د اسلامي ثقافت اصيل فهم – لومړۍ برخه

موږ له دې اسلامي ثقافته څه غواړو او دا ثقافت څه ډول د اسلامي امت اوس او راتلونکی ژغورلای شي. تجديد، ماډرنيزم او بنسټپالنه څه معنا؟ دکتور محمد محمد ابو موسی يې ځواب وايي

احمدالله احمدزی
دوکتور محمود حسن مخلوف د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې د عربي پوهنځۍ رييس و. د علم ژوندۍ نمونه ګڼل کېده. استادانو به ويل، چې دوی مخلوف ته ناست وي، نو ځان ورته جاهل ښکاري. استادانو به يې لېکچر د محصل او طالب په څېر اورېده.

استاد مخلوف د معاصرو کتابونو تر څنګ د اسلامي علومو په پخوانيو کتابونو هم مکمل عبور درلود.

د شيخ عبدالقاهر جرجاني “دلائل الاعجاز” او “اسرار البلاغة” او د شيخ تفتازاني “مطول” يې له ياده زده وو.

علم او محصلينو سره يې ځانګړې مينه وه. د دفتر دروازه به يې تل د محصلينو پر مخ خلاصه وه او د محصلينو لپاره يې وخت محدود نه و، تل يې هر محصل سره په مينه خبرې کولې او د هر محصل سوال يې په ډېره مينه ځواباوه.

د استاد تخصص په نقد او بلاغت کې و، خو په فقه، اصول فقه، قرانکريم، تفسير، احاديثو، فلسفه او منطق کې به يې، چې بحث کاوه، نو سړی به يې حق حيران کړ.

تل به يې هڅه کوله، چې محصلينو ته سخت درس او سخته موضوع په اسانه ژبه حل او وړاندې کړي او استاد يو نه تکرارېدونکی شخصيت و.

د اصول فقهې يو استاد دوکتور سعد محمد ابو عبدة له قوله يو محصل قاري عبدالرحمن ويل، چې دېرش کاله يې په اصول فقه کې تدريس کړی، مګر د اصول فقهې ډېر جزييات يې له دکتور مخلوف څخه اوس هغه مهال زده کړل، چې نوموړي سره په يو فليټ کې اوسېده.

استاد به چې نورو استادانو ته لېکچر ورکاوه، نو زموږ په څېر کمزوري محصلين يې بيا په خبره نه پوهېدل.

د استاد د دې ټولو صفاتو تر څنګ يوه کمال دا و، چې تقريباً په خپل هر درس او لېکچر کې به يې د شيخ محمد محمد ابو موسی يادونه کوله او دی ترې بې حده زيات متاثر و.

موږ به فکر کاوه، چې دوکتور مخلوف د علم دومره ستر بحر دی، نو شيخ ابو موسی به لا څومره علمي سټه وي.

د استاد په لارښوونه مې په نېټ کې د شيخ ابو موسی په اړه سرچ وکړ، نو د شيخ ډېر علمي شاهکار اثار مخې ته راغلل، چې د علم مينه والو لپاره ډېر مهم دي.

شيخ ابوموسی ۱۹۳۷ز کال کې په مصر کې زېږېدلی. وړکتوب کې يې قرانکريم حفظ کړی او ورپسې يې د کلي ښوونځيو کې درسونه ويلي او له هغې وروسته الازهر پوهنتون عربي پوهنځي کې داخل شوی او ۱۹۶۳ز کال ترې په امتيازي درجه فارغ شوی دی. ماستري او دوکتورا يې هم الازهر پوهنتون څخه په امتيازي درجه تر لاسه کړې او ۱۹۷۱ز کال کې یې په لومړي ځل الازهر پوهنتون د اسسټانټ پروفيسر په توګه وټاکل شو او په لنډه موده کې د خپل عملي خدمتونو له برکته اسوشيټ پروفيسر شو او د ۱۹۸۱ز کال کې يې د الازهر پوهنتون عربي فاکولتې پروفيسر درجه تر لاسه کړه.

استاد د الازهر پوهنتون تر څنګ د ليبيا بن غازي مشهور پوهنتون او همدا رنګه د مکې مکرمې ام القراء پوهنتون کې د مشر استاد په توګه تدريس کړی دی.

