ما ولې اسلام قبول کړ؟ – اتمه برخه

ژباړه اوغورچاڼ: عبدالغفارجُبیر

الحمدلله چي په اسلام مشرفه شومه!

 (عایشه وائټ)- دامریکامتحده ایالات

 دایوه امریکايي مېرمن ده چي( Patel White) پېټل وائیټ نومېده په (لاس انجلس) کي په جنوری، ۲۵، ۲۰۰۹ کي مسلمانه شوه اودغه لاندنۍ کرښې ددې خپله لیکنه ده:

زمادکوچنوالی څخه دمذهب سره ډېره مینه وه، دبې مذهبه شخص څخه مي کرکه وه لکه دسیکولر، کمونیست اوداسی نوروڅخه، په امریکاکي خودومره ازادې ده چي لورومورته اوپلاروزوی ته دانه شي ویلای چي ته دکوم مذهب یا غیرمذهب پیروان يې؛ دزده کړې پرمهال مي هم دمذهب سره زښته زیاته مینه وه ، ژوندتېرېده، دهرمذهب خلک، رسوم، عقاید اوخرافات به مي ترسترګوتېرول کله خواشینې اوکله بیاخوشحاله، دتعلیم په سلسله کې و (Bible College) بایبل کالج (دبایبل پوهنځۍ) ته ورسېدمه ؛ په بایبل کالج کي یواځی داوسني بایبل(Bible) دحقانیت، دعیسائیت، دقرآن خلاف توطیې، دمسلمانانوپه یونوم نه اوپه بل نوم تورول اوبدنامول، داسلام په خلاف پروپاګنډې اوتوهمتونه، مسلمانان هرځای ځپل، دمحمد صلی الله علیه سلام توهین ثواب ګڼل اوداوسني عیسائیت ریښتنوالی اوداسی نورددې کالج مهم درسونه وه ، پوره دوه کاله می په بایبل کالج کي تېرکړل، اوفارغه شومه، اوس نوموږته دادنده راکول شوه چي عملي کاروکړو، مطالعه وکړو، څیړنه وکړو اوڅه ولیکو،ترڅوبیادولت وموږته انعام راکي اوپه ټولنه کې نفوذ ومومو، نومي له ځانه سره دافیصله وکړه چي په بایبل خوخبره يم ښه به دانه وي چي دمسلمانانوپه کتاب (قرآنکریم) هم خبره شمه؟!

چي دوی وایی دادخدای کتاب دی، دهندوانوپه کتاب (ویدا اونورو) هم خبره شمه دوی هم وایی چي داهم دخدای کتاب دی اوداسی نور۔۔۔ ترهرڅه می لومړی داهوډ وکړچي په اسلام ځان پوه کړم، نوپه دې تکل کې شومه چي یوه مسلمانه ملګرېه پیداکاندم، ډېرنژدې په ګاونډ کي می یوه مسلمانه پرتمینه مېرمن چي (فاطمه محمود) نومېده اوسېدل، دې په یوه اسلامی مدرسة المحصنات کې ښونکې هم وه، ورغلم وکورته دسهارنارې (Breakfast) لپاره داډېره په مینه، ورین تندی اوپه خنداسره راووتله، زماهرکلی يې ووایه، ښه راغلاست يې وکي اوڅومره عزت يې چي په وس کي وه په هغه اندازه يې زمامیلمه پالنه وکړه، په خندامي ورته وویل: تاسی مسلمانان ترټولوخلکومېلمه نوازه یاست۔ دې ځواب راکړ: زموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم وموږته امرکړیدی چي تاسی دخپلومېلمنوعزت وکي۔ بیامی ورڅخه وپوښتل: تازماسره دومره ښکلې رویه په خندااوورین تندی وکړل چي زماڅخه دي ټول غمونه هېرکړل ! دې وویل: زموږ خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم ترټولوانسانانولوړاخلاق لرل، اوهغه موږته ویلی دی: هرڅوک چي دیوچاسره ملاقات وکي په ورین تندی اودهغه څخه پرېشانې لیري کي نولومړی به الله ددې سړي ګناهونه لیری كړي اوبیابه يې وجنت ته داخل کړی۔

