
سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه ـ نهمه برخه
احمد الله عاطفی
د حضرت اسامه لښکر دحرکت په مراحلو کی و چې دمحمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم صحی وضعه خرابه شوه،لښکر له وړاندی تګه تم شو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم ،سیدنا صدیق اکبر (رض) وغوښت دمسلمانانو دامامت چاری ور وسپارلی۰ سیدناصدیق اکبر (رض) په نبوی جومات کی دالله درسول دلار ښو ونی او هدایت سره سم دمسلمانانو دلمانځه امامت کاوه،چې یوسهار دمحمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم صحی وضعه نسبتا ښه شوه ، دسیدنا حضرت علی(رض) او حضرت اسامه(رض) په وولو يې لا سونه اچولی وو جومات ته يې تشریف راوړ ،سید نا حضرت صد یق (رض) هڅه وکړه چې له مهراب څخه په شا شی خودالله رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دلاس په حرکت وویل: په خپل ځای ودریږه ! سیدنا صد یق اکبر (رض) دالله درسول په هدایت په مهراب کی ودرید او دالله رسول يې خوا کی کیناست، لمونځ يې اداکړ!!
سید نا حضرت محمدالرسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په یوو لسم کال دربیع الاول میاشتی په دولسمی نیټی له فانی دنیا څخه رحلت وکړ، هغه ورځ دسیدنا صد یق اکبر (رض)په ژوند کی ډیره دخفګان ورځ وه، هغه دنبی اکرم صلی الله علیه وسلم تندی ښکل کړ وویل: زما مور او پلار درڅخه قربان شه! الله جله جلاله پر تا دوه مرګونه نه یوځای کوی، کوم مرګ چې الله جله شانه درته ټاکلی و هغه راغی او له دی وروسته کله هم پر تا مرګ نه راځی۰
د الله د رسول په رحلت سره دمدینی فضا بګنونکی او صحابه يې کرام غمژن وو،سیدنا عمر فاروق خپله توره له تیکی ویستی وه ، ویل يې : هرچاچې وویل : دالله رسول صلی الله علیه وسلم مړ شوی دهغه سر له تنی بیلوم!
سیدنا ابو بکر صدیق (رض) چې دعمر فاروق قهریدلی حالت ولید وویل: ای عمره ! غلی شه او ځان سنبال کړه، بیايې دصحابه وو ټو لی ته ارزښتناکې وینا په ترځ کې وویل: ای خلکو! په تاسو کی چې چا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کاوه ؟هغه د پوه شی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو، کوم خلک چې دالله جله جلا له عبادت کوې ؟ هغوی دی پوه شی چې الله جله جلا له، ژوندی دی او هیڅ کله نه مری، دی وینا سره جوخت يې دقرآن کریم دال عمران سورت ۱۴۴ ایت تلاوت کړ، ترجمه: محمد صرف یو رسول دی، له ده وړاندې هم ډیر رسولان تیر شوي دي،که هغه مړ او یا ووژل شي نو تاسې به له اسلام ځخه بیرته ګرځیږۍ؟ او هر څوک چې په خپلو پوند و بیرته وګرځید الله پاک ته هیڅکله زیان نه شې رسولای،الله به ډیر ژر شکر کونکو ته ښه بدله ورکړي.
صحابه يې کرامو چې دابوبکر صدیق (رض) بیانیه واوریده، باوری شول چې دالله رسول صلی الله علیه وسلم له فانی دنیا څخه ستر ګی پټی کړی او په رښتیا له دوې څخه بیل شوی!!
په لمړی سر کی ځینو کبارو صحابه يې کرامو، بیا ټول اسلا می امت په اتفاقی توګه سید نا صدیق اکبر (رض) دالله درسول خلیفه په توګه غوره کړ، دخلا فت لوړی په مهال يې وفرمایل: ای خلکو ! په الله قسم، ما هیڅکله دامارت طمع نه ده څرګنده کړی، تا سی یوداسی دروند پیټی پر ما کیښود چې د پورته کولو توان يې په ځان کی نه وینم ، او دالله جله جلا له، د ځانګړی نصرت څخه يې نه شم سنبالولی، زه له ستا سی څخه غوره نه یم ، که په سمی لاری ولاړم ؟ تاسی زما تاید او ملا تړ وکړی ، که زما څخه خطا تر سره شی؟ ما په روغی او صحی لاری برابر کړی!