افغانستان

په کندهارکې د امریکايي ځناورو په لاس د وحشیانه جنایت په اړه داسلامي امارت اعلامیه

panjwai-kandahar-masskillدامریکايي ځناورو دتیرو وحشتونو په تعقیب نن یوځلې بیا دغو تورزړه وحشیانو دقندهار ولایت دپنجوايي ولسوالۍ دزنګ آباد په سیمه کې په یوه خونړي جنایت لاس پوري کړ او په ولسي بیوزله وګړو باندې دمخامخ ډزو په ترڅ کې خپله ددوی په قول تر۲۰ تنه زیات مظلوم کلیوال شهیدان کړل خو حقیقت دادی چي دشهیدانو تعداد تر دي ډیر زیات دی . ددغو مظلوموشهیدانو ډیری برخه معصوم ماشومان ، ښځې او زاړه بوډاګان دي چې امریکايي وحشت ګرو په سختې بیرحمي سره دخپل ځان په وینورنګ او له خواږه ژونده بي برخې کړل .

دپیښې دعیني شاهدانو دوینا په اساس امریکايي وحشیانو دزنګ آباد په یادې سیمې کې په دریو داسې کلیوالو کورنیو دغه وحشیانه برید ترسره کړی چې له پوځي او امنیتي پلوه ددغه وحشیانه برید هیڅ لامل شتون نه درلود او نه هم دغو شهید شویو کلیوالو دهغوئ لپاره کوم تهدید رامنځته کړی وه .

امریکايي وحشتګرو ددغې وحشیانه فاجعې ترسره کوونکي په ذهني او نفسیاتي رنځ مبتلا بولې او غواړي هغوئ ته په دې وسیله دجنایت دترسره کولو مبرر په لاس ورکړي .

که واقعا ددغې جنایتکارانه پیښې عاملین لیونیان او په ذهنی مرض مبتلاوی نو دا له پوځي پلوه بل اخلاقي جنایت دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې لیونیانو او عصبي ناروغانوته وژونکې وسلې په لاس ورکوي او هغوئ یې بیاپه بیوزله افغانانو بي صرفي استعمالوي.

ایا دا دنړئ دکومو پوځي مقرراتو له مخې جوازلري چې لیونیان دې په پوځي تشکیلاتوکې مسلح او بیادي په اصطلاح ورته دسولې دتأ مین مسؤلیت وسپارل شي .

اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دغه وحشیانه پیښې له قربانیانو سره خپله اسلامي او انساني خواخوږي څرګند وي ،دهغوئ وارثینو ته ډاډ ورکوي چې له یرغلګرو او ځناورو قاتلینو څخه به حتما دلوي الله په نصرت ستاسې دهروژل شوي فرد دشهادت انتقام اخلي او هغوئ به دخپل وحشیانه عمل په سزارسوي .

اسلامي امارت یوځلې بیا په نړیوالو حقوقي ټولنو اودبشردحقوقو په موسسو غږ کوي چې دخپل انساني ضمیر له مخې دامریکايي یرغلګرو ددغو نه توجیه کیدونکو جنایتونو په مخنیوي کې له افغانانو سره مرسته وکړي او دهغوئ دمحاکمي په وړاندي د خپل انساني مسؤلیت خپل مکلفیت سرته ورسوئ .

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۸/۴/۱۴۳۳ـ ۱۱/۳/۲۰۱۲

۲۱/۱۲/۱۳۹۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x