د دې هرې خبرې په اورېدوسره د زړۀ په کوګل کي دبدلون احساس کوم ، داخبره مي ورسره شریکه کړل چي مابایبل کالج[1] پایته رسولی که می داسلام مطالعه کوله نوته به هرومروراته لارښونه کوې، اوکتابونه به راته پیداکوې، خوپه خنداکې مې ورڅخه وپوښتل چي دقرآنکریم قیمت خوبه ډېرګران نه وي؟ دې راته وویل: اول خوقرآنکریم وړیادی، اوکه وړیانشی پیدانوستاسودیوه بایبل په قیمت زموږپنځه (۵) قرآنکریمونه په کيږي۔ نوره پسې خوشحاله شومه، داځکه چي امریکادډېربداقتصادي بحران سره لاس اوګرېوان دی ، اوبانک می ډېرپوروړی دی اوحال داچي په بانک هیڅ ډالرنشته دیونیم ساعت تېرولوڅخه وروسته مي داجازې غوښتنه وکړل، اجازه يې راکړل، دخپل مبایل، فاکس، ایمېل ادرسونه اونمبرونه مي ورکړل، اوس نوزه ددې مسلمانې مېرمنې هرڅه څارم، دراوتلوپرمهال يې زماڅپلۍ سمې کړې اودايې راته وویل چي اول راسته څپلۍ په پښه که اوبیاکيڼه، ماوویل داولي؟ دې ځواب راکړ چي زموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم امرکړیدی چي خوراک په راسته لاسی کوی، چي کله جامې اغوندې نودراسته لورنه پیل کوي، اوچي کله څپلۍ په پښوکوي نواول راسته اوبیاچپه۔ زه پرهمدغه ځای باندی هک پک حیرانه شومه اوله ځانه سره مي په زړۀ کي وویل: څومره ښه دین دی، (۱۴۰۰)کاله ورسته دپیغمبریوکوچنی امرڅومره په مینه اولیوالتیاسره دامسلمانان پرځای کوي، داواقعا یوه غټه معجزه ده اوداپېغمبر سل په سلوکي ریښتنی دی داځکه چي ډېرغټ طاقتورخلک اوپاچهان تېرشویدی خوسل کاله وروسته دهغه نوم اونښان ټوله ورک شي ۔ اوداددې پیغمبرمعجزه ده چي هره خبره يې هرمسلمان پخپل ژوندکي عملي کوي؛ په خوښۍ سره راووتلم اوخپل کورته راغلم، دخپل ځانه سره مي نیم ساعت فکروکړکښېناستلم یوه پیاله قهوه مي وڅیښله اوپه دې سهارني لنډسفرکي مي فکروکړ، ډېره خوشحاله اوهوډمی وکړچي دامسلمانه به ستادوسته اوهرځای چي تللې درسره به وي۔

