
سامسنګ خپل راتلوونکی ټبلېټ په اړه معلومات وړاندې کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۴ل): د ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ په یو نوی او پیاوړی ټبلېټ چې کوډ نوم يي چوپېن-ایل ټي اي (CHOPIN-LTE) دی کار پیل کړی.
د سامسنګ کمپنۍ دغه نوی ټبلېټ به یو له پیاوړو ټبلېټونو څخه وي کوم چې به د کاروونکو توجه په جلبولو کې بریالی شي. سامسنګ کمپنۍ غواړي خپل دغه نوی ټبلېټ له پیاوړو ځانګړتیاو سره وړاندې کړي.
د راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ خپل دغه ټبلېټ کې څلور ګیګابایټه اینټل اتم ډول رېم ځای پر ځای کړی. دا په داسې حال کې ده چې سامسنګ له دې وړاندې خپل تولیداتو کې د اینټل کمپنۍ پروسېسر او رېم نه و کارولی.
د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د اینټل کمپنۍ اتم په نامه رېم یو له غوره او پیاوړو ریمونو څخه دی او د اتم نومې رېم څلور ګیګابایټ به دغه ټبلېټ ډیر پیاوړی کړي.
له دې سربیره دغه ټبلېټ کې څلور هستې لروونکی ۲.۲۴ ګیګاهرتز پروسېسر هم ځای پر ځای شوی کوم چې په وروستۍ ټکنالوژي سمبال دی او ډیر چټک سرعت لري.
د سامسنګ کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون د انټرنیټ وروستۍ چټک سرعت یعني ایل ټي اي (LTE) چې له ۴ جي (4G) څخه چټک سرعت لري چلولی شي.
دغه نوی ټبلېټ چې تر دې مهاله کوم ځانګړی نوم نه لري او خپل په کوډ نوم پیژندل کیږي به د انډرایډ ۵.۱ اپریټنګ سیسټم په مرسته د کارولو وړ وي.
سامسنګ کمپنۍ ویلي چې له دې وروسته به خپل پیاوړو ټبلېټونو کې د اینټل (Intel) کمپنۍ له پیاوړو تولیداتو څخه استفاده کوي تر څو وکولی شي کاروونکو ته د هغوي د خوښې تولیدات وړاندې کړي.