د خپل علم په خاطر له خلکو نه اشیا، او یا نور څه ونه غواړی لکه د اوس زمانی بعضی عالمان ځکه لدی سره دعلم قدر کمیژی اوعالم به ټولنه کی بی قدره کیزی. ځکه… نور لوستل »