نظــر

ښه شوه چې وخت جوته کړه! غلامان څوک دي؟

زلمی هېوادوال

د عربي ژبې مشهور او و تلی شاعر طرفة بن العبد وايي:

سَتُبدِي لكَ الأيامُ ما كُنتَ جاهِلا و يَأتيكَ بِالأخْبارِ مَنْ لَمْ تُزوِّدِ

 وخت درته څرګندوي، هغه چې نه پرې پوهېدې حال راوړي، هغه چې دې ور کړی نه دی خرڅ د لارې

 دا یو له هغو مشهورو بیتونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم په خپلو خبرو کې یاداوه، سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سم نشو ویلی؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک او لوست نه وو زده، چې دا یوازې د هغه صلی الله علیه وسلم په حق کې معجزه وه، ځکه که یې لیک او لوست زده وای، بیا به کفارو تر ننه پورې ویل چې قرآن کریم یې خپله لیکلی. خو دا چې دده لیک او لوست نه و زده بیا یې دا ډول معجز کلام راوړ پرته له شکه چې دا د الله جل جلاله معجز کلام و.

د طرفة بن العبد دا بیت پر زغم او صبر راڅرخي، یعني ته صبر کوه، خلک به هر څه ګډې وډې، رښتیا او درواغ وايي، خو وخت هر څه خپله، او پرته له بیې وايي، خلک د یو خبر د معلومولو لپاره کسان ګوماري، یوې او بلې خوا ته یې لېږي، د لارې لګښتونه او خرڅ ور کوي، خو صبر او حوصله، داسې څه دي چې هر څه پرته له خرڅ او لګښتونو را څرګندوي، البته یو څه انتظار په کار دی.

له ډېر وخت راهیسې طالبان د ای اس ی په ملاتړ تورنېږي، په ځانګړي ډول ځینو رسنیو همدې ته کار ویلی، په هره خبره کې طالبانو ته یوه ټونګه ور اچوي، سره له دې چې داسې کوم ښکاره مستند شواهد او اسناد له چا سره نشته چې وښيي طالبانو دې له ای اس ای سره د ولس او هېواد د ارزښتونو په سر سودا او معامله کړې وي؛ ځکه طالبان د عقیدې او فکر پر اساس را پورته شوي، نه د ګټو او مصلحتونو، طالبان له ( ای اس ای ) یا ( سي ای اې ) یا ( ام ای ۶ ) یا ( را )، یا پخوانی ( کي جي بي ) او اوسنی ( سي وي آر )، یا د ایران له مخکني ( ساواک ) او اوسني ( واواک ) سره کار کول د خپلې عقیدې او فکر خلاف عمل ګڼي. معاملې هغه څوک کوي چې د ګټو او مصلحتونو پر بنسټ را پورته شوي وي. چې دا دي نن یې هر څوک خپله عملا ویني.

طالبان تر ننه په نړۍ کې دوستان نه لري؛ ځکه چې د خپلو ارزښتونو په سر معامله نه کوي، که يې د پورتنیو شبکو له ډلې له یوې سره هم معامله کړې وی، نن به د نورو په څېر د هر چا غېږ ورته خلاصه وای، د یادونې ده چې کله کله غېږې د ډېرو خلاصې وي، خو ويښ ضمیر او خپلواک وجدان د چا په غېږ کې ځان نه ور اچوي!

طالبانو له سي ای اې سره معامله و نه کړه، که نه اوس به یې پیسې زیاتې، او چوکۍ پستې وای؛ ځکه د پیسو او پستو بیه ډېره ګرانه او شرموونکې وه، کوم څه چې نورو وکړل او له پیسو او پستو نه برخمن هم شول. خو ددې تر څنګ یې تاریخي شرم او سپکه هم په برخه شوه.

له امریکې سره د امنیتي تړون لاسلیک کوونکو له هغو کسانو د غلامۍ میدان وګاټه چې په لومړي سر کې یې یرغلګر راوستل، که څه هم چې دا تاریخي شرم یې هم په ګډه تر لاسه کړ، خو قلم د کمونیست په ګوتو کې و، چې دا په حقیقت کې یو ډول غچ و؛ هغه داسې چې هغو کسانو چې امریکایانو ته یې لارې جارو کولې، له دې وړانډې کمونیستان د کي جي بي له ترخ څخه وشړل، او دوی پکې ننوتل، چې دا غچ کمونیستانو له امریکې سره د تړون په لاسلیک کولو ترې واخیست، سي ای اې خپل زاړه دښمنان نوي یاران کړل، دوی یې د غلامۍ په زین سپاره او زاړه یاران یې په دوی پسې وروسته سپاره کړل!

