خبرتیاوی او پیغامونه

د کندهار د پنجوایی د ولسوالی د پیښی په اړوند د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

kandahar-shaheedanد كندهار په پنجوايی ولسوالى كی دامريکا ځانګری ځواكونو د سرتيرو له لوری پر دريو كورونو د وسله وال بريد په ترڅ كی د ښځو او ماشومانو په گډون شپاړس ملكی خلګ وژل سوی او پينځه تنه نور ټپيا ن دی.

انالله و انا الیه راجعون

د دی ظالمانه پیښی په خبریدو سره د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی ټول غړی د نورو  مسلمانو او با احساسو افغانانو ترڅنګ دغه پیښه په کلکه غندی او د افغانستان د ولسمشر څخه په ټینګه د پیښی د پوښتنی او درویږنی غوښتنه کوی ترڅو چی د دغسو وحشی کړنو مخه ونیول سی.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی ټول غړی په دغه ناورین غمیزه کی ځان د زیانمنو کورنیو سره شریک بولی، د لوی خدای (ج) د دربار څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته سملاسی روغتیا او پاتو کورنیو ته جمیل صبر غواړی.

په درنښت
غرزی خواخوږی

نیټه: ۲۱/۱۲/۱۳۹۰ – ۱۰/۳/۲۰۱۲
کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x