ټکنالوژي

د ‌ذي ټي اي (ZTE) نوی سمارټ فون چې بیه يي ۹۷ ډالره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۴ل): ذي ټي اي کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون کاروونکو ته معرفي کړ. دغه سمارټ فون ډیر پیاوړی سمارټ فون نه دی نو له همدې امله یوازې ۹۷ امریکايي ډالرو په بدل به کاروونکو ته وړاندې شي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا دغه کمپنۍ غواړي ځینې خاص او ټېټه بیه لروونکي سمارټ فونونه کاروونکو ته وړاندې کړي تر څو وکولی شي لږ عاید لروونکي کاروونکي جلب کړي.

له دې وړاندې دغه کمپنۍ د ژیاو ژان ۲ (Xiao Xian 2) په نامه یو سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړی و چې بیه يي ۱۴۴ امریکايي ډالره وه او د ګوتې نښې اپشن يي درلود.

د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون ذي ټي اي کیو ۵۱۹ ټي (ZTE Q519T) نومول شوی کوم چې پیاوړی بیټرۍ لري. دغه سمارټ فون ۴۰۰۰ امپیره وړتیا لروونکی ستره بیټرۍ لري کوم چې کولی شي د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي.

دغه کمپنۍ غواړي خپل لږه بیه لروونکي سمارټ فونونو کې ځینې ځانګړی ځانګړتیاوې زیاتې کړې تر څو وکولی شي خپل تولیدات د کاروونکو تر منځ مشهور کړي.

د ذي ټي اي (ZTE) کمپنۍ دغه سمارټ فون ۵ انچه سکرین لرلو سره ۷۲۰ پکسله ریزولوشن لري. دغه سمارټ فون کې یو ګیګاهرتز څلور هستې لروونکی پروسېسر ځای پر ځای شوي.

دغه سمارټ فون یو ګیګابایټ رېم او اته ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا هم لري. اصلي کامره يي پنځه او مخکینی کامره يي دوه میګاپکسله ده.

دغه سمارټ فون به د انډرایډ ۵ لالیپاپ اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي. هغه ځانګړتیا چې دغه سمارټ فون يي مشهور کړی پیاوړی بیټرۍ لرل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

افغانستان ته وارد شوي دي كنه

احمد

از کجا بدست ارده می توانیم

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx