فارياب: د اربکيانو او پوليسو خپلمنځي نښته کې دوه کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا: (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل(: د فارياب ولايت پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ځايي اربکي قوماندان او پوليسو تر منځ نښته شوې ده.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري رسنيو ته ويلي، چې د اربکيانو قوماندان عبدالرحمن شمال او د پوليسو ځايي قوماندان خليفه صالح تر منځ د پښتونکوټ کټه کلا کې نښته رامنځته شوې ده.

ښاغلي قادري وويل، چې دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي، مګر تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.

د پښتونکوټ ولسوال وايي، چې د پېښې څېړلو لپاره يې کميسيون ټاکلی او ډېر ژر به د پېښې په اړه کره معلومات رسنيو سره شريک کړي.

د پښتونکوټ اربکيانو قوماندان عبدالرحمن پر قوماندان صالح تور لګوي، چې د طالبانو په ملاتړ يې د ده پر ضد کمين نيولی واو په دغه جګړه کې يې د قوماندان صالح دوه ملګري وژلي دي.

بل پلو د پښتونکوټ- ميمنې د لويې لارې د پوليسو مشر قوماندان خليفه صالح وايي، چې قوماندان عبدالرحمن د ده ملګري خالي سلا کړي او په مقابل کې يې دوی هم د قوماندان عبدالرحمن يو وسله وال خالي سلاح کړ.

قوماندان صالح وايي، چې ده دا ستونزه له قوماندان عبدالرحمن سره شريکه کړې، مګر هغه يې په اړه د مثبت ځواب پر ځای د ده پر ملګرو بريد کړی او د ده يو ملګری يې وواژه او له هغې وروسته يې د وژل شوي عسکر تره زوی هغه مهال وواژه، چې د خپل تره زوی جنازې ته روان وو.

څه موده وړاندې د پښتونکوټ اوسېدونکو د اربکيانو مشر قوماندان عبدالرحمن او د پولیسو ځايي قوماندان خليفه صالح له کړنو شکايت کړی و، چې د دواړو قوماندانانو وسله وال د دوی سړي زوروي، په زوره باج ترې اخلي او پر ښځو يې جنسي تيري هم کوي او د دغې سيمې ګڼو کورنۍ له پښتونکوټ څخه د فارياب ولايت مرکز ميمنې ته تللي، مګر تر اوسه هېچا د دوی شکايت نه دی اورېدلی او دغه سيمه ييز قوماندانان اوس هم دغو خلکو ته ګواښونه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د