شيخ محمد محمد ابو موسی د مصر او عربي نړۍ په علمي حلقو کې په شيخ البلاغيين مشهور دی او د اوسنۍ زمانې عبدالقاهر جرجاني ګڼل کېږي. د شيخ البلاغيين د ځينو کتابونو يادونه يې د علمي لوستونکو لپاره کوم. که څوک يې غواړي، نو د نېټ له لارې د شيخ کتابونه تر لاسه کولای شي.

1 – البلاغة القرآنية في تفسير الزمخشري وأثرها في الدرسات البلاغية ، د دکتورا رسالة ده.
2 – مدخل إلى كتابي عبد القاهر الجرجاني. د شيخ عبدالقاهر جرجاني د دوه کتابونو «اسرار البلاغة او دلائل الاعجاز» له لوستو مخکې د شيخ ابو موسی دغه کتاب لوستل ډېر اړين دي.
3 – التصوير البياني دراسة تحليلية لمسائل البيان.
4 – من أسرار التعبير القرآني دراسة تحليليَّة لسورة الأحزاب.
5 – الإعجاز البلاغي دراسة تحليلية لتراث أهل العلم.
6 – خصائص التراكيب دراسة تحليلية لمسائل علم البيان.
7 – دلالات التراكيب دراسة بلاغية.
8 – قراءة في الأدب القديم.
9 – القوس العذراء وقراءة التراث.
10 – دراسة في البلاغة والشعر.
11- شرح أحاديث من صحيح البخاري ، دراسة في سمت الكلام الأول.
12 – مراجعات في أصول الدرس البلاغي.
13 – تقريب منهاج البلغاء لحازم القرطاجني المتوفى عام 684ه.
14 – آل حم دراسة في أسرار البيان القرآني (غافر،فصلت) په يو ټوک کې وَ (الشورى ، الزخرف ،الدخان) په يو ټوک کې (الجاثية ، الأحقاف ) هم په يو ټوک کې چاپ شوي او دغه ټول کتابون په انټرنيټ هم موندلای شي.

راځم اصلي خبرې ته، هغه دا چې شيخ البلاغيين سره له دې، چې تخصص او کار يې ټول تر بلاغت او نقد پورې تړلی، مګر د اسلامي امت له حال او ستونزو يوه ثانيه هم نه دی غافل شوی او د اسلامي نړۍ پر حالاتو، اسلامي تمدن او ثقافت ژور نظر لري او تل هڅه کوي، چې د اسلامي امت ځوانان بايد څه وکړي او خپل مسؤوليت څنګه ادا کړي؟

يو عربي تلويزون له شيخ ابو موسی حفظه الله سره د اسلامی ثقافت په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي، چې ان شاءالله زموږ لوستونکو لپاره به هم نوې وي.

کېدای شي څوک فکر وکړي، چې دا موضوع موږ ته ولې مهمه ده؟ ځواب يې ساده دی. لومړۍ خبره دا ده، چې استاد د اسلامي ثقافت په اړه غږيږي او همدا ځانګړنه موږ هم د مسلمانانو په توګه ورسره تړي. دوهمه دا ده، چې استاد د مرکې دوران کې د اسلامي ثقافت او عقيدې تر منځ کلک تړاو ثابتوي، بلکې وايي، چې اسلامي ثقافت له اسلامي عقيدې زېږي، بلکې هر ثقافت له عقيدې زېږي، خو دا بيا بېله ده، چې کومه عقيده حقه ده او کومه باطله. همدلته دا موضوع موږ ته په لومړۍ درجه مهمه ده، ځکه موږ تر بل هر چا د خپلې عقيدې ډېر پالونکی ملت يو.

دا تېرې مياشتې موږ شاهدان وو، چې ځينو کړيو په ډېر سيده ډول زموږ پر ثقافت يرغل وکړ او همغه ثقافت يې ښکاره وواهه، چې زموږ عقيدې سره نېغ تړاو لري. مثلا د خره تقديروونکو وويل : موږ ډېر مهم کار وکړ، ستر کار موکړ، لکه ډيلی او اصفهان مو فتح کړی وي!!

