fbpx

د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (پای)

لیکوال: لطف الله خیرخوا

افرادي پراګندګي(تشتت) :

مرکزيت او د راټولېدو ځای د يوه حرکت پرمختګ يا لږ تر لږه په خپل حال پاتې کېدو لپاره ډېر مهم او اړين دی. د سيرت درسونو کې موږ ډېر اورو، چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو د ښه چاپېريال جوړونې لپاره يې درې کاره له هر څه وړاندې وکړل. مسجد يې په اوسنۍ اصطلاح خپل ادرس(مرکز) وټاکه. د مهاجرو او انصارو تر منځ يې ورورولي(مؤاخاة) جوړه کړه، شاوخوا قبايلو او يهودو سره يې يو تړون او معاهده وکړه.

دا درې کاره د ښې، رغنده، رغانده، سالمې او بيخي ځانګړې ټولنې لپاره ډېره کاميابه پلان ګذاري ثابته شوه. د دې ټولنې اهميت په څو خبرو کې نغښتی :

د پوهې اساسي مصدر

د دې ټولنې افراد له يوې مخې او په يو ډول پوه شول، چې زموږ پوهه(علم)، روزنه، معلومات، اخلاق، معاملات او د ژوند هرې چارې ته لارښوونه بايد له کوم ځايه وګڼو. دوی چې خپل مصدر او مرجع معلوم کړل، بيا يې بله هره پردۍ مرجع پرېښووله. هيڅ پردی مصدر يې بيا ونه لټاوه. هيڅ اړتيا يې نه حس کوله، چې خپلې ستونزې ته کومه بله نسخه پيدا کړي.

دا مصدر الهي وحې(قرآن) وه. د دې مصدر اهميت او ځای يې زړه ته لوېدلی و. د دې مصدر په اړه يې د هيچا شکوک او شبهات ونه منل، ان سر يې پرې ونه ګراوه. موږ ډېر ځله رواياتو کې ولوستل، چې د الله رسول(عليه الصلاة والسلام) به خپل صحابه کرام له مخکينيو کتابونو منع کول. يو ځل يې يو صحابي سره د توراة په ليدو سخته غصه ښکاره کړه، ويې ويل : که موسی ژوندی وای، زما له پيروۍ پرته به ورسره بله لار نه وه!

ځينې رواياتو کې يې ان له ليکلو منع کړې. علماء يې لامل دا ښيي، چې د قرآن کريم ايتونو سره د ليکونکو خپل څه ګډ نه شي. ګويا په دومره چاڼ او ايکي يو مصدر پېژندلو او مراعات مدني چاپېريال دغه ځای ته ورساوه، چې تر قيامته به دغسې نسل بيا نه پيدا کيږي.

د زده کړې طريقه

مدني چاپېريال کې د زده کړې په اړه ډېر جلا احساس و. همدغه احساس دا ټولنه له هرې فلسفي تولنې وړاندې کړه..له هرې فکري ټولنې ژوره شوه…له هرې علمي ټولنې رسا او مستقيمه شوه…له هر روزنيز چاپېرياله اغېزمنه او زرخېزه شوه…

سيد قطب رحمه الله ډېر ښه مثال وايي : هر صحابي داسې و، لکه د لښکر يو عسکر، چې له خپل قومندانه په ډېر ادب او ترکيز يوه قومنده اخلي او سمدستي يې عملي کولو پسې وځي. هيڅ سرغړونه او کمی په کې نه کوي. صحابه کرامو يو يو درس يې وايه. زده به يې کړ او عملي به يې کړ. بيا به يې د بل درس ويلو تابيا وکړه.

لکه يو حديث کې راځي : موږ به درې يا لس ايتونه وويل، زده به مو کړل، عمل به مو پرې وکړ، بيا به مو نور درس وايه. له ابن مسعود رضي الله عنه روايت شوي : کنا نحفظ العلم بالعمل. موږ به درس په عمل کولو يادواه. رښتيا هم، چې عمل کيږي، نو دليل يې ورسره ذهن کې پخيږي او تازه کيږي.

نېک تاثر

د مدني چاپېريال د تاسيس رغانده ځانګړنه دا وه، چې کم همته، لټ، تمبل، سست او پست انسان په کې لکه د اوبو ځګ سر ته راوت. يا به يې له خپلو ملګرو رنګ اخيست يا به په هغه ډله کې حساب و، چې تر قيامته به يې بد ويل کيږي.

