حجاب په اسلام اوساينس کې – درې دېرشمه برخه

عبدالغفار جُبير

د امرېکې يوه وتلې خبرياله ((هيلن)) د حجاب په هکله داسی وايي:

د ښځواونرومخلوطه ټولنه ناسم کاردی، چی کوم حالت په اروپااوامریکاکی دی داډېرشرموونکی اونه زغمونکی دی، حجاب نشته، نراوښځې هرځای ګډکارکوی، ګډتعلیم کوی اوګډګرځی؛ دموراوپلاراحترام نشته، ځان وژنې زښته ډېرې دی، دجرمونواوفسادونوګراف ورځ په ورځ مخ په لوړه ځی ، چی درسنیوتاوده ټکی هرورځ همداشیان ګرځېدلې دی۔ داوټول امت مسلمه ته داوصیت کوی:

ای دمسلمانانوټولنې!!!

شاباش!!! ستاسوپراخلاقو، قوانینواوبنسټونوچی نراوښځه موبېل کړل، حجاب عملی کوی، دمشر، کشرخپلوانو، موراوپلاراحترام اودشفقت پوره جال درپکښې غوړېدلی دی، اوداښکلی اخلاق پوره درپکښې شتون لری؛ هغه جرمونو، فسادونه اوله کرکې نه ډک کارونه چی دلته په نامه متمدنه اومهذبه نړۍ کې شته په تاسوکی صفردی، تاسی دناخوالوڅخه خلاص اوهرڅه ته احترام لری، واقعا هغه قانون چی ستاسولپاره وضعه شوی دی هغه الهی قوانین اودبشریت دټولوستونزوحل دی۔ زماتوصیه درته داده ای مسلمانوخويندو!!! پخپلومذهبی قوانینوپوره عمل وکی اوکه چیری ای مسلمانانو!!! تاسی هم داروپایی اوامریکایی ټولونوپه پله ولاړشی، ددوی رنګ خپل کړی نوضروربه تاسی هم ددوی په شان داخلاقی، روحی، مذهبی اواجتماعی زوال سره مخ شی ، چی بیابه موهیڅ علاج نه وی۔
د((سرجان بېکټ)) تبصره پر حجاب باندی:

په اسلام کی چی کوم اوصول دښځودژوند، استوګنې اوهرڅه په اړه وضع کړل شویدی دبېلګې په ډول سره حجاب ، داکوم ظلم نه دی بلکی عین لطف اودلوړواخلاقویولوړنظام دی؛ اسلام تل دښځوسره دښه سلوک امرکړیدی، اواسلام یواځنی الهی دین دی چی ښځې ته عفت اولطف وربښی، داکوم اوصول چی اسلام پرښځولګولی دائې پرښځونوره اسانې راوستی ده اودوی ئې دهرډول ناوړوکړووړوڅخه دخلاصون په جال کې نغښتی دی، حیا، عفت، عصمت اوژوندئې دهرډول ګرداوغبارڅخه ورژغورلی دی۔

 داطبعی خبره ده چی ښځه په طبعي جوړښت اوظاهری شکل کی کمزورې ده نوځکه اسلام نراوښځې سره بیل کړیدی۔
نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د