افغانستان

وکیلان: د اشرف غني په پخواني ملاتړ سخت پښیمانه یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۴ل): په مشرانو جرګه او ولسي جرګه کې د خلکو یو شمیر استازي وايي چې په هغې ستړیا سخت پښيمانه دي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د اشرف غني په ملاتړ ګاللې ده.

په مشرانو جرګه کې د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي وايي چې اشرف غني ته یې په دې ګومان کمپاین وچلاوه چې ګواکی متفکر دی، خو زیاتوي: «د نړۍ متفکر د افغانانو په حال خبر نه دی، دوی خپلې غونډې او چړچې کوي او افغانان په وینو کې رغړي».

دغه راز په مشرانو جرګه کې د ارزګان پخوانی سناتور امان الله عظیمي هم وايي چې ولسمشر اوس هغه اشرف غني نه دی چې د کمپاین په وخت کې وه.

عظیمي وايي چې د کمپاین په ورځو کې چې کله مونږ اشرف غني ته ورتلو، هغه به دواړه لاسونه په سینه کیښودل او غوړې غوړې ژمنې به يې کولې. خو په وینا یې، له بده مرغه کله چې ولسمشرۍ ته ورسید اوس هغه چا ته د ملاقات وخت نه ورکوي چې ده ورسره ژمنې کړي.

دغه سناتور زیاتوي چې کله ملاقات ته ورشي نو تر یوې دقیقې زیاتو خبرو وخت نه ورکوي، نوموړی وايي: «زه به په یوه دقیقه کې د لوی کندهار او ارزګان مشکل څنګه بیان کړم؟»

په عین حال کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبد الرحیم ایوبي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د اشرف غني کلک ملاتړی پاتې شوی، د سترګو لیدلی حالت بیانوي او وايي چې اشرف غني حتی د غونډو مشري نه شي کولای. نوموړی زیاتوي:

«زه ورسره په بحثونو کې ناست یم، دا سړی مجلس نه شي کولای، مجلس نه شي ټولولای، دومره استعداد نه لري چې د مجلس نتیجه راوباسي».

نوموړی وايي چې دوی اشرف غني یو متفکر باله خو هغه د یو عادي ښوونکي لیاقت نه لري. ښاغلی ایوبي د بېلګې په توګه زیاتوي:

«ایا تا لیدلي چې یو رئیس جمهور نړیوالو کمپنیو ته رسما مکتوب لیکي؟ ایا تا رئیس جمهور لیدلی چې له نړیوالو کمپنیانو سره په سکایپ خبرې کوي؟». د ایوبي په خبره، د امنیت په شوری کې په اشرف غني خلک راغونډ وي، دروازې بندې وي، څوک ورته یو څه وايي او څوک ورته بل څه وايي.

پر اشرف غني د خپلو ملاتړو د بد ګومانه کیدو لړۍ هغه وخت پیل شوه چې پخواني جنګسالار رشید دوستم یې لومړی مرستیال وټاکه او بیا یې د امریکا د خارجه وزیر جان کیري په امر له خپل سیال عبدالله عبدالله سره د واک نیم په نیمه ویشلو ته غاړه کیښوده. همدا راز یې د واک په دوهمه ورځ له امریکا سره په ډیره بيړه امنیتي تړون لاسلیک کړ، په داسې حال کې چې په ولس کې د دغه تړون په وړاندې ګڼ حساسیتونه موجود وه.

د اشرف غني ډیری پخواني ملاتړی اوس په دې باور دي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال نوموړي غولولي او یوازې تبلیغاتي استفاده یې ورڅخه کړې. د کتونکو په باور اشرف غني اوس ځکه خپلو پخوانیو ملاتړو ته مخه نه ورکوي چې هغوی ترې د پخوانیو ژمنو عملي کیدل غواړي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په اړه تر ټاکنیز کمپاین وړاندې په لویدیځو رسنیو کې ویل کیدل چې د نړۍ دوهم ستر مفکر دی، چې وروسته بیا دغې ګنکوسې افغاني مطبوعاتو ته هم سرایت وکړ او په ټاکنیزو سیالو کې په پراخه کچه وځلیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x