نظــر

هغه ناوې چې د واده يوه اوونی يې نه وه پوره خپل سره لاسونه يې د مېړه په وینورنګ شول!

سباوون لېوال

 د روزګان ولایت چورې ولسوالۍ اوسیدونکی یم تیره اوونی مو په کلي کې يوه داسې وحشیانه او ظالمانه فاجعه رامنځته شوه چې په یادولو سره مې زړه ته ځانګړی درد راکوي او د ژوند خیالات مې بدلوي.

 د مازدیګر زرین لمر په غرغړو وو دوړاندې غرونو په لمنو دشفق سور شال په راغوړییدو وو څوک د جمات په لور راون وو او څوک په لوبو بوخت وو زه او دری نور دوستان د يوې وړې غونډۍ په ځنډه کې ناست وو په ډیر “جمع او جوش مو مجلس ګرم کړی وو.

 يو نا څاپه ډيزې شوې اول يوه وړوکې زربه او بیا ورفسې يو يو ډز وشو، سختې چيغې شوې ځوان او سپين ګيري، لویو او وړو څخه مجلس او د لوبو سامانونه پاتې شول ورمنډې کړې چيرته چې مرګونې مرمی وارشولې.

 مونږ چې د کلي څخه لګ لرې فیصله کې وو څه ځنډ وروسته ورورسیدلو ګورو چې سرې وينې توی دي او خلک زما د ګاونډ خیال جان کور سره راجمه دي، دا چې صبر به مې ونشو کورته ورننوتم ګورم چې سپين سرې مور يې د کوټې په وره کې بې حوشه پرته ده دکلي ښځې يې په خوله کې شربتونه وراچوي او خويندو يې د سر کمڅی باسي ځانونه ډاګ له ډاګې وهي کله سرونه اسمان لوري پورته کړي او کله د ورور په کټ راپريوځي، پيغله ښځه چې اوونی يې دواده لا نه وه پوره شوې د نکریزو سره لاسونه يې دخپل ميړه عزیز الله په وینو بیا سره شول په زخمونو يې لاس ورايښي وو وينه يې پرې بنده وله داغلې له شرم څخه په زوره چيغې هم نشوې وهلی ځکه ناوې وه خو پر مخ يې اوښکې لکه باران راتويدې.

 پلار به يې کله د زوی سر او کله دپښو خواته ودرید بیا به يې دوه غبرګ لاسونه مخته واچول چيغه به يې وکړه زویه ته خو اوس له سعودي څخه مسافر راغلې وې په کومه ګناه يې اووژلې…! زوی يې چې په سروینو لمبیدلی کټ کې پروت او د اجل داعي ته روح سپارلی وو هيڅ يې نشو ویلی ، لنډه دا چې څو ساعته وروسته د اربکیانو قومندان او څو ساتونکي راغلل پلار يې له مټ څخه کلک ونیوو بهر يې ځان سره اوباسه ورته يې اوویل په هیچا پسې مګرځه زوی دې مونږ وژلی، دا ځکه چې ستا زوی مونږ لیده چې څلور کنجه کالي به يې په غاړه وو، تازه اوږده ګره او پرې خولی به يې پر سر وه او زمونږ همفکره ملګرو څخه به هم ګوښه ګوښه ګرځيده ، دا چې صبا راته طالب کيږي او زمونږ د مرګ سبب کيږي مونږ فیصله وکړه چې باید زر اووژل شي نور مهلت ورنکړو، د عزیز الله پلار چې په سرو سترګو کې يې اوښکې لکه غمي رغړیدې هيڅ يې ورته ونه ویل ځکه چې زمونږ دکلي اربکیان ډير سخت ظالمان دي څوک ورڅخه سر نشي پورته کولی چاچې حق ویلی بیا يې په ډير ظلم سره شهید کړی.

د یاونې وړده چې د عزیزالله پلار هم دغه يو مشر زوی لاره په سعودي عربو کې له دری کالو راهسې مسافروو او يو يې وړوکی ماشوم زوی دی او شپږ لورانې لري د کور يې نور داسې څوک پاتې نشول چې دوی ته مزدوري وکړي، خیال جان هم ددې وړندی چې مزودري وکړي خو يوازې خپل پلرني پټویو باندې غنم او کله کله نور فصلونه پرې وکري او اربکیانو هم اخطار ورکړی چې له کلي څخه به کډه نه باروې که دې بار کړه تا به هم اووژنو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوشکیب الافغانی

اف اف اف اف اف اف خو دسترګو اوښکی می نه ورته دریږی یا الله رحم رحم رحم دی غواړو پر افغان مظلوم اولس

قاري سعيدخوستى

الله اكبر !
ليوال صيب زموژ په زڑونو كي دي د انتقام داور بچري لا تازه كڑل
زما ورور شهيد مولوى محب الله حليم هم دهمداسي وحشيانو لخوا په شهادت ورسول شو نوموڑى هم ددوبى مسافر ؤ
خو هغه ورزي نژدي دي چي زموژ تیره چاڑي به ددي وحشيان مريو ته ورسيژي

ابوعبدالله کندهاری

خدای دی دشهیدعزیزالله انتقام ددی ظالم څخه هم پدی دنیااوهم په آخرت کی واخلی اوالله دی ددی مظلوموافغانانوپه حال ورحمیږی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x