
کندهار ښار کې د پوليسو پر مرکز ډله ييز بريدونه روان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ښار لسمې حوزه کې د پوليسو پر مرکز ډله ييز بريدونه روان دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې د دوی څو تنه سرتيري نن ماخستن اته بجې په سپکو او درنو وسلو سمبال لسمې حوزه کې د پوليسو پر مرکز ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
وروستي راپورونه وايي، چې سرتيري بريدګرو د پوليسو ماموريت ته څېرمه ودانۍ کې سنګر نيولی او اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډزې روانې دي.
د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.