اوس له خیره نوی جنجال د ای اس ای په پیسو او پستو پیل شو، کمونیستان هڅه کوي چې دا ځل د خپل ازلي دښمن د غېږې مزه وګوري، ځکه خو یې کیسه پټه روانه کړې وه، کله چې زاړه یاران پرې خبر شول، سمدستي ور سره لاس او ګرېوان شول، ټلوال خېل ځکه ځانونه ددې غېږې لپاره وړ او له نورو زیات حقدار ګڼي چې دا غېږه لومړی ددوی وه!

ای اس ای چې کله پوه شوه چې کمونیزم او ټلوالو د غلامۍ مسابقه پیل کړه، سمدستي یې دواړو ته غېږ خلاصه کړه، ویل: یوه غېږ د یو، او بله د بل، جنجال مه سره کوئ راځئ دا غېږه پراخه ده دواړه پکې ځایېږئ، همدا لامل و چې اجرایوي ریاست لومړی مخالفت وکړ، خو کله چې ددوی برخه پکې وشوه، بېرته راضې شول، او اوس په ګردیو مېزو کې له دې شرمېدلې معاملې نه دفاع کوي!

د معلوماتو له مخې طالبان چې هېڅکله یې نه له ای اس ای سره او نه له کومې بلې بلا سره د ولس د ارزښتونو او ګټو پر خلاف معامله کړې، څو څو ځله د ای اس ای له سختو فشارونو سره مخ شوي، خو بیا یې هم سر نه دی ورته ټیټ کړی، مرګونه، زندانونه او شکنجې یې منلې دي، خو له خپلو ټاکلو موخو، نه دي تېر شوي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم شته چې ای اس ای طالبانو ته سختې ګوتڅنډې کړې دي، چې تاسو خو زمونږ پزه را پرې کړه! د تاریخ شرم مو کړو! مونږ اشرف غني او ورسره کمونیستانو ته یې ټینګې ټینګې ژمنې ور کړې چې طالبان به د خبرو مېز ته راولو، آن چې وخت مو ورسره وټاکه، خو کله مو چې تاسو ته وویل تاسو وچ ځواب راکړ!

د باوري معلوماتو له مخې د ای اس ای اوسنیو مشرانو له خپل یو پخواني ملګري نه چې د تنظیمونو په وخت کې یې د ای اس ای له مشرانو څخه و، غوښتنه کړې چې تاسو هڅه وکړئ، که مو د طالبانو کوم مشر را پیدا کړ چې خبره ور سره وکړو، او یوه د اوړو پزه جوړه کړو، مونږ خو په شرمونو وشرمېدو!

د معلوماتو له مخې د ای اس ای نوموړي پخواني مشر چې نوم یې جنرال مجید ښودل کېږي، خپلو اوسنیو ملګرو ته ویلي چې تاسو ته چا ویل چې اشرف غني او ور سره کمونیستانو ته یې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو ټټر ووهئ! طالبان تاسو ته نه دي معلوم چې د هېچا خبره نه مني؟ تاسو ونه لیدل چې د اسامه په اړه یې د هېچا خبره و نه منله! خپله زمونږ او ستاسو ( ای اس ای ) خبره یې هم ونه منله! واک او ځواک یې ټول دربدر کړل، خو له خپلې خبرې تېر نه شول!

د ای اس ای اوسنیو مشرانو ورته ویلي چې مونږ اشتباه وکړه، اوس مو اشرف خېلو ته خبره کړې څه وکړو! باید یو حل را پیدا شي!

له دې ټولو سره سره کله چې طالبانو د ای اس ای خبره ونه منله، ای اس ای سمدستي لکۍ په سر واړوله، له اشرف او اتمر سره یې د امنیتي تړون خبره را پورته او لاسلیک کړه! خو کله چې دا شرمېدلې لوبه له سختو داخلي او خارجي غبرګونونو سره مخ شوه، کیسه یې په بله کړه، وايي تړون لا نه دی لاسلیک شوی! بل یې وايي لاسلیک شوې، خو مونږ څه تغیرات پکې راوستل!

د پای خبره:

له دې معاملې سره جوته شوه چې د ای اس ای اصلي غلامان هغه څوک دي چې لومړی یې د ولس ارزښتونه په شورویانو خرڅ کړل، له هغه وروسته یې د شورویانو له ازلي دښمنانو ( امریکې ) سره د ولسي ارزښتونو د پلورلو تړون لاسلیک کړ، ځکه په دې اړه یې مخکنۍ تجربه درلوده، اوس دا دي له بل ازلي دښمن سره غاړي غړي شول، بلکې د پښتونستان او بلوچستان په سر یې معامله وکړه!.

په پاکستان کې بیلتون غوښتونکي همدا دوه ډلې دي! د کمونیستانو وروستني مشر نجیب خو د پښتونستان کیسه د کمونیستانو د مرګ او ژوند خبره ګڼله، خو نن دا دي همغو کمونیستانو په دوه توته وپلورله!

کمونیستانو به امریکه تور امپریالیزم ، او د اشرارو پنځوونکې او ملاتړې ګڼله، بلکې دروسانو د یرغل په مهال به یې ویل او اوس هم وايي چې زمونږ جګړه په اصل کې له امریکې سره وه، خو دا پرون یې له همدې امریکې سره د هېواد پلورنې تړون لاسلیک کړ!.

هېواد او ولس یوازې هغه څوک خرڅوي او خرڅولی یې شي چې د هېواد پلورنې او ولس پلورنې پخه او ښه تجربه ولري، د معامله ګرۍ او تړونونو اوږد او تور تاریخ ولري. او دا کار ځکه کوي چې:

یو خو په ولس کې رېښې نه لري، فکر، عقیده، ژوند، ناسته پاسته او کلتور یې له ولس نه پردي دي، کوم کلتور او ژوند چې دوی خوښوي، هغه ولس نه مني، دوی په خپله د ولس په منځ کې ژوند نشي کولی، نو مجبور دي چې له پردیو سره د تړونونو او پلورنلیکونو له لارې د ولس په اوږو ځانونه ور بار کړي.

دوهم دا چې غلامي یې اوس خوی ګرځېدلی، د تریاکیانو په څېر د پوډرو له څکلو پرته ژوند نشي کولی. په دې ښه پوهېږي چې غلامي د پوډرو په څېر د انسان آزادي او خپلواکي، بلکې ژوند تباه کوي، د خلکو او تاریخ له شرم سره یې مخوي، خو دا چې د پوډرو په څکلو روږدي شوي، خامخا به یې د ډیرانونو په سر څکوي. او داسې به شرمېږي هم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کلیم الله

یاره هیوادول صیب څه ډول مننه څخه وکړم. الله خو دې په دنیا او اخرت کې کامیاب لره.
او له نن ټکی هم مننه چې دا ډول په زړه پورې او له حقایقو ډک مطالب خپروي.

ګل محمد خان

دا خو معلومه خبره وه هسې به پرې سترګې پټول کېدلې. چا د افغانستان د اشغال په پیل کې له اشغالګرو سره مرسته کړې هغوی اوس هم کوي په اول کې هم لاسپوڅې و او ترمرګه به له ځان ترې خلاص نه شی کړی، ځکه دوی له غلامۍ سره روږدي شوي دي، اول د روسانو غلامان بیا د ارمریکایانو غلامان لنډه داچې د دوی له غلامۍ څخه په غیر وخت نه تېریږی، همدا وجه ده چې اشغال ته دوام ورکوي، که اشغالګر نه پرېږدي چې له هیواده ووځي، او چې یو اشغال ماتي خوړلي په تېښته شي نو له بل… نور لوستل »

ف-ا

ههههههه هیواد وال صاحب و دی خندولم. ته لمر په دوو ګوتو پټوی. بس د حمزه بابا یو شعر درته وایم نور نو غوا توره اوشیدی سپینی دی.
زه مجنون غوندی بدنام شوم ستا له توره——– ته هغه توره لیلی یی، لکه وی

حنيف

طالبان كه اوس هر سنكه دي, دبنياد تيكه يي آي اس آي ايخي, خو هغه بيله خبره ده جي اوس يي خبره نه مني, او دلاسه يي وتلي, ستا دخبرو نه هم دا خبره مالوميزي جي منشأ دطالبانو آس اس آي ده, زكه هغوي راوستل او اوس يي خبره نه مني او به شرمو وشرميدل, لكه زوي جي دبلار خبره نه مني او بلار ورته ګوتڅنډنه وكري او ورته ووايي تا خو زما بزه رابري كره تا خو زه به شرمو وشرمولم جي تا زما خبره ونه منله…. كه داسي نه وي نو آي اس آي سوك دي هغه د… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

سلامونه داخو سرګنده حقیقت دی که د طالبانو اسلامی تحریک د چا غلامی منلی نو اول یی د امریکا منله ځکه د امریکا غلامی د پاکستان د غلامی نه ښه وه پاکستان خو خپله غلام پاتی شوی او تر اوسه غلام دی نو د غلام ، غلامی چی څوک کوی داخو بیا ډیر حماقت دی طالبانو خپل ځواکمن حکومت دی همدی لپاره خاوری ایری کړ چی صبا ورته د غلامی نوم پاتی نه شی او دا ویاړیی د تل لپاره په نصیب شو د طالبانو لپاره همدا ویاړ بس دی که څوک وایی چی طالبان غلامان دی هغه خپله غلام… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x