نظــر

ګډ حکومت که یوه خیالي افسانه ؟!

رحیم الله حریفال

هو دا افسانه هله پیل شوه ، کله چې تیر کال د ولسمشریزو ټاکنو بهیر دوهم پړاو ته وغځیده او په دوهم پړاو کې دوه ستر افسانوي اتلان میدان ته راووتل ، هیره دې نه وي چې له وړاندې د دې خیالي افساني د لیکلو او پر لاره اچولو لپاره تبلیغات شوي وه ، او دګڼو خلکو په ذهن کې دغو افسانوي شخصیتونو ځای نیولی وه ، د ښار او کلي په هره کوڅه او هره دیره کې خلک د دغو اتلانو په ستاینو نه ستړي کیدل ، هو په دغو دو اتلانو کې یې یو د نړۍ په کچه دوهم مفکر او ستراتیژي جوړونکی شخصیت وه او دوهم یې بیا د هیواد د دو ویاړمنو سیمو کندهار او پنج شیر اوسیدونکی وه ، چې د جامو ، کالیو او نکټایانو په صفتونو یې خلک نه مړیدل په ټول هیواد یې د شهرت یوه درنده څپه خپره وه . دا خو د کیسې پیل وه ، له ډیرو منډو او هلو ځلو وروسته د لومړني قهرمان د بریالیتوب آوازې په ښار کې خپرې شوې ، اما د افسانې دوهم اتل هم ډیر کمزوی نه وه ، د دې آوازو له خپریدو سره یوځای یې ګواښ وکړ، که چیرې په رسمي توګه دا اعلان شی نو دی به په زور ارګ ته ننوځي ، او یا به هم بیل حکومت اعلان کړي .

ليکوال رحيم الله حريفال
ليکوال رحيم الله حريفال

 دلته وه چې لومړني اتل خپله کمزوي ومنله او پوه شوو چې یو د اوربل تر سیوري لاندې خبرې دي او یو هم په سختو غرمو کې د تګ اراده ، یوه شاعر ویلي دي : د اوربل سیوري ته د سرو غرمو خبرې کـوي خو د حالاتو په غرمو نه دي د زغــل ملګري نور نو خلک او ولس له دې غموونکې کیسې څخه ستړي شول ، نور نو دا افسانه ورته ډیره بې خونده وه او ټول خپه وه ، چې څه به کیږي . خو کیسې هلته بیا جذابیت پیدا کړ ، چې یو دریم ګړی له ډیره لرې ځایه د دې کشالې د پای ته رسولو لپاره میدان ته راووت او کیدای شي چې همدا دریمګړی به د همدې سناریو جوړونکی او لیکونکی هم وه . په هرحال افسانه بیا دلچسپه او خونده وره شوه ، ځکه چې دوه افسانوي اتلان سره غاړه غړۍ شول .

نور نو خلکو ویل چې ستونزه پای ته ورسیدله نور به نو د خوښۍ او خوشحالۍ ژوند کوو ، ځکه چې دوه هغه اتلان د واک پر ګدۍ کښیناستل چې د عقل ، فکر او علم شهرت یې په ټول وطن خپور وه ، د افسانې په دې برخه کې تلوسه زیاته شوه او ټول تږي او سترګې په لار وه ، چې څه به کیږي ، د لومړي اتل مشاورین ډیر هوښیار او ځیرک ښکاره کیدل اما یوازې په تبلیغاتي برخه کې دلته نو بیا د لومړي قهرمان د کاري ځواک او توان ډنډورې خپرې شوې ، ځکه دا اتل دومره زړور وه ، چې په نیمه شپه کې امنیتي پوستو ته تلو ، او هلته یې قومندانان او امیران له دندو لرې کول . هو دا اتل دومره زوړ وه ، چې په نیمه شپه کې لوګر ولایت تللی او هلته یې پوښتنه کړې ده ، چې والي چیرته دی ؟ ورته ویل شوي دي ، چې والي صیب خو په خپل کور کې خوبونه غروي ، نو بس همدلته قهرمان ډیر غصه شوی دی او والی یې له دندې لرې کړی دی . خو وروسته څرګنده شوه ، چې دا له تبلیغاتو پرته نور څه نه وه . او دا کارونه یوازې او یوازې د خلکو د خاموشه کولواو تېر ایستلو په خاطرترسره شوي دي .

له دې آوازو وروسته اتل بیا میدان ته راووت ، له یوه ستر زبرځواک سره یې د کلکې ملګرتیا تړون لاسلیک کړاو ډیرپه جرات سره یې وویل هغه کار چې په څوارلسو کلو کې ترسره نه شوو ، زه یې په څلرویشتو ساعتونو کې سرته رسوم . له دې ورسته لومړني قهرمان د نړیوال سیاست میدان ته ودانګل له سعودي څخه نیولې بیا تر هند او امریکا پورې یې سفرونه وکړل هلته یې د درناوي په خاطر توپونه وډزول شول او دچین په زرګونو سترتیري ورته د احترام په دود ودریدل ، دلته وه ، چې اتل ته له په کور دننه جنجالونو وروسته د امیدونو څه څرکونه څرګند شول . هو جالبه خو دا وه ، چې دې اتل د افسانوي کیسو په څیر کارونه په سرچپه توګه پیل کړل ، دننه په کور کې یې په لسګونو جنجالونه پراته وه ، خو قهرمان بیا نړیوالې اړیکې سمولې کله یې چې په ډیره موده کې څه ونه کړلای شول نو دا یې وویل چې زه خو تر اوسه د بهرني سیاست په تنظیمولو بوخت وم . اوس به داخلي کشالو ته پاملرنه کوم او د حل لارې به ورته پیدا کوم . دادی داخلي کارونوته له پاملرنې وروسته هم لا د مخالفتونو ، ستونزو او مشکلاتو له شتون څخه خبریږو او لاهم هیواد په یوه بحراني حالت کې قرار لري .

لا هم روابط په ضوابطو برلاسي دي ، لا هم د خلکواو ولس په سترګو کې خاورې اچول کیږي . هو د دې خیالي افسانې تر ټولو ستره لاس ته راوړنه داده ، چې په څه کم یوه کال کې یې تر اوسه یوازې او یوازې چوکۍ او قدرت ویشلی دی هغه هم په بشپړه توګه لا نه دی ویشل شوی ، او اتلان پر دې توانیدلي دي ، چې وزیران ، ځینو ولایتونو ته والیان او یو څه ریسان په دندو وګماري او په راتلوونکې کې هم همدا هیله ترینه کیدای شي ، چې د واک تر ورستیو پورې به دوئ همدا د چوکیو ویش کوي او په همدغه ویش کې به یې د واک موده هم پای ته رسیدلې وي او دا به نو تر ټولو ستره افسانوي لاسته راوړنه وي ، چې په پنځو کلونو کې یوازې او یوازې دوه ستر افسانوي اتلان پردې وتوانیدل چې د قدرت ویش وکړي ، والیان او وزیران په دندو وګماري ، نورنوکه هیواد په هر ډول حالاتو او شرایطو کې وه ، پر دوئ یې څه ؟! دا خیالي افسانه لا دوام لري ، صحنې او مناظر به په کې بدلیږي . الله دې خیر کړي ، چې د دې افسانې په نورو پلاټونو کې به هیواد او ولس له څه سره مخ کیږي او له کومو ګړنګونو څخه به یې غورځوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x