 نوی کال راروان دی دنوی کال (۲۰۰۹) په مناسبت مي دپخوادعادت په خلاف ودې مسلمانې خورته تلیفون وکړچي ته اوستاسره (۱۰) نورې مسلمانې مېرمنې درسر ه راوله اوسباشپه زماپه کورکي زمامېلمنې یاست، دې راسره قبوله کړه، اوماخپل تیارې پیل کړه، ګلان می رانیول اوکرسمس ونه می هم راوړل ، هرڅه مي اماده کړل ، اوس نوزماموخه داده چي څه پوښتنې ګروېږنې دقرآن اوبایبل په اړوندوکړم، چي یقیناداورځ زمادژوندیونوی پړاودسترانقلاب پیل دی، چي زه هم ورته ډېره لېواله یمه، دتش په نامه عیسائیت څخه مي دکرکې فیصدې مخ په لوړېدوده، دفاطمې دملاقات وروسته طبعاډېره خوشحاله ښکارم، چي هرملګری می ووینی نوراته وایی: Patel White څومره روښانه اوخوشحاله ښکارې! زه په مسکاسره ځواب ورکوم اونورورته هیڅ نه وایم ، اودخوښۍ له کبله مي په ټول بدن کي یونه لیدونکي خوځښت پیداشویدی چي زه يې ډېرښه ادراک کولای شم، هغه ورځ چي ما ورته شېبې شمېرلې راورسېدله اودپنجشنبې (زیارت) ورځ اودجنورې د(۲۰۰۹) کال لومړۍ نېټه ده، هغه وخت چي ماوفاطمې ته ټاکلی وه پرهغه مهال دوی راورسېدلې، دحوروپه شان ښکلې مسلمانې چي دخوښۍ اودمخونوځلايې له ورایه جوتېده راغلې، ماداسی فکروکړچي داڅه ښکلې رڼاوې زماکورته راداخلې شوې، کېدای سي دابشرنه وي، دډېرې خوښې نه مي (OH! My God!!!) ای زماخدایه! چيغه ترخوله سوه، فاطمه پوه شوه چي داهیجانې شه نويې په غیږکي کړم، ماورته ښه راغلاست ووایه اوټولې کښېناستلو، ددوی په مزاج زه څه پوه وم هغه څه چي په اسلام کي حلال وه هغه مي ورته برابرکړی وه، ترهرڅه مي لومړی ډوډۍ ورکړه، په ډېره خوشحالۍ سره ډوډۍ وخوړل شوه.

 ماپه دغه ورځ دومره ډوډۍ دفاطمې په څنګ کي وخوړله چي په ژوندکي می په یادنه راځی اوهغې ډوډۍ خوندمي دژونددیوې ښې خاطرې څخه ده؛ دډوډۍ دپروګرام څخه مي وروسته دفاطمې څخه وپوښتل چي تاسی زموږدبایبل اوعیسائیت په اړه څه وایاست؟ دې ځوا ب راکړچي اسلام یواځنی غیرعیسایی دین دی چي وایی :هیڅ مسلمان مسلمان کيدای نه شي که پردې ایمان رانه وړی چي حضرت عیسی علیه سلام پیغمبرنه دی، اوانجیل دخدای کتاب نه دی، موږپه دې ایمان لروچي حضرت عیسی علیه السلام الله جل جلاله یولوی پیغمبردی، هغه دبې بې میریمې رضی الله عنهاڅخه په معجزانه ډول سره بې له پلاره پیداسویدی، هغه دالله جل جلاله په امرسره مړی راژوندی کول، مورزاده ړانده يې بیناکول، دپیس ناروغۍ علاج يې کاوه اوداسی نوردالله جل جلاله په امراواجازه سره كول۔ بیامي ورڅخه وپوښتل چي تاسی پرانجیل ایمان لری نوداخوهم دالله جل جلاله کتاب دی؟ فاطمې په خنداراته وویل چي ته خواشینې نه شې اواحساسات دي ژوبل نه کړم، ورغبرګه مي کړه چي ته خواول میلمنه يی اوماته حق راوښیه هرڅه چي دي منم يې اوقناعت به راکوې؟ دې راته وویل خپل بایبل دی راواخله زه ولاړسومه اودالمارۍ څخه می (King James Version Bible) کينګ جیمزورژن بایبل[2] راواخیستی، زماڅخه يې وپوښتل چي دااوسنی انجیل خوانجیل یوحنا، انجیل لوقا، انجیل مراقس اونجیل متی دی انجیل عیسی چيری دی؟ موږپرهغه ایمان لرو، زه یقیناخیجله اوخاموشه شومه، بیايي راته وویل داخپل انجیل دی خلاص كړه،کله چي ماهغه خلاص کي دې راته وویل چه اول کتاب اول مخ اواولې لیکې ته راسه، مادمتی کتاب خلاص کړاوپه اول مخ کي ېې دحضرت عیسی علیه السلام دنسب لړې ده چي دحضرت عیسی علیه سلام دیوسف نجارځوی دی، بیافاطمې راته وویل چي دایادوساته اودوهم کتاب خلاص که، مادوهم کتاب چي دمراقس دی خلاص می کي په هغه هم دحضرت عیسی علیه سلام دنسب لړۍ ده چي په هغه کي دحضرت عیسی علیه سلام دابراهیم ځوی دی، بل ځای موخلاص کي چي هلته نعوذبالله دخدای ځوی دی، بیايې مخ راته راواړاوه چي داڅنګه دخدای کتاب دی یوپیغمبراوڅوپلرونه؟، زه یقینا بې ځوابه شوم، اوداسی سل نورځایونه يې راته وښودل چي خپله د انجیل ایاتونه سره په ټکرکي وه اووماته يې وویل چي زه یوکوچنی کتاب (Booklet) لرم په هغه داوسني بایبل (۱۰۱) تعارضونه(ټکرونه) پکښې دي اودرته به يې راولیږم، بل ځای يې بایبل خلاص کي چي پکښې نوشته وه:
یوه ورځ عیسی وږی شو، اودانځرودرختی ته ورغی چي انځروخوری، دانځرووخت نه وه ونې خالی اوسپېرې وې نويې انځرنه کړل پیداچي بیايې وانځروته ښیراوکړل او(۲۰۰۰) ونې يې له مینځه یوړی۔۔۔۔