له يو بله په اعمالو کې مخکې کېدل. د اجر او عندالله مرتبې شوق او هڅه يې کوله. په دې اړه د حضرت عمر رضي الله عنه يو مثال ډېر په زړه پورې دی. تبوک غزا کې رسول عليه الصلاة والسلام صحابه راټول کړل او د غزا د تياري امر يې وکړ. صحابه کرامو ته يې اعلان وکړ، چې د مجاهدينو اکمال کې خپله خپله وسه ونډه واخلي. عمر رضي الله عنه زړه کې وويل، چې نن به حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه ته ماتې ورکوم. دی رانه هره ښېګڼه کې مخکې کيږي. عمر رضي الله عنه کور کې وګرځېد، نيم کور يې راوړ، نيم يې پرېښود. ډېر خوشاله راغی، چې نن به له صديقه وړاندې کېږم، ځکه کور مې د خدای په توره نيمايي کړ. رسول عليه السلام وپوښت، عمره څه دې وکړل؟ ويل قربان کور مې نيمايي کړ. نيم دا دی او نيم مې اهل وعيال ته پرېښود. ګوري، چې حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه راغی. رسول عليه السلام وپوښت، ابوبکره کور کې دې څه پرېښودل؟ صديق وويل : الله جل جلاله او د هغه رسول! حضرت عمر په ژړا شو، چې ابوبکره تا نه به کله څوک په ښېګڼه کې وړاندې کيږي، که نه؟

دا ډول مسابقې وې، چې دا ډول ټولنه وزېږېده. يا په کې با همته خلک په انسانيت او وفاء کې تر هسکه ولاړل يا په کې لټ او بې همته خلک په نفاق او کفر تر هر ځوړه ځوړ شول.

رياضت

په دغه تاثر او مسابقو کې صحابه داسې وروزل شول، چې هيڅ شيطان يې زړه ته شک نه شو اچولی. همداسې يې عقيدې راسخې شوې، چې هيڅ ټکنيتوب او دورنګي يې ونه منله. داسې يې خپل علم په طبيعت کې واغږل شو، چې هيڅ نفاق او شيطانت غلبېل نه شو کړای.

رياضت يې وکړ..تمرين شول…تدريب شول…اور اورکي بَل پاتې شول…ژبغړاندي اورونه شول…انګار بڅري لمبه لمبه وغړمبېدل…هر هډ يې مات کړ…هر پولاد يې ويلي کړ…هر نظر يې وسېځه…پرلپسې او بې دمې يې هر خنډ او بند وواهه!

همدا ډول ټولنه کولی شي، چې حوادثو، مراحلو او ظروفو سره متوازنه لاړه شي. د دا ډول ټولنې وګړي د يوه اصيل فهم رڼا په يوه ژور احساس خپلوي. کمزوري طبعيتونه او ذهنيتونه په کې لوړيږي، کلکيږي. منحرف نفسونه او عقلونه په کې په هيڅ مهارت هم مصئون نه وي. کله چې دا ټولنه متوازنه او سالمه مخکې لاړه شي نو يو وخت سالم او متوازن عقلونه په زېږېدو شي، سالم بشري پرمختګ پر مخ روان وي. هر عقل په روښانه روڼ اصل تربيه کيږي، نو د هر وګړي دفاع يې هم تر فداکارۍ او مطلوبه اندازه هسکيږي.

له بده مرغه، چې موږ نه تېر جهاد کې داسې ټولنه لرله، نه اوسني جهاد کې داسې ټولنه لرو، چې د جهاد افراد په کې په مطلوبه اندازه تربيه شي. تېر جهاد کې زمينه وه. د مجاهدينو ځانګړې فاميلۍ وې، خو داسې نه وې تاسيس شوې، چې بې لارې سړي په کې په لار شي، بلکې يو بې لارې سړي په کې ځان ته په ډېرې اسانۍ ملګري پيدا کولی شول. يوازې له يوه اړخه دا فاميلۍ مصئونې وې، چې کمونست او حکومتي وګړي په کې وخت نه شو تېرولی، خو هماغه وخت داسې خلک په جهادي فاميليو کې ول، چې هيڅ جهادي روحيه يې نه لرله، بلکې هيڅ د اسلامي نظام هيله من نه ول.

دغه ډول خلک دلته د جهاد په مصارفو لوستي شول، مګر نن پرې کفر ودان دی، کار ورته کوي، دلايل ورته وايي، ان سر ورکوي.

