
ميدان وردګ: محکمې ودانۍ ته څېرمه درنه چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د ميدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار کې د محکمې ودانۍ ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.
د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې دغه بريد د یو سرتېري بريدګر له خوا شوی دی او په خبره يوازې یو پولیس ټپی شوی دی.
عطاءالله خوږياڼي د پېښې په اړه له نورو جزيياتو ډډه کوله.
پېښې ته څېرمه عيني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې تر اوسه لا هم له ښاره لوګي پورته کېږي.
د دوی په خبره پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د کابل – کندهار لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلي، چې له سیمې یوازې د امبولانسونه غږونه اورېدل کېږي
د پېښې په اړه نا پېيلو سرچنو تر دې دمه څه نه ده ويلي او نه هم د دې بريد مسوولیت چا په غاړه اخیستی.