هلمند: طالبان وايي ۲۷ عسکر يې وژلي، خو چارواکي ۲۶ مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د اردو په پوستو د طالبانو په بريدونو کې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي چې د دوی ملګرو د دې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اردو په پوستو بريدونه پیل کړل، چې په خبره يې شپږ پوستې يې تر واک لاندې راوستې او ۲۷ عسکر يې وژلي دي.

 طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی د دې پوستو تر نیولو وروسته ولیدل، چې د اردو عسکرو د تنګيانو په سیمه کې تر ټولو مهمه پوسته پرېښوده او له سیمې يې پښې سپکې کړې.

د هلمند ولایتي چارواکي هم مني چې په نوزاد کې د طالبانو په بريدونو کې اردو او د دوی په خبره پولیسو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د دوی په وينا په دې جګړه کې ۲۶ عسکر وژل شوي چې ۱۹ پولیس او ۷ نور د اردو عسکر دي.

د هلمند د ولايتي شورا يو تن غړي عطاءالله افغان ويلي چې يوه ډله طالبانو د نوزاد په تنګيانو سیمه کې د اردو او پولیسو په ګډو پوستو بريدونه پیل کړل چې په پای کې يې درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.

د هلمند د پولیسو قومندان نفس خان اسوشټيد پریس خبري اژانس ته ويلي چې د طالبانو په دې بريدونه کې دی هم تر محاصرې لاندې و او په خپلو سترګو يې ليدل چې طالبانو د نیول شويو پوستو مهمات ور ټولول.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت نظامي مسوولینو په هلمند کې د ذوالفقار نږدې دوه میاشتني عملیات بريالي عمليات وبلل او په خبره يې په هلمند کې يې نور نو د طالبانو زور اوبه کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د