افغانستان

دپنجوايي په پېښه ديرغلګرواصلي څېره بيا ښكاره شوه

boy-crying-after-masskill-kandaharقالوانا لله وانا اليه راجعون
زړه يي مه بوله توركاڼى  دصحراءدي
په ليدو د  زخمي زړه چې  زخمي نه شي
(الفت)
دهرڅه ړومبى  دپنجوايي دشهيدانوپاك روح ته دعا ،كورنۍاوخواخوږوته يې  دزړه  صبرغواړم اوعاميلينو يې ته دالله ج د دربارڅخه هغه سزاء چې الله ج ته منظوره وي غواړم

اوس به دبشردحقوقودټيكدارانواودافغانستان دابادولواومدني حقوقود مدعيانواصلي څېره، چې  ديرغل دورځې څخه  معلومه وه خود دوي دګوډاګيانو اولاسپوڅودرواغ اودګران هېوادافغانستان غيرتي   ولس سترګوته شګې  او خاورې  شيندل اوهم يې  د دې  مظلوم اولس دمجبوريتونوڅخه پر ګټې  اخستوچې  دغه دبې  وسۍاومجبوريت بدې  ورځې  دهمدغويرغلګرودهغه اقتصادي بنديزونوچې  داسلامي امارت پر خلاف يې لگولي وو  اود١٩٩٢ع كال خپلمنځي جنګونو محصول دي اود٢٠٠١ع دسيپتمبردپيښي په بهانه زمونږټول ديني،كلتوري اوتاريخي وياړونه يې  دڅوارزان قيمته په نوم افغانانوپه وسيله له خاوروسره خاورې  كړه او زمونږ زوريدلى  اوغيرتي  قوم يې  دويرپه ټغركښينوه  خو دا دى په يادولري (دقاري عبدالله انصاري له قوله دي مظلوم ملت سره هرڅوك چې كيوتي هغه پريوتي) داقهرمان اوغيرتمن قوم دخپلي خاورې  اودين څخه په دفاع كې  شهادت دځان لپاره وياړبولي اوهميشه يي خپل ٥٠٠٠زره كلن تاريخ   ديرغلګروسره پر  مقابلو  رنګين اوځلانده ساتلى  يرغلګراوملګري لارډيان يې  شرميدلي اوتاريخ ته مخ توري پاتي شوي دي بياهم دشهيدانوكورنيواوټولوخواخوږته تسليت اوشهيدانوته دالله ج دربارڅخه د جنت فردوس غوښتنه كوم الله تعالى  ج  دې  په دې  مظلوم اوبيكسه قوم ورحميږي او د پښتو په دې  بيت اكتفاء كوم

هيڅوك دې  په كردارمغروره نه شي
دهيڅ چابه چاته پاتي قصورنه شي.

الحاج امام الدين ساپى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x