جهاد او غزا زموږ د ثقافت زرين باب دی او زموږ د عقيدې برخه ده، مګر دوی ډېر بې رحمه پرې ورغلل. د خره تقدير او د اصفهان فتح؟ د خره تقدير او د ډيلي فتح؟ دواړه څه تړاو لري؟ ښکاره او پټ هيڅ تړاو نه لري، خو خبره يې ښکاره پيغام لري، غزا او جهاد د خره د نمانځلو برابر دي. دوی غوښتل چې زموږ رزمي(حماسي) تاريخ نا سم تفسير کړي. هغه تاريخ مو کم او بې اهميته معرفي کړي، چې له عقيدې سره نېغ تړاو لري. پای موږ او دا ثقافت سره وشکوي. بس په همدې پار، چې د ثقافت په موضوع مو سر خلاص وي او هر کس ونا کس ونه شي کړای، چې په دې اړه مو وننګوي. دا هم تاسې او شيخ محمد محمد حسنين ابو موسی :

پوښتنه : اسلامي ثقافت څه ډول پرمختګ کړی؟ دين او ثقافت سره څه اړيکه لري؟ اسلامي ثقافت څنګه د ښکېلاک په دومره بريدونو کې ژوندی پاتې دی؟
موږ له دې اسلامي ثقافته څه غواړو او دا ثقافت څه ډول د اسلامي امت اوس او راتلونکی ژغورلای شي. تجديد، ماډرنيزم او بنسټپالنه څه معنا؟
د اسلامي امت ځوانان څه ډول کولای شي، چې د اسلامي ثقافت په مرسته خپل راتلونکی او اوس روښانه کړي او هم دا ثقافت ورسره پرمختګ وکړي؟

محمد محمد ابو موسی : د امت او ملت ثقافت د دغه ملت جوهر او اصلي حقيقت دی.

اسلامي امت د صحابه کرامو له زمانې رانيولې تر اوسه پورې، يوازې او يوازې د اسلامي ثقافت په تار تړلی دی او د اسلامي ثقافت په اړه لږه بې پروايي او بې غوري د دې امت د تباهۍ مهم لامل دی.

د اسلامي امت پر خاوره، سياست او نورو ارزښتونو لوبې کول، چې څومره خطرناک دي، پر اسلامي ثقافت لوبې او ملنډې وهل تر دې ټولو ډېر خطرناک او مرګوني دي؛ ځکه همدا اسلامي ثقافت دی، چې اسلامي امت يې سره راټول کړی او ټول امت داسې ښکاري، لکه په يو تار دې چې تړلي وي او هغه تار “اسلامي ثقافت” دی.

د ساري په ډول له لومړنۍ نړيوالې جګړې وروسته، چې اسلامي نړۍ په وړو ــ وړو دولتونو ووېشل شوه، نو غربي ښکېلاک په دې ونه توانېده، چې اسلامي امت سره ووېشي او اسلامي امت له ختيځه تر لويديځه سره تړلی پاتې شو او يوازینی لامل يې همدا اسلامي ثقافت و.

بدرالدين الزرکشي په خپل کتاب «البرهان» کې د امام شافعي رحمه الله دا قول راخيستی، چې د امت علماء کرامو چې هر څه ویلي، دا ټول د پيغمبر عليه السلام سنتو ته راجع دي او اصل يې همدا سنت دي او په سنتو کې چې څه موندل شوي، دا ټول د الله تعالی کلام ته راجع کېږي او هر څه چې د الله تعالی په کلام کې موندل کېږي، دا ټول د الله تعالی نومونو ته راجع دي. يعنې ټول قرانکريم، ټول سنت او ټول اسلامي ثقافت د الله تعالی د مبارکو نومونو تحليل دی.

هغه راوي، چې دا خبره له امام شافعي رحمه الله اورېدلې يوه بله خبره په کې ور زياته کړې، هغه فرمايي، چې هر څه موږ د الله تعالی په مبارکو نومونو کې وينو، دا ټول د الله تعالی اسم اعظم ته راجع دي.

د اسم اعظم په اړه علماء کرام فرمايي، چې الله تعالی دغه نوم د ليلة القدر په څېر پټ کړی، چې مسلمان يې په پيدا کولو کې تل هڅه وکړي او خپل حاجت لپاره پرې له الله تعالی دعا وغواړي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چا چې د الله تعالی په اسم اعظم دعا وغوښته دعا يې قبليږي. يو شمېر نور علما دا فرمايي، چې اسم اعظم “الله” دی.

شيخ ابو موسی زياتوي، چې له دغه ځايه موږ پوهيږو، چې د اسلامي ثقافت او دين تر منځ څه اړيکه ده؟

اسلامي ثقافت دين سره دومره اړيکه لري، چې اصلي سرچينه يې لفظ الجلالة “الله” دی او دا هېڅ امکان نه لري، چې اسلامي ثقافت دې د دين له اصل څخه جلا شي.

