نظــر

دامریکایې پوځ یوبل جنایت

kandahar-shaheedanپه خواشنۍ سره نن (۲۰۱۲ز۳۱۱مه )یوځل بیارسنیوخبرورکړچي  امریکایې عسکروپه لسهاووملکي افغانان په تېره بیاښځي اوکوچنیان شهیدان کړي دي .پیښه دکندهاردپنجوایې ولسوالۍ دزنګابات دبلمبي په کلي کي رامنځته شو ې ده ،دعیني شاهدانوپه ویناچي تېره شپه د۱۲- ۱ بجې پوري یې  دالوتکوږغونه اوریدل خوګومان یې کاوه چي  کومي بلي خواته به ځي  ددوی په ویناځکه دډبډبکو(چنوک اواپاچي هلیکوپرو)اوازونه یې نه دي اوریدلي  نوبیغمه شول چي  پیاده پلي عسکربه نه وي راغلي، خوشېبه وروسته یې پرله پسې دډزواوازونه واوریل ،وروسته یې وموندل

چي امریکایې عسکروپرڅوکورونویرغل کړی اوپه همد ې کورونوکي یې  په جلا- جلاخونوکي په خوب بیده ماشومان، ښځي اوبوډاګان له یوه مخي ویشتلي دي چي له امله یې زیاتره شهیدان شوي اوڅه کسان هم ژوبل شو ي دي  .
دیادي شوي پیښي په اړه امریکایې چاراکواوکرزي خفګان ښکاره کړی دی اودایې دیولیوني پوځي عمل بللی دی ،دعیني شاهدانوپه ویناپه دغه جنایت کي  یوپوځي لتاړنه دی ،بلکي ډیرعسکرپکي ښکېل دي ځکه وهمدغه کلي ته امریکایې عسکرپه څوموټروکي ورغلي دي اوبیایې په دغه وحشت لاس پوري کړ یدی  . دغه رازدقربانیانودشمېرپه اړه هم خوراضدونقیض ادعاوي کیږي ،ځیني چارواکي دشهیدانوشمېر۱۶- ۱۷ښیې خوځایې اوسیدونکي اودکندهاردولایتي شورای  غړی حاجي اغالالی   وایې چي :په دغه پیښه کي ترپنځوس (۵۰)کسانوزیات  ملکي هیوادوال دښځواوماشومانوپه شمول شهیدان اوټپیان شو ي دي .
مخکي به دورته پیښوڅخه وروسته دیرغلګروځواکونواوکابل ادارې ویندویانوادعاکوله چي پرطالبانویې دځوابي بریدپه ترڅ کي ملکي خلګوته  زیان اوښتی دی اودخپلي ګناه پیټي به یې دطالبانواوږوته ورغوځاوه ځکه دوی به استدلال !!کاوه چي مخالفینویې دخلګوله کورونوڅخه حمله پرکړې ده ،نودوی له ناچاره له ځان څخه ددفاع په موخه په متقابلوډزولاس پوري کړی دی چي په پایله کي یې ملکیانوته دومره یاهومره زیان رسیدلی دی ،ولي اوس چي رسنیودعیني شاهدانوله خولې خبرورکړچي دیادشوي بریدپه ځای کي نه طالبان موجودوواونه هم کوم کس پریرغلګروحمله یاډزي کړي دي ، نوداځل یې بیاقاتل پوځي په لیونتوب تورن کړ.
که فرض کړوچي همداجنایت یوه پوځي کړی دی اوهغه هم ددوی په وینالیونی ؤنولیونیان په پوځ کي شاملول اوبیادجګړې کرښي ته بېول څنګه توجیه کوي ؟مهمه داچي په بیلابیلوکورونواودکورونوپه جلاجلاکوټوکي د لسهاووکسانو وژل اوژوبلول  اوبیاوځینوکورونواودشهیدانوجسدونو ته اوراچول خویوپوځي په نیم ساعت یایوساعت کي نشي  ترسره کولی ،اوکه لیونی پوځي ټوله شپه لادرکه ؤنوبیابه یې دمعمول سره سم یوازي پرهمدغه کلي نه بلکي پرډیرونوروهغوهم چاپې اودپلټني عملیات کړی وای ،مګر اوس خوهمداسي هم نه ده .
پوښتنه دا ده چي یرغلګروځواکونوپه هغوسیموکي چي هلته ددوی قرارګاوي  وي اونسبتادولایت اوولسوالۍ مراکزوته هم نژدې وي همداډول وحشت ترسره کوي ،نوپه هغوسیموکي چي دطالبانوترکنټرول لاندي  دي اودوی یوازي دشپینوعملیاتوپه مټ هماغه سیموته دورتګ مجال ترلاسه کوي نوهورې به دمظلوموهیوادوالوسره  څه ډول چلندکوي  ؟،چي وروسته بیا وسیمي ته نه دپلټني پلاوی ورتلای شي اونه هم دبشردحقونومدافعین اوژورنالیستان دومره زحمت کوي چي دمظلوموافغانانوږغ ترنړیوالوورسوي .
په دې وروستیوکي یرغلګروپه تېره بیاامریکایانودوحشت خورانوې لړۍ پیل کړې ده چي دافغانانودجسدونوسپکاوی ،په هلمندکي ماشومان اخلاقي فساد ته هڅول ،دقران کریم سوځول اودملکي وګړوپرله پسې ډله ییزي وژني یې نوي کړۍ دي چي په داخل اوبهرکي یې په افغانستان کي ددوی دشتون سره دمخالفت ګراف خورالوړي کچي ته پورته کړ ی دی .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x