نظــر

افغان ملت گوند په دريو ډلو وويشل شو

دافغان ملت گوند چې د پاسه څلورلسيزې (د١٣٤٥کال دوري په  ١٦تاسيس )عمرلري او دوخت دبيلابيلوپړاوونو څخه تېر شوى ،ډيرې نادودې يې کتلي ،دښي اوچپ افراطيت ښکارشوى .د خپلې ځانگړې تگلارې ته درسېدو په لاره کې هم پرمختگ ټکنې شوى او اوس په ې حساسوشيبوکې په ٣ برخووويشل شوچې داپخپله دافغانانواودپښتنودبدمرغۍ پيلامه ده

دافغان ټولنپال ولسواک گوند(انوالحق احدي )ډله

دافغان ټولنپال ولسواک گوند(محمدامين واکمن) ډله

دافغانستان ټولنپال ولسواک گوند(اجمل شمس )ډله

لومړي دوه ډلې په اصل کې يوه ډله ده چې دويمې ډلې د١٣٩٠کال دلينډۍ په ٢٥ او ٢٥ نېټو دکابل  په غونډه کې له لومړۍ ډلې څخه خپل بيلتون اعلان کړاو د احدي پر ډلې  يوشميرتورونه  ولگول

١دگوندنوم يې بدل کړى دى

٢دگوندسمبول يې بدل کړى دى

٣ددوي مرامنامه داسلام سره په ټکرکې ده

٤حنفي مذهب يې  ترې لرې کړې دى

٥لوى افغانستان ترې ويستل شوى دى

٦په ټول افغانستان کې د گونديانوترمنځ اختلافات واچول

٧ددوي ټول کارونه ،تشکيلات ټول اننصابي  شکل لري

٨حزب ديوڅومحدودوکسانوله خواانحصارشو

٩دغښتلومبارزواو قاطع افغان ملتيانوپرځاى ناپيژندل شوي کسان په گوندي موقفونويې وگمارل شول

١٠دملي ،اواسلامي ،وطني اوملي گټوپرځاى دوي په شخصي گټوپسې روان دي

د واکمن ډله کوښښ کوي چې گوند په خپل واک کې واخلي او د احدي ډله له گوندڅخه ويستلي اعلان کړي

داجمل شمس ډله چې د خداى بښلي شمس الهدى شمس دځوي اجمل شمس په مشرۍ راټوله شوي

احدي د گونددمشرپه توگه منل  ورته له خداى بښلي  پلاره په ميراث پاتي دي ، د خداى بښلي شمس الهدى شمس هم  نه ماته او نابالغ سياستوال يې باله  نو زوي يې دپلار په لاره روان دي او له واکمن سره يوځاى کيدل به ورته گران وي ځکه اوس پخپله د گوندمشردى ،گوندي اخبارهم لري اوبه يوځاى دگوند غړي وو

پاييله

په ظاهره داسې  بريښي چې  افغان ملتيان ځانونه دپښتنودحقوقو ساتونکي گڼي  خو په حقيقت  کې  همدې  افغان ملتيانو له نورو ژبوسره دتعصب په بنسټ  پښتواوپښتنوته نه جبران کيدونکي تاوانونه وا ړول  چې د١٣٧٢هـ ش کال کې  جګړو کې  پښتنوڅومره تاوانونه ليدلي دي په تاريخ کې  هم په افغانستان کې  پښتنودومره تاوانونه نه ووکړي دادى اوس درګوني افغان ملتيان هر يو دخپل خپل ګوند اصليت افغان اولس ته ښکاره کوي حال داچې  يويې  هم دافغان اولس دپاره ديوې زرې په اندازه خيرنلري ځکه هغه رښتيني افغان ملتيان اوس په دې  درګونو ډلو کې  يو هم  نه ليدل کيږي ټول درښتينو افغان  ملتيانو په څير ددوي دناشولتو په ليدلو سره له ګونده بيزاره شوي دي اوهغه څه چې  همدا اوس يې  درګوني افغان ملتي ګوندنونه  افغان اولس ته څرګندوي نه دخداي   نه رسول  نه وطن ، نه دافغان  کلتور او دافغان اولس په  ګټه دي چې  لنډ مثال يې  ددوې  دګوند اوږده او نه يوځاى  کيدونکي درزونه دي

ليک :ثنا الله (وحيد)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x