اوسني جهاد کې خبره بيخي ګډه وډه ده، ځکه د جهادي لوري اکثره افراد په هغه نسبي ښه چاپېريال کې لا نه دي. دې کې له يوه لوري د جهادي لوري ملامتيا نه شته، ځکه چې امنيتي شرايط نه وو – نه دي برابر. البته خبره په دې راڅرخي، چې اخر به څه کوو؟

زه به د افرادو د تاثر په اړه څه نه وايم، مثالونه به نه وايم، ځينې ملګري غصه دي، خو دومره وايم، چې هر سړی دې ځان ته او ملګرو ته پام وکړي، چې د جهاد روحيه يې څوارلس کاله مخکې څومره وه او اوس؟ دی او ملګري په خپل چاپېريال کې څومره د ولاء براء حکم عملي کولی شي؟ ژوند کې څومره له حاضر چاپېرياله متاثر دی؟ څومره يې خپل فکر ژغورلی؟ څومره يې فکر نرمښت، معاملې او دورنګۍ خوا ته مايليږي؟ د خپلو زامنو په اړه څومره مطمئن دی، چې د ده په لار روان دي؟ اقلا خپل او ملګرو وزن دې وګوري، چې دا څوارلس کاله څومره څورب شوي؟

هغې سختۍ ستا په څېر مجاهد وزېږاوه، مګر دا رفاه او سهولت پسندي به کوم مجاهد زېږوي؟ هغو لږو او بيخي کمزورو افرادو او امکاناتو امريکا او ناټو ايستو ته مجبوره کړه، مګر نن نسبتا پراخۍ او افرادي قوت ولې امريکا او ناټو ساه اخيستو ته پرېښې؟

د تامل ځای دی. خلوص او تعهد مصرفيږي، خو وروسته ورپسې توليد نه شته، همدا يو اساسي او عمده لامل دی، چې جګړه قاطعانه بڼه نه اخلي. ګورئ، دا د تبليغ کار چې څومره په جوش خروش روان دی، خو ښکاره بهتري يې چېرته درښکاري؟ داسې يوه محله هم پيدا کولی شئ، چې د دوی په معيار برابره وي؟ ځکه نه شته، چې پراګنده، تيت پرک او شکېدلي پراته دي. ځينې اصلاحي ډلې دي له دېرشو کلونو راهيسې کار کوي، په ډېره دعوه او خوارۍ هم بناء دی، خو کوم ځای يې اجتماعي تاثير درښکاري؟ کار يې دومره بې نتيجې دی، چې تر اوسه يې لا د مکي دور د پای هيله هم نه شته. مکي دور څه کوئ، چې هغه د کفر د مقاطعې هدايت يې هم لا نه دی په نصيب شوی. لامل دا دی، چې تيت پرک دي، د معيارونو او اصولو رياضت يې مسلسل او متوالي نه دی.

پای کې يوه يادونه کوم، چې دا موضوع نږدې دولس برخې وه، خو د ځينو ورونو غونجو ټنډو له امله مې په شپږو برخو کې بس کړه. الله جل جلاله شاهد دی، چې هيڅ تعصب، حسد او فکري منافرت د دې ليکنې باعث نه دی، بلکې خپل رسالت سر ته رسول لومړی او اساسي عامل دی.

زه به خامخا تېروتی يم، الله جل جلاله دې ما ته معافي وکړي او که د کومو ملګرو خاطر دروند شوی، وي، بښنه غواړم.

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنيف
میلمه
حنيف

خير خواه صيب همت به نه بايلي, او خبل رسالت به سرته رسوي, د ورونو غونجو ټنډو بروا مه ساته, دهرجا خبل نظر دي, رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ددعوت به لاره كي سومره خندونه او مشكلات بيدا شول, خو بيا يي هم خبل دعوت ته دوام وركر, او خبل رسالت يي سرته ورساوه, زما به فكر دامريكا د يرغل داوكديدو يو سبب دا هم دي جي دخلكو حوصلي ختمي شوي, دنيا ته يي مخه شوه, دجهاد شوق يي بالكل كم شو, ورز تر بلي حالات خرابيكي, دامريكا ديرغل به اوائلو كي جي به خلكو كي دجهاد سومره… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

خیرخواه صيب زما سلامونه او ارادت و منی خداوند متعال دی تاسو ته اجر او د لا زياتو ليکنو مزید توفیق درکري. وروره په تیر جهاد کی د مقاومت د دلو تعدد د اشغاگرو روسانو په ماتولو کی دیر مفید وو، ز که چی د روسانو پروتوکولي پروژو په مقاومت باندی هیس اغيز نه شو شيندلي او د تعدد دا تر تولو مضر ابتکار هم د افغانانو نه بلکه د انصارو (نصاراوو) وو چی بیا له فتحی وروسته د دوی په فایده افغانانو ته دیر مضر او ناورين ريژونکي ثابت شو ، کاش مونژ متعدد شوی نه وای ممکن 5… نور لوستل »