بیافاطمې مخ راته راواړاوه چي اوس په امریکاکي هرکوچنی په دې پوهیږی چي د انارووخت کوم دی، دسیبو وخت کوم دی، اوهم داسی دهرشی وخت که سبزې وی اوکه مېوه وخت يې معلوم دی، اوحضرت عیسی علیه سلام چي دخدای یولوی پیغمبروونووده ته لادانه معلومېده چي کله دانځرووخت دی؟ ۔ نوداټول له ځانه څخه لیکل شویدی دي اودا دالله جل جلاله کتاب نه دی؛ د بایبل څه نسخې چي لیکل شویدی اودوې يې یوشانته نه دی، داځکه دادبندګانودخوښې مطابق کتاب دی، په دې اوسنی بایبلو کي په (King James Version) کي تثلیث شته مګر په (RVISED VERSION) کي بیاداایات نشته داولي؟ زه په دې وخت کي دخاموشۍ پربستره ناسته ومه اونه مي تورترخولې وتل اونه هم سپین۔ بیامي وپوښتل چي موږخو (Salvation) نجات لرو اوهغه داچي حضرت عیسی علیه سلام زموږدګناهونوپېټې پرغاړه اخیستی اوده ځان قربانی کړاوموږبه ضرورووجنت ته ځو ، ستاڅه نظردی؟فاطمې بایبل خلاص کړ اوداایات يې راته ووایه:

زوی دپلاراوپلاردزوی معاوض نسی کېدلای یانې یودبل په ګناه نه نیول کيږی۔ کله چي می داولیدل نورنګ می ولاړی اوخپله می ورته وکتل چي دې ښځې خوبه څه جادونه وي درباندی کړی، هغه واقعاهمداسی وه، له ځانه سره مي وویل چي زه څومره غولېدلې یمه، اوټول عیسائیت دخرافاتواوبې بنسټه عقیدونه ډک دی؛ اوداټوله قربانۍ چي ماپه عیسائیت کي ورکړېده هغه ټوله داوبوسره لاهوشوې ، اوکله چي مي ودې ایات ته وکتل نوهغه په سره رنګ باندی لیکل شویدی دازما بایبل) (Red light Bible دی مطلب داچي هغه کلمې چي وحضرت عیسی علیه سلام ته منسوبی دي هغه ټولې په سره رنګ سره لیکل شویدی ، اودحضرت عیسی علیه سلام ویناوی دټووڅلوروانجیلونو(۱۰) په سلوکي دی اوهغه نورچي په توررنګ سره لیکل شویدی هغه دده وینانه ده، نومي ښه یقین شوچي داخودحضرت عیسی علیه سلام ویناده نودی څنګه زموږګناهونه پرخپلووږواخلی، ددې پوښتنواوځوابونوڅخه وروسته زه پخپل دین (عسیایت ) کي نوره هم شکمنه سوم، اووفاطمې ته می وویل چي که ماهروخت درته تلیفون وکي نووماته به ضروځواب راکوې اووخت به راکوې، اوله نن څخه به ماته یوټوک قرآنکریم سره دترجمې اوتفسیره اوڅه نوراسلامي اړین کتابونه پیداکوې اوزماکورته به يې راوړې۔

 درې ورځې وروسته می وپارک ته دتلوبلنه ورکړه، فاطمې راسره موافقه وکړه داراغله اودواړې وپارک ته په بس کي روانې سوو، چي زمااوددې پرټوله لاره باندی دبحث تودټکي اسلام اوعیسائیت وو، کله چي پارک ته ورسېدونوماټکيټان راواخیستل اوداخل شو، دپارک ومرکزی برخې ته لانه وورسېدلې چي پرمادزړۀ یوه کوچنۍ دوره راغله اوبې هوښه شوم، یووخت چي په هوښ کي راغلمه چي ومي کتل په روغتون کې پرکټ باندی پرته یمه سپین رخت می په ځان دی اوزماخوږه دوسته فاطمه می وښې لورته ناسته ده، په خبرومی پیل وکي ,دې راته په کرارسره وویل چي زه ستادزړۀ وګراف ته ګورم دخبروڅخه منع ېې، دزړۀ په ګراف کي دي بدلون راځی اوپه تکلیفیږې، دې دومره په مینه سره وضعه کوله لکه دیوې ډېرې خوږې خورسره ددووورځوتېرولووروسته زمادزړۀ حرکتونه درست اوروغه شومه کله چي وکورته راغلونومي ورته وویل: زماخورې په پارک کي به دي پرېښودلای چي مړه شوی وای ولي دي وروغتون ته داخله کړم؟ دې ځواب راکي چي زماګرانې خورې ته زمادبدن یوغړې ېې اوالله جل جلاله په قرآن کریم کي موږته فرمایی:
که مویوچا ته ژوندورکړلکه وټولوانسانانوته موچي ژوندورکړی وی۔۔۔

 د دې ټولوحالاتووروسته می دلوی خدای جل جلاله په مرسته سره د جنورې پر(۲۵) د (۲۰۰۹) کال کي په مدرسة المحصنات کي چي مخکي می لاداسلامي اصولومطابق غُسل کړی وواواسلامي جامې مي په تن وې دډېرومسلمانانوپه حضورکي اسلام راوړاودشهادت کلمه مي وویل اوپخپله خوښه می خپل نوم چي (Patel White) وه په (Ayesha White) عایشه وایټ بدل کړ، اودااسلام دومره غټه هستې ده چي زه يې په ژوندکي شکرنشم اداکولای۔

زماداسلام قبولومبارکې وټول امت مسلمه ته ورکوم۔
نوربیا…

[1] بایبل کالج، داهغه کالج دی چي مذهبي عیسایی درسونه پکښې ویل کیږي.
[2] بایبل یعنی کتاب، بایبل بې شماره ورژنونه لري، کیګ جیمزورژن داهغه بایبل دی چي کنګ جیمزپه ۱۶۱۱ میلادي کال کي سره تدوین کړ، دابایبل ۶۶ کتابونه لري. تاسی کولای شی زماچاپ شوی کتاب (بایبل پيژندنه) درسره وګوري ترڅوبایبل وپیژنی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د