افغانستان

ميدان وردګ: سید اباد کې ۱۰ بهرني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګ ولايت په سید اباد ولسوالي کې د پرونۍ اوږدې جګړې په پایله کې ۱۰ بهرني عسکر او ګڼ داخلي عسکر وژل شوي دي.

تېره ورځ د طالبانو او د بهرنیانو په ملاتړ د دولتي عسکرو تر منځ د سید اباد ولسوالي په دراني او دولت خېلو سیمو کې نږدې ټوله ورځ جګړه روانه وه.

ویل کېږي چې دولتي عسکر د خپلو بهرنیانو دوستانو په ملاتړ سیمې ته د طالبانو د ځپلو په نامه راغلي و، چې د طالبانو له کمينونو او چاودنو سره مخ شول.

د کابل – کندهار لويې لارې موټر چلوونکو هم پرون د دې لويې تړل کېدلي منلي دي او ویلي يې دي چې تر تياره ماښامه د درانیو او دولت خېلو په سيمو کې له سړک سره څېرمه او نږدې کلیو کې جګړه روانه وه.

طالبانو هم منلې ده، چې تېره ورځ د دوی ملګري د ګډو عسکرو له بريدونو سره مخ شوي دي، چې په خبره يې د بهرنیانو په ګډون يې کورنیو عسکرو ته هم درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی د ملګرو له خولې د ورځې په رڼا کې يې د بهرنیانو یو ټانګ بشپړ تخریب کړ، خو وروسته چې دوی د سیمې له اوسېدونکو معلومات راغونډ کړي په خبره يې یوازې ۱۰ تنه بهرني عسکر وژل شوي او ګڼ داخلي عسکر ورسره مړه او ژوبل دي.

مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې کاږي: «سيمیزو خلکو اوعيني شاهدانو د خپلو شناختونو او روابطو په اساس د داخلي عسکرو له قوله معلومات ترلاسه کړي چې وړمه ورځ دوی ځکه په سیمه کې له ماتې سره مخ شول، چې په یاده نښته کې تنها لس تنه خارجي عسکر ووژل او ګڼ شمیر نور ټپيان شول.»

که څه هم د تېر ميلادي کال – ۲۰۱۴- له پای ته رسېدو سره د بهرنيانو پوځي ماموریت بشپړ ختم اعلان شو، خو لا هم په ګڼو بريدونو کې د افغان عسکرو تکيه پر بهرنيانو ده.

تر دې څو ورځې وړاندې هم د سید اباد ولسوالي په شش قلعه سیمه کې د بهرنیانو یو ټانګ د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین برابر شو، چې بشپړ تخریب شو.

بهرنیانو د دې بمي بريد په غبرګون کې د خلکو په کورونو بمباري وکړه، چې یو تن پکې شهيد او څو نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو کومې مطبوعاتي سرچينې په ميدان وردګو کې د خپلو وژ شويو عسکرو اړوند څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x