شهید او شهادت – دیارلسمه برخه

م. محمد نعيم

له همدې کبله په دې اړه ځینې علمای کرام وايي چې یوازې د وطن او خاورې په نامه جګړه چې د اسلامي قانون د پلي کېدو خبره نه وي پکې، په اسلام کې ځای نه لري؛ ځکه چې اسلام د وچو خاورو او تېږو لپاره چې د یو چا مشخص حق نه وي، د یو انسان او مسلمان وینه نه تویوي. البته دشخصي ځمکې او خاورې خبره جلا ده.

دا ډله علمای کرام وايي که چېرې په یوه اسلامي خاوره برید او یرغل کېږي، مسلمان باید داسې نیت ولري چې هغه خاوره او ځمکه چې دی پکې اوسي اسلامي خاوره ده، یعني اسلامي قانون پکې حاکم دی، نو دی له اسلامي قانون څخه ددفاع په نیت جګړه کوي، او له اسلامي قانون څخه دفاع له اسلامي خاورې څخه په دفاع کېږي؛ ځکه که هېواد یا خاوره نه وي اسلامي قانوني خو به په طبیعي ډول پکې نه وي.

خو دا هلته چې په هغه هېواد کې تر یو ځایه اسلامي قانون حاکم وي، لکه په افغانستان کې د طالبانو پر مهال، یا ځینې نور اسلامي هېوادونه، خو هغه په نامه اسلامي هېوادونه چې هلته اصلا اسلامي قانون نشته، لکه په سوریه کې، یا نه پلی کېږي لکه په پاکستان کې، یا یې مخه نیول کېږي، بلکې له منځه وړل کېږي لکه په مصر کې، په داسې حال کې به یو مسلمان په کوم نامه له دې ډول هېوادونو څخه دفاع وکړي؟ او په کوم نامه به خپله وینه تویي کړي؟

مګر دا چې له مسلمانو ولسونو او مظلومانو څخه ددفاع په نیت جګړه وکړي؛ ځکه که څه هم په ډېری اسلامي هېوادونو کې اسلامي قانون نه پلی کېږي، واکمنان یې اسلام او د مسلمانانو ګټو ته ژمن نه دي، خو ولسونه یې ټینګ مسلمان دي، نو له نوموړو مسلمانو ولسونو څخه دفاع او یا د هغوی مرسته د اسلام دمبارک دین غوښتنه ده.

پایله:

لومړی:

که کوم کافر هېواد په یو اسلامي هېواد یرغل او برید وکړي، باید په مقابل کې یې جګړه وشي؛ ځکه چې خبره د کفر او اسلام ده. که څه هم چې په دې اسلامي هېواد کې اسلامي قانون نه پلی کېږي، یا اصلا نشته، خو خلک یې مسلمانان دي، ولس یې مسلمان دی، نو له مسلمان نه د کافر په مقابل کې دفاع لازمه او ضروري ده.

دویم:

که کوم اسلامي هېواد د اسلامي نظام او اسلامي قانون پلي کېدو، یا له مظلومانو څخه ددفاع لپاره په بل داسې اسلامي هېواد برید کوي چې هلته اسلامي نظام نه وي، یا په مسلمانانو ظلم پکې کېږي، پرته له شکه چې د هغې سیمې مسلمانان یې باید مخه ونه نیسي. بلکې مرسته ور سره وکړي.

خو که د اسلامي قانون د پلي کېدو، او له مظلومانو څخه ددفاغ خبره نه وي، بلکې موخه نورې نا روا ګټې وي، په دې صورت کې مسلمانان باید هڅه وکړي چې دا ډول جګړه را منځ ته نشي؛ ځکه چې ګټه یې یوازې په مسلمانانو د ور تپل شویو همغو څو په نامه مسلمانو واکمنو جیبونو ته لوېږي، او نور وینې، ټپونه، ورانی، ظلمونه، وحشتونه، لوږې، تندې او له کلیو او کورونو تېښتهد عامو مظلومو مسلمانانو په برخه کېږي.

ددې ډول ظالمو او جګړه مارو واکمنو مخه چې په هره شونې وسیله نیول کېدای شي، باید ونیول شي. تر څو عام مسلمانان یې له ظلمونو او حشتونو وژغورل شي.

د هغو علماوو له ډلې نه چې د یوازې وطن په نامه جګړه ناسمه او ناروا بولي یو هم د عربي نړۍ مشهور عالم شیخ ابن عثیمین رحمه الله دی، نوموړ په دې اړه د ریاض الصاحلین په شرحه کې د جهاد له حکم بیانولو وروسته داسې وايي:

( ولذلك يجب علينا في مثل هذه الظروف التي نعيشها اليوم يجب علينا أن نذكر جميع العامة بأن الدعوة إلي تحرير الوطن، وما أشبه ذلك دعوة غير مناسبة، وأنه يجب أن يعبأ الناس تعبئة دينية ، ويقال إننا ندافع عن ديننا قبل كل شيء؛ لأن بلدنا بلد دين، بلد إسلام يحتاج إلي حماية ودفاع، فلابد ان ندافع عنها بهذه النية.
أما الدفاع بنية الوطنية، أو بنية القومية، فهذا يكون من المؤمن والكافر، ولا ينفع صاحبه يوم القيامة، وإذا قتل وهو يدافع بهذه النية فليس بشهيد؛ لأن الرسول صلي الله عليه وسلم سئل عن الرجل يقاتل حمية،ويقاتل شجاعة، ويقاتل ليري مكانه أي ذلك في سبيل الله؟ فقال: (( من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله)).(15)
انتبه إلي هذا القيد (( من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا)) لا لأنه وطنه وإذا كنت تقاتل لوطنك ؛ فأنت والكافر سواء ، لكن قلت لتكون كلمة الله هي العليا، ممثلة في بلدك؛ لأن بلدك بلد إسلام؛ ففي هذه الحال يكون القتال قتالاً في سبيل الله.
وثبت عنه صلي الله عليه وسلم أنه قال: (( لا يكلم أحد في سبيل الله – والله أعلم بمن يكلم في سبيله- أي يخرج – إلا جاء يوم القيامة وجرحه يثعب؛ اللون لون الدم، والريح ريح المسك))(16).
…فأنظر كيف اشترط النبي صلي الله عليه وسلم للشهادة أن يكون الإنسان يقاتل في سبيل الله، والقتال في سبيل الله؛ أن يقاتل لتكون كلمة الله هي العليا.
…فيجب على طلبة العلم أن يبينوا للناس أن القتال للوطن ليس قتالاً صحيحاً وإنما يقاتل لتكون كلمة الله هي العليا، وأقاتل عن وطني ؛ لأنه وطن إسلامي؛ فأحميه من أعدائه وأعداء الإسلام؛ فبهذه النية تكون النية صحيحة والله الموفق. )[1]

نور بيا…

[1] شرح رياض الصالحين للعثيمين. باب الإخلاص و إحضار النية. (5)