ټکنالوژي

مایکروسافټ، هواووې، شیوامی او لینوو د بلیک بیري پیریدلو لپاره رقابت کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ هم اعلان وکړ چې له هواووې، شیوامی او لینوو کمپنیو سره به د بلیک بیري پریدلو لپاره رقابت کوي.

هواووې، شیوامی او لینوو هغه چینايۍ کمپنۍ دي چې غواړي د بلیک بیري کمپنۍ وپیري. دغه لیست کې یوازې مایکروسافټ امریکايۍ کمپنۍ ده چې غواړي خپل تولیداتو پیاوړي کولو لپاره د بلیک بیري کمپنۍ وپیري.

بلیک بیري کمپنۍ په پیل کې پیاوړي سمارټ فونونه کاروونکو ته وړاندې کوه خو وروسته بازار ته د ایفون له رسیدو سره دغه کمپنۍ خپل کاروونکي له لاسه ورکړ.

خو تیر کال یو ځل بیا دغه کمپنۍ وتوانید خپل تولیداتو له خرڅولو څخه ګټه ترلاسه کړي او دوه پیاوړي سمارټ فونونه کاروونکو ته وړاندې کولو سره د کاروونکو توجه جلب کړي.

د بلیک بیري کمپنۍ ګټه کول د ځینو کمپنیو توجه هم جلب کړ ځکه چې دغه کمپنۍ په دې پوه شول چې د بلیک بیري کمپنۍ لا هم ژوندۍ ده او ګټه کولی شي نو د دغې کمپنۍ پیریدل به دوي زیانمن نکړي.

د ګوډ ټکنالوژي (Good Technology) کمپنۍ یوه څیړنه ترسره کړې چې د دغې څیړنې پر بنسټ یوازې یوه سلنه رسمي وظیفه لروونکي کسان وینډوز فون کاروي او پاتې نور انډرایډ، ایفون او یا هم د بلیک بیري سمارټ فونونه استعمالوي.

ترسره شوې څیړنه د مایکروسافټ کمپنۍ وهڅوله چې د دغې کمپنۍ پیریدلو لپاره له ځینو نورو کمپنیو سره رقابت وکړي تر څو وکولی شي د دغې کمپنۍ په مرسته خپل نیمګړتیا له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې ۷۳ سلنه تاجران د اپل کمپنۍ تولیدات او ۲۶ سلنه تاجران بیا د انډرایډ اپریټنګ سیسټم کاروي. مایکروسافټ کمپنۍ هم غواړي د بلیک بیري له پیریدلو سره یو شمیر شتمن کاروونکي جذب کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close