افغانستان

پاکستان کې د « اسیا زړه » هېوادونو مقدماتي ناسته وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د راتلونکې ناستې مقدماتي ناسته ترسره شوه.

تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي و، چې دې ناسته کې به د ګڼو هېوادونو لوړپوړي چارواکي برخه واخلي، خو مشري به يې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د سکرټر اعزاز احمد چوهدري او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په غاړه وي.

 په نننۍ ناسته کې د راتلونکې ناستې لپاره چې د اسیا زړه د هېوادونو یا هم د استانبول د لړۍ کړۍ بلل کېږي، په اړه خبرې وشوې.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو دې ناستې ته خوښي ښوودلې او ويلي دي، چې د دې ناستو تمرکز پر افغانستان وي، ځکه خو به يې مشري هم دا هېواد پر غاړه لري.

د اسیا زړه هېوادونو د ناستو لړۍ لومړی ځل پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکيې په استانبول کې د سیمې د هېوادونو د تفاهم او په سیمه کې د حالاتو په اړه د بحث لپاره وړاندیز کړه.

پاکستان تېر کال د ترکيې د استانبول په کنفرانس کې د سږنۍ ناستې لپاره د کوربه توب ټټر وهلی.

د اسیا زړه هېوادونو د دې لړۍ دا پنځمه کړۍ بلل کېږي، چې د ترسره کېدو کره نېټه يې نه ده په ګوته شوې، خو ویل کېږي چې د روان ميلادي کال په وروستیو کې به ترسره شي.

په دې ناستو کې د اسیايي هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون سربېره، امريکا، ناروی، پولنډ، اسپانیا، سويډن، برتانيا، فرانسه، مصر او ځینې نور هېوادونو هم د ملاتړو په نوم ګډونوال دي.

د دې ناستو څلورمه ناسته د ۲۰۱۴ ميلادي کال په جولای کې د چين په پکن ښار کې ترسره شوه، چې د ګډ حکومت اوسنی مشر اشرف غني يې هم ګډونوال و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x