fbpx

دویم تعقیب ـ کندهار: د تېرې شپې جګړه لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د کندهار ښار څلورمې حوزې اړوند دارالمعلمين سيمه کې د پوليسو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريدونه پيل شوي، چې تر اوسه هم روان دي.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک رسنيو ته ويلي، چې جګړه د څلورمې حوزې دارالمعلمين سيمه کې روانه ده، مګر تر اوسه دوی د بريدګرو هدف نه دی معلوم کړی.

د کندهار ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې بريدګرو د څلورمې حوزې اړوند قوماندان منګي پر قرارګاه بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې ګڼو عسکرو او دولتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه اته بجې د دوی يو شمېر سرتيري ملګري په سپکو او درنو وسلو سمبال دارالمعلمين ساحه کې د پوليسو ماموريت ته ننوتي او تر اوسه يې ۶۵ پوليسو او دولتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي زياتوي، چې دغه بريد کې تر اوسه يوه شوبله، يو رينجر او يوه ټوډي له منځه تللي دي.
د وژل شوو او ټپيانو هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې جګړه اوس هم روانه ده او اوس هم سيمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د