د فراه چارواکي: طالبانو شپږ اربکيان وژلي او یو يې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې اوه اربکيان د طالبانو له کمين سره مخ شول، چې شپرږ ځای پر ځا ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د فراه اامنیه قومندان مل پاسوال فضل محمد صمديار وايي چې دغه اربکيان د ولایت مرکز نه خپل معاشونه اخیستي و، چې په بېرته تګ کې په بالابلوک ولسوالي کې د طالبانو پر کمين برابر شول.

د نوموړي په خبره د بالابلوک په دلاني کلي کې طالبانو له دې او تنو اربکيانو شبږ ځای پر ځای ووژل او یو بل يې مرګونی ټپي کړ.

هغه وايي چې بريد کوونکي د پېښې له ځایه تللي خو په خبره يې پولیس يې د پلټنې هڅې کوي.

وسله والو طالبانو د دې بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

فراه یو له هغو ولایتونو نه ګڼل کېږي، چې په ډېره برخه يې وسله وال طالبان واکمن دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د