شعـــــرونه

غمځپلې مور او د غم لمړۍ شپه ( د پنجوايي پرونۍ پيښې ته)

grand-mother-with-her-dead-children-kandahar

    اوس می څنګ ته تپومه لاس، څوک نشته

    چې بلال او ارزو، کوم خوا رغړیدلي

    څنګه بد عادت دوی دواړو دی اخیستی

    لږ دې وخته مې کړل سم، بیا رغړیدلی

    //////

    ګل علمه! ګل علمه! غږ مې اورې؟

    ها د لاس څراغ راولګوه! څه شوې؟

    چی بلال او ارزو دواړه دلته نشته

    غږ مې اورې که می پوه په خبر نه شوې؟

    ///////

    لیونۍ شومه که څه چې ټول مې هیر شول

    نن کافرو ماذدیگر ډزونه وکړل

    کاشکې زه وای لګیدلی چې اوس مړه وای

    نه چې مخ کې مې یې هغه راته مړه کړل

    ////////

    زه دې پريوځم د مرگي په خوب خاونده

    ماته ولې په دې شپه هم خوب راځينه

    لکه هېر مې د سرتورې ورځې غم شو

    خلک اورم چې سلگۍ، سلگۍ وهینه

    //////

    پرون شپه می سړی و سره تر ټولو

    نن شپه غبرګې جنازې راته پرتې دي

    اوس به سَتر څنګه وران کورگي کې وکړم

    ورانې دواړه دروازې راته پرتې دي

    ////

    کور يې وران کړې چې زما کورګی یې وران کړ

    غبرگ زامن یې ورته غبرګ په تخته کیږدې

    خدایه داسی یی مېرمنه کړې سرتوره

    خپله دی ورته د مرګ په تخته کیږدې

    /////

    خدایه مرگ ولی د چا په خوښه نه دی

    مرگ هغه ته بیړه کړي چې نه یې غواړي

    مرګ سردار دی او ژوندون ورته غلام دی

    مرګ هغه کانې کوي چی زړه یې غواړي

—————

شاعر: نذیر احمد نذیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x