دا يوازې د اسلامي ثقافت په اړه نه وايم، بلکې د علم او تاريخ ټول خاوندان په دې سلا شوي، چې د هر ملت ثقافت د همدې ملت له عقيدې سرچينه اخلي، مګر خبره دا ده، چې دا عقيده به يا باطله وي او يا هم حقه. اسلامي ثقافت يوازینی ثقافت دی، چې مصدر او سرچينه يې الهي وحي ده.

له همدې امله، ښکېلاک او د ښکېلاک حلقه بګوش غلامان تل دا هڅه کوي، چې اسلامي ثقافت له صحنې وباسي او يا يې يو اړخ ته کړي او پر ځای يې پردی فکر او ثقافت حاکم کړي، نو دا نه يوازې دا چې يوه تېروتنه ده، بلکې دا کار د اسلامي امت پر وړاندې يو مرګونی جرم دی، چې هېڅکله د بښلو نه دی.

تر اوسه، چې په اسلامي امت کې څوک د تنوير، ماډرنيزم، عقلانيت او نوې رڼا خبرې کوي، يوازینۍ موخه يې دا ده، چې د پرديو له ثقافته هغه څه راواخلي، چې د هغوی د عقيدې کړۍ ده.

د ملت د تباهۍ لپاره اسانه لاره دا ده، چې ثقافت يې ور تباه کړې او د يو ملت ثقافت، چې له منځه ولاړ شي، نو د دغه امت هېڅ راتلونکی نه شته.

اوس خو غم دا دی، چې اسلامي امت کې پردي پالنه په نا خبرۍ کې داسې خپره شوې، چې څوک يې بده هم نه ګڼي. اوس خو زموږ نوي نسلونه په همدې پردي فکر او ثقافت را لوييږي او د تباهۍ اصلي لامل مو همدا دی. دغرب پالنې فکر زموږ ټولنې او پوهنتونو ته داخل شوی، زموږ فکر او علوم يې له خپل ځايه بې قدره کړي او زموږ ځوانان او محصلين په پرديو ثقافتونو بوخت دي، دا ورته پر مختګ ښکاري او يوازې دا هم نه، بلکې دغه ځوانان وايي، چې اسلامي ثقافت يو زوړ او له کاره لوېدلی دی، چې اوس زمانه کې نه چلېږي.

اوس چې څوک د اسلامي ثقافت او اسلامي خلافت د راژوندي کېدو خبره کوي، خلکو ته وروسته پاتې او د تيارو د زمانې سړی ښکاري.

دا ډېره د حيرانتيا خبره ده، چې د يو مسلمان ځوان له خولې دې سړی داسې خبرې واوري، چې په الله تعالی ايمان هم لري او د اسلامي ثقافت او خلافت پر ضد څرګندونې کوي او دا يې پخه عقيده وي، چې اسلامي ثقافت راژوندي کول او پالل ورته بې لاري ښکاري.

د اسلامي ثقافت ضد خلک او زموږ پرديپال په خپله يو ډول ترهګريز فکر کوي. کله چې د دوی د فکر مخالفت وکړې، نو پر تا هر ډول تورونه لګوي، په مرګ دې ګواښوي او هڅه کوي، چې نوم دې له صحنې ورک کړي، تر څو ميدان هغو ډلو ټپلو ته پاتې شي، چې تل د پرديو افکارو او منهجونو لپاره کار کوي.

نور بيا…

تبصرې (2)

  • اسلام علیکم احمدالله احمدزی صاحب ! ستاسو لیکنه می ډیره زیاته خوښه شوه الله جل جلاله دی درته نور هم په علم کی اضافه راوله واقعا چی یو ملت په خپل ثقافت پیژندل کیږی او ژوندی پاتی کیږی او په خاص ډول سره اسلامی امت. الله دی اجرونه درکړی .
    په ترکیه کی دماستری دوری محصل ستاسو ددعاګانو په هیله.

  • ماشاءالله ديره ريار مو ګاللی په دی لیکنه باندی الله دی یی اجرعظیم درکړی، فخر کوو چی مونړ په امت کی ستاسو غوندی فکری او دعوی فکر لری، الله تعالی دی د لازیات څه کولو توفیق درکړی.