زابل: ولایتي شورا او څارنوالۍ ودانیو مخې ته چاودنې ۴ وژلي، ۶۰ ټپیان کړي

نن ټکی اسیا: (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د زابل ولایت په مرکز قلات کې زورورې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه یو تن سرتیري بریدګر کړې ده.

د راپورونو له مخې په چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او تر ۶۰ پورته پورته کسان ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د ولایتي شورا ۴ وکیلان هم شامل دي.
zabul blast

د زابل د ولایتي شورا رييس عطاجان حق بیان  په برید کې د ۶۸ کسانو د ټپي کېدنې پخلی کړی او په وینا یې زیات کسان د شیشو له کبله ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دوی نن  د ولايتي شورا  نوبتي غونډه درلوده، چې د دفتر ودانۍ ته نېږدې چاودنه وشوه.

حق بیان په دغه برید کې د ولایتي شور د درې وکیلانو ټپي کېدنه هم منلې ده.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او ویلي یې دي چې د یوه سرتیري بریدګر د مازدا موټر پر مټ د ولایتي شورا او څارنوالۍ پر ودانیو چاودنه وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د