حق جو
میلمه
حق جو

خیرخوا صاحب ښه لړۍ رانښلولې خو دا چې د الړۍ یي داوس لپاره متوقفه کړه د خیرخوا صاحب هوښیاري یي بولم دده له اصلاحي نقد څخه ضرور د تیرا بدماشان چې اوس یي د داعش بیرغ اخیستی دی د امارت اسلامي په ضد بده غرضي استفاده وکړي

محمد الله
میلمه
محمد الله

خيرخواه صاحب دا پلمه دې نه منم، چې د ملګرو د ټنډو د تروشېدو په خاطر دې لړۍ ته د پای ټکی ږدي، په موږ کې لا هم د نقد زغم نشته، ستاسې په اوله لیکنه لا د ملګرو ټنډې تروشې شوې، که ډېر يې د ټنډو غم درسره وي، اول به دې نه شروع کوله او که ډېر يې د ټنډو په کیسه کې يې هیڅ نقد مه کوه، بېغمه يې هر ښه (او خدای مه کړه ) بد ته بد وایه نو. خیر خواه صاحب ستاسې نظر د ډېرو هغو نه دی خوښ چې د اوسني اخوان رنګ… نور لوستل »

کمال
میلمه
کمال

دخيرخواصيب ټولې ليکنې په استدلال،علميت اواخلاص بنا وي،مايې ټوله لړۍ ولوستله باید همداسی لیکنې دايمې وساتو اوترڅنګ يې مخامخ پدې اړه مفيدبحثونه چاري وساتو،داهم مسوليت دی ،هم ضرورت.
کمزوي په هرچاکې شته خوازاله يې په ليکنوهم نه کيږي،بايدعملي قدمونه هم اوچت کړو

غوربندی
میلمه
غوربندی

محمد الله، کمال، او پسرلی صاحبانو تاسو ته سلامونه او احترام ستاسو دا خبره بیخي سمه ده چې د خیرخواه صیب هره لیکنه په دلیل او اخلاص او علمیت بنا ده په بل عبارت هره جمله یې کره، سوچه او په زړه پورې ده، زما یی لنډ لنډ پراګرافونه او جملې ډیرې خوښیژي خو کله چې جملې او بیا د جملو متعددې مجموعې (لیکنې) د یوې لړی (سلسلې) په توګه وړاندې کیژي نو لیکوال صیب باید په ټولو لړیو یا برخو کې د خپلو اندیښنو، نیوکو، او مدعاوو تر منځ Consistency (الثبات علي مبداء يا اتساق) ته ډیر پام وساتي.… نور لوستل »

حنيف
میلمه
حنيف

د خير خوا صيب پدى کړنه يو كيسه راياده شوه اميد دي چې خاطر دروند نه کړى, وایي کوم څوک په قاچاقي لاره سعودي عرب ته تللی وه او هلته د جوازاتو پولیسو ونیو، پوښتنه یي ترې وکړه چې اقامه یا نور اسناد لرې؟؟ نیول شوي کس ورته وویل چې : اقامه مافي لکن منډه في . . (اقامه نشته لكن منډه شته). جوازات والا په تمه وه چې ځه نو دا منډه به هم کوم سند وي چې اوس به یي راښکاره کړي، خو سړي له وخت نه په استفاده پایڅې بډ وهلې، دوه یي خپلې کړې او دوه… نور لوستل »

خيرخوا
میلمه
خيرخوا

ټولو ورونو ته احترام او درنښت! يو وضاحت کوم، چې د کالمونو لړۍ د تبصرو د نقدونو له امله نه ده درول شوې، بلکې هغه ورونه چې ما سره مخامخ ګوري او بحثونه مو سره کړي. دلته دغه ملګري ښيم، نه د تبصرو ناقدين. لومړی خو ما د تبصرو ناقدينو کې بې له غوربندي صيب نه کومه سنجيدګي نه ده حس کړې، مازې عواطف دي او ضرور نه ده، چې بې ضرورته د چا عواطف بېرته ټېل وهل شي. دوهمه دا چې ما ته په تبصره کې د مستعارو نومونو له امله ان شخص نه معلوميږي، نو ټنډه به يې… نور لوستل »