افغانستان

کندوز:‌ طالبانو د تعليمي جريان د سمون په موخه له خلکو سره غونډه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ښار ته څېرمه په ګورتېپه سیمه کې د طالبانو له لوري د تعليمي ادارو ولايتي مشر، د سیمې قومي مخورو، د پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو استادانو او شاګردانو له لوري د تعليمي جريان د لا ښه سمون لپاره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې لسګونو تنو پکې برخه اخیستې وه، د قرآنکريم له تلاوت وروسته د طالبانو له لوري د تعلیم او تربيې ولايتي مسوول مولوي نعماني وینا وکړه، چې د اسلام له نظره يې د ښوونې او روزنې په اړه هر اړخيزې څرګندونې وکړې.

نعماني وویل چې د افغانستان اسلامي امارت پخپلو کاري لومړيتوبونو کې ښوونې او روزنې ته لومړيتوب ورکړی، ځکه خو د دوی په خبره په مفتوحه سیمو کې لومړی د ښوونې او روزنې په برخه کې د لا ښه سمون هڅه کوي.

د مولوي نعماني په وینا افغان ولس باید د ښوونې او روزنې اړخ ته جدي پام وکړي او هڅه دې وکړي چې د خپلو اولادونو د راتلونکي اندېښنه ورسره وي او د ښې راتلونکې لپاره دې يې لاس په کار شي.

دغه غونډه چې د تېرې جمعې ورځ د سهار په لسو بجو پیل شوه، تر ماسپښينه دوام وکړ او د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو له ویناوو وروسته پکې سیمه ییزو قومي مخورو خبرې وکړي او د طالبانو دغه ډول هڅې يې وستایلې.

دوی له طالبانو مننه وکړه چې ان د دوی د عزت د خونديتوب لپاره يې قربانۍ ورکړي او په ډېرو سختیو سره يې دوی د اربکيانو له شره خلاص کړل.

قومي مخورو طالبانو ته ژمنه ورکړه، چې د دوی تر څنګ به ولاړ وي او د خپلو اولادونو لپاره به هڅه کوي چې په اسلامي روحیه يې وروزي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم طالبانو د کندوز په دشت ارچې ولسوالي کې د خلکو په همکاري ځيڼې لويې لارې د خپل وس په اندازه برابرې کړې دي.

د شنونکو په باور د طالبان د نظامي فعاليتونو تر څنګ، په ښوونیزو او ټولنیزو فعالیتونو سره د خلکو همکاري لا جلبولی شي، ځکه خو بايد دوی د نظامي فعاليتونو تر څنګ د ژوند نور اړخونو او د تر لاس لاندې سیمو د خلکو د ژوند ښه توب لپاره هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x