ټولنیزه برخه

له علماو سره مینه او اړیکي

حامد افغان

څومره چې د امت د علماو او پوهانو مسؤلیت او مکلفيت لوی او دروند دی همدومره د علماء احترام او درنښت ضروري ده، د علماو د احترام په لزوم، ادابو او حقوقو لوی کتابونه باید ولیکل شي، نن سبا دې کار ته لا زیاته اړتیا ده، د اسلام ضد عناصر په منظمه توګه له مختلفو لارو د علماو ضد بوخت دي، کوښښونه کوي د علماو او ولسونو ترمنځ خلیجونه ایجاد او فاصلې رامنځته کړي، دا کارونه په ډېر مهارت ترسره کیږي پوه او ژمن لیکوالان باید دې موضوع ته متوجه اوسي، دلته په لنډه توګه د علماو مقام او له دوی سره د مومنانو میني او اړیکو ته اشاره کوم.

په قران او نبوي حدیثو کې د عالم مقام خورا لوی او مهم بلل شوی دی تاسو دا یوه روایت ته ځیر شئ: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (دا دری کارونه) د الله د لویي بیانولو په معنا دي: د مسلمان سپينږيري احترام، د قران د هغه عالم احترام چې په قران کې افراط او کمی نه کوي او د عادل پاچا احترام کول. عن أبي موسى الأشعري – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: إن من إجلال الله إكرامَ ذي الشيبة المسلم، وحاملِ القرآن غير الغالي فيه والجافي عنه، وإكرامَ ذي السلطان المقسط. رواه أبو داود.

امام الطحاوي رحمه الله په ” عقيدة الطحاویه ” کې وایي: اهل سنت د رښتینو علماو احترام لازمي بولي، دی لیکي: د سلفو مخکیني علماء او تابعین د خیر او ښو خلک، د پوهي او نظر خاوندان؛ باید خامخا په ښه خوله یاد شي او څوک چې هغو پسي سپکي خبري کوي هغوی د اهل السنه والجماعه له ډلي نه نه دي . “وعلماء السلف من السابقين، ومَن بعدهم من التابعين، أهلُ الخير والأثر، وأهل الفقه والنظر، لا يُذكَرون إلا بالجميل، ومن ذَكَرهم بسُوءٍ، فهو على غير السبيل” العقيدة الطحاویة.

امام البخاري رحمه الله د خپل پلار په اړه وایي: پلار مې له مالک بن انس نه حدیث اوریدلي، حماد بن زید یې لیدلی و، او له عبد الله بن المبارک سره یې په دواړو لاسونو روغبړ کړی و. ” سَمِعَ أَبِي من مالك بْن أنس ورأى حمّاد بْن زيد، وصافح ابن المبارك بكلتا يديه “. [سیر الاعلام النبلاء].

مالک، حماد او ابن المبارک رحمهم الله د وخت مشهور علماء او لوی محدثين وو، د امام البخاري له دې خبري معلوميږي چې له دې علماو سره د پلار په اړیکو فخر او ویاړ کوي، له علماو او پوهانو سره اړیکي رښتياهم لوی فخر او ویاړ دی، له رښتينو علماو سره اړیکي ټول خیر او برکت دی، ځکه د دوی ټول ژوند او ټولي کړني د خلکو د خیر له پاره وي.

که دا زموږ عنوان ( له علماو سره مینه او اړیکي) د یوه کتاب نوم وګرځوو او په اسلامي تاریخ کې پلټنه ورته پیل کړو، او په دې اړه مواد را ټول کړو باور وکړئ دا کتاب به څو ټوکونو ته ورسیږي، په دې اړه د سلفو او خلفو ټول تاریخ عجیبه او پریمانه مواد لري، د ماضي قریب له تاریخ نه یوه کیسه ګۍ د بيلګي په توګه را اخلم، په موجوده علمي کړیو کې علامه عبد الحکیم سیالکوټي رحمه الله ټول پیژني، دی د مغول واکمن جلال الدین اکبر د زوی شاه جهان په وخت کې تیر شوی دی، د پاکستان په سیالکوټ ښار کې اوسیدی او د علم او پوهي لمر یې د هند په نیمه وچه کې ځلیدی، په خلکو کې د محبوبیت د هغه د علم او تقوا خبري د ډيلي تر واکمنو ورسیدلې،، مولانا مناظر احسن ګیلاني په خپل کتاب: پاک و هند می نظام تعلیم و تربیت، کې کاږي: عبد الحکیم سیالکوټي شاهجهان څو ځله ډيلي ته وروغوښتی و، او دوه ځله یې له سرو زرو سره تللی و او هغه سره زر به یې ده ته په انعام کې ورکړل!! .

لکه ومو ویل په مسلمانو ټولنو کې ځیني وګړي د علماو پر خلاف زهر شندي، دوی اصلاً د علماو او مسلمانو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی نه دی درک کړی، ځکه خو د دوی تمرکز په سیاسي موضوعاتو وي، او د علماو په سیاسي کمزوریو نیوکي کوي، دوی باید پوه شي چې د مسلمانانو اودعلماو اړیکي ډېري ژوري او پلني دي، دلته عالم ته خلک د روحي پلار په سترګه ګوري او عالم په عامه توګه د هر چا په ټولو ژوند چارو کې غوره او لومړی مشاور وي. دوی په مسلمانو ټولنو کې د علماو له ارزښت او اهمیته ناخبره دي، له علماو سره د مسلمانانو د میني او هراړخیزو اړیکو له ژورتیا او تاریخي قدامته نه دي خبر، نو دوی باید پوه شي چې د علماو سپکاوی ورته تاواني ده، کیدی شي دا خلک څه وخت د واک او ځواک په مټ ښاغلي پاته شي خو ټولنیز حیثیت به یې بايللی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x