نظــر

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ

just-islamيو چا د (فرق) تر عنوان لاندې د لنډې کيسې په نوم دې ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د يرغلګرو ځواکونو لخوا د قرآنکريم د نسخو د سوځول کيدو پر ضد لاريونونو کې هم مذهب ته زيان رسيدلې او ګوندې داسې شوي چې لاريون کوونکو هم يو ، نيم ځاى قرانکريم ته سپکاوى کړى دى.

دا کيسه ريښتيا ، درواغ ، خيال او يا تش د لنډې کيسې په اصولو برابره ليکنه ؟؟؟ غرض پرې نه لرم ، خو فکر کوم  پدې حساسو شيبو کې چې له يوې خوا هيواد د هيوادوالو له واکه وتې

او له بلې خوا د محمدي دين پر ضد په نړيواله کچه سازشونه او دسيسې روانې دي داسې څه ندي ليکل او ويل پکار چې د چا زړه پرې نور هم غمژن شي او يو څوک د مايوسۍ او نهيلۍ ښکار شي.

د لاريونو په دوران کې يو شمير درباري ملايانو او پيسه خورو عالمانو هم دا ډول بيانونه ورکول او داسې اعلانونه يې کول چې هيواد وال دې له غصې کار نه اخلي بکله هر څه چې کوي بايد په سړه سينه يې وکړي خو ايا د سړې سينې ځواب او په کم التفات سره څوک يوې موضوع ته ملتفت کيږي او په ځانګړې توګه چې هغه ستا د دين او ملت دښمن وي.

که چيرته د افغانستان د ملت دغه له کرکې او قهر ډکې مظاهرې نه وې او که چيرته د همدې پيښې په غبرګون په افغانستان يرغلګرو ځاني تلفات نه واى ليدلي نه به د افغانستان حکومت په جدي توګه پدې مسئله اقدام کړې واى او نه به په افغانستان کې ديره بريد ګرو فوځيانو، نه به اوباما پدې پيښه بخښنه غوښتې وه او نه به د امريکا د متحده ايالاتو د مسئولينو په ګډون د لويديځې نړۍ هيوادونو مشرانو د افغانانو د ايمان په وړاندې سرونه ښکته کړي وه.

پدې ځاى کې د يوې پيښې يادونه اړينه بولم.

په افغانستان کې د اهل کتابو او بې کتابو د دې شرمناک عمل څخه وروسته د شمالي قفقاز د هيواد داغستان د (دربنت) د ولسوالۍ څخه داسې خبرونه خپاره شول چې روسانو پدې ولسوالۍ کې پر کورونو يرغل وروړى او هلته يې د نورو اسلامي کتابونو او ليکنو تر څنګ د قرآنکريم سپکاوى هم کړې ، پاڼې پاڼې يې شکولى دى ، تر پښو لاندې کړې يې دې او هم يې د ياد کور اوسيدونکي وهلي ټکولي دي.

د يوټيوب ويبپاڼې پر مخ هغه ويډيو کتلاى شئ چې د همدې کور يوه د پاخه عمر ميرمن او يو ځوان  د اسلام پر ضد د روسانو د دښمنۍ او د قرآنکريم د سپکاوي د جنايت کيسه کوي او د خپل دين په وړاندې د روسانو د وحشت له کبله په سرو سترګو ژاړي.

د دې خبر له خپريدو وروسته مې د هغه ځاى سيمه ايزو ويبپاڼو څو ليکنې هم ولوستلى چې پر افغانانو يې افرين وايه خو د داغستان مسلمانان د خپل دين د دفاع لپاره نه يو مشر لري او نه د پاڅون لاره.

نه يواځې دا چې په افغانستان کې د امريکايانو او په داغستان کې د روسانو لخوا د اسلام او مسلمانانو پر ضد کړنې تر سره کيږي بلکه په ټوله نړۍ کې مسلمانان محکوم ژوند تيروي ، د امريکا د فلوريډا په ايالت کې د يو پادري لخوا قرآنکريم ته اور اچول کيږي ، په نيويارک کې د مسجد بيا جوړيدلو ته اجازت نه ورکول کيږي ، په ګڼو لويديځو هيوادونو کې د بشريت د لارښود او رحمة اللعلمين سپکاوى کيږي ، په ترکستان کې مسلمانان محکوم دي ، په نايجيريا کې په يو او بل نوم په ډله ايزه توګه وژل کيږي ، په چيچنيا کې د هغوى قانوني دولت او اسلامي حکومت ړنګيږي ، په صوماليا کې د عيسايانو لخوا له خپلو ځمکو ايستل کيږي او………….په هر ډګر کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد په څرګنده او پټه توګه توطئې جوړيږي.

د ٢٠١٢ ميلادي کال د فبرورۍ د مياشتې په نولسمه نيټه امريکايانو د افغانستان د باګرام په هوايي ډګر کې د قرآنکريم نسخو ته اور ورته کړ او کله چې د افغانستان غيور مسلمان ملت په قهر شو نو بيا يې خپل دې عمل ته ډول ډول غير معقول توجيهات لټول .

خو بايد وپوهيږو چې دا ډول کړنې په غير ارادي توګه نه رامنځته کيږي بلکه د الله جل جلاله څخه باغيان په لوى لاس دا ډول پروګرامونه طرحه کوي او عملي کوي ، ځکه همدا سپيڅلى کتاب فرمايي (((يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (الصف-8))))

خو  قرآنعظيم الشان د الله کلام دى ، د الله خبرې دي ، د الله تعالى احکام دي او الله جل  شانه يې د ساتلو ذمه واري کړې چې فرمايي ((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (الحجر-9))) الله به يې ساتنه کوي او الله به داسې خلک پيدا کوي چې د دې دين د حفاظت کار ورڅخه واخلي.

لنډه دا چې بايد پدا ډول حساسو شيبو کې د يو نيک اقدام په وړاندې داسې څرګندونې ونه شي چې په لاشعوري توګه يو عقيدوي اړخ ته زيان ورسيږي او يا د خلکو جذبات ورووژل شي ، ځکه چې له يوې خوا به مو په څرګند ډول د يو چا احساسات ټپي کړي وي او له بلې خوا که چيرته دغه څرګندونې حقيقت ونه لري نو د خداى په وړاندې به هم پړه ياستو.

2